مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر خپل ځان باور ولرئ!

مريم عمرزۍ

پر ځان باور لرل د هرانسان په ژوند کې مهم رول لري. که غواړئ ښه راتلونکی ولرى تل په خپل ځان باور ولرى، ځکه پر ځان باور لرل له تاسو سره د خپلو موخو په پوره کولو کې مرسته کوي. پر ځان باور لرل انسان هڅوي ترڅو په ژوند کې هدف ولري او خپلې موخې ته درسېدو لپاره زیار وباسي. قوی اراده، عزم او کوښښ په خپل ځان کې د یوه کار د کولو وړتیا لیدلو ته پر ځان باور وایي. انسان د الله تعالی غوره مخلوق دی. د هر کار د کولو وړتیا لري؛ خو مهمه ده چې پر ځان باور ولري. هغه څوک چې پرځان باور لري په ژوند کې تل خوشحاله دي. پر ځان باور لرل یعنې دا چې خپل مهارتونه نورو ته وښایي هغه څه مو چې زده دي او په هغه څه چې پوهېږئ او د کولو توان یې لرى، له نورو سره یې شریک کړئ. هر انسان باید په خپل ذهن کې تصورات ولري ځکه همدا تصور دی چې انسان دې ته اړباسي ترڅو په ژوند کې پرمختګ وکړي او ځانته هدف ولري او هدف ته  د رسېدو لپاره پر ځان باور ولري. هرانسان باید د ځان سره تعهد وکړي چی زه د هر کار وړتیا لرم، که زیار وباسم هرڅه امکان لري کولای شم خپل هدف ته ورسېږم. اما ځينې خلک ترحده ډېرپر ځان باورلري. یعنې ځان داسې څرګندوي چې د هر څه د کولو وړتیا لري. ځينې وخت تر حد نه ډېر باور لرل پر ځان د انسان په ګټه وي، په ژوند کې د پرمختګ سبب ګرځي؛ خو بیا ځینې وخت د انسان په پر مختګ کې خنډ ګرځي اوډیرې ستونزې جوړوي.
هغه څه چې موږ دې ته هڅوي تر څو پر ځان باور ولرو دغه ټکې باید په پام کې ونیسو :
۱- په ژوندکی هدف درلودل.
۲- جرئت اوعلاقمندي له ځانه  شخصیت جوړول.
۳- د هغه څه په اړه فکر او خبرې کول چې موږ پر ځان  باندې باورمند کوي.
۴- د هغو اشخاصو سره ناسته ولاړه چې په ژوند کې هدف لري او کامیاب دي.
۵-  د هغه څه په اړه بحث کول چې ته له نورو پرې ډېر پوهېږې .
۶-  د خپلو فعالیتونو ډېرول او خپل استعداد نورو ته ښودل .
۷-  مثبت رقابت کول دهغه کار لپاره هڅه کول چې کم خلک یې وړتیا لري.
۸-  د راتلونکي په اړه مثبت فکر کول او په هرڅه کې په الله تعالی توکل.
اما ځینې کسان بیا د یو کار د کولو توان لري؛ خو په خپل ځان باورنه لري په اصل کې دوی په ژوند کې هدف نه لري. مخکې له دې چې یو کار پیل کړي؛ د هغې د پایلې په اړه منفي فکر کوي. داسې کسان هېڅ وخت په ژوند کې پرمختګ نشي کولی او تل ناهیلی وي. خو اړینه ده چې هر انسان په ژوند کې هدف او پرځان باور ولري او د کوم کار د کولو مهارت چې په ځان کې ویني هغه پیل کړي انشآالله چې ښه پایله به ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery