څه موده مخکی زما لید لو ته پس له څو کلونوڅخه می یو دوست چی نوم یی محمداګل وه۰ او په تور استاذ مشهور وه ۰راغلی وه ۰ روغبړ او ستړی مشی می ورسره وکړو ۰ د روغبړ او ستړی مشی نه یی وروسته یی راته اوله خبره دا سی وکړه ۰چی یاره خبریی اوکه به نه یی ! ته به یی پیژنی او که نه ! پوره د یرش کاله وروسته می یو خپل کلیوال همزولی او ملګری چی نوم یی سوزاده دی۰ د لواړګی په بازار کښی پداسی حال کښی ولیدلو۰ چی یوه لویه پیر خانه یی ځانته جوړه کړی وه ۰ او د هری خوانه نه پری خلک نر او ښځی را مات وه ۰ او د م تغویضونه به یی پری کول۰ او پیر خانه یی د حاجت مندانو څخه ډ که وه ۰او ښایسته کار یی روان وه ۰یو ناڅاپی پری پداسی حال کښی وبرابر شوم ۰چی ګورم ۰ یو ښایسته سړی چی سپین کالی په تن او ډ یره ښکلی لویه ږیره یی پریښی ده ۰ او سترګی یی په رانجو توری وی ۰او زیات خلک او مریدان تری راتاو دی ۰ نو سترګی می پری خوږی ولګیدی ۰ او د ځانه سره می وویل ۰ چی تا خو دا سړی چیرته لیدلی دی ۰ نو په فکر او چورت کښی لاړم ۰ چی دا به څوک یی ۰ چی ستا په سترګو د ومره خوږ ولګیده ۰ اخر را ته په یاد شول ۰ چی دا ستا خو کلیوال او همزولی سبزاده دی ۰ چی دیرش کاله پخوا د خپل کلی څخه نادرکه شوی وه ۰ او خلکوبه ویل۰ چی سبزاده به چیرته لیوانو او زمریانوخوړلی وی ۰ او لدی خبرنه وه۰ چی د سبزاده نه خو یو لوی پیر جوړ شوی دی۰ نو زړه نا زړه د پیر خانی لور ته ورغلم ۰ په پیرخانه کښی د خلکو او مراجعینو بیرو بار وه ۰ نو کله چی د سبزاده سترګی په ما ولګیدی ۰ نو زر را پا څیده او کلکه غیږه یی راکړه ۰ اوتر خپلی سینی پوری یی کلک ونیولم ۰ او دومره غزت او احترام یی زما وکړو ۰ لکه زه چی ددی مشر پیراویا استاذ یم ۰ټول مریدان او مراجعین یی حیران پاتی شول ۰ او فکر یی کاوه ۰ چی دا به څوک وی ۰ چی زمونږ پیریی دومره احترام او عزت کوی ۰نو سمدلاسه سوزاده خلکو وویل ۰ چی تاسی سبا ته راشۍ ۰زه نن کار لرم۰ او ټول خلک یی رحصت کړل ۰ اګرچی ما ورته ډیر سوالونه وکړل۰ چی خیر دی۰ ددی خلکو غم وخوره ۰ بیا به کور ته د رسره لاړ شم ۰ نو سبزاده راته وویل ۰ چی تور استاذه ! پدی کار کښی می تقریباً دیرش کاله تیر شول۰ اودا د یوی ورځی کار ندی ۰ پیر خانه یی بنده کړه۰ او زه یی د ځانه سره کورته روان کړم ۰په لار کښی می ورته وویل ۰ حرام چکه ! دا څنګه او څه وخت او د کوم ځای نه سید او پیر جوړ شولی ۰ تا خو الف او ب په سر کښی نه وه ۰ سبزاده راته وویلی ۰چی تور استاذ ۰ اوس غلی شه۰ دا ټوله قیصه به د رته بیګا ته وکړم ۰ چی اوس می شاوخوا ته ټول مریدان دی ۰چی په رازباندی می پوه نشی ۰کورته یی بوتلم ۰ ګورم چی یو ښکلی قصر یی جوړ کړیدی۰ ښځه او بچیان موتری چاکران ونوکران کش او پش یی ښه برابر دی ۰ چی تابه ویلی ۰ چی دا د شاه جهان بادشاه کوراو قصر دی ۰ چی هر رنګه میوو او ګلانو کمی پکښی نه وه ۰ډوډۍ مو وخووړله۰ سبزاده د خپلی ښځی څخه اجازه را واخستله ۰ او خپلی ښځی ته یی وویلی ۰ چی زه نن شپه د خپل ملګری او کلیوال سره پخوانۍ قیصی کوم ۰او د خپل زړه غوټی سپړم۰ یو لوی چیبر شین چای د م کړی د ځانه سره راوړلو ۰ او خپله قیصه راته داسی شروغ کړه- چی زه اوس یی زه تاته د سبزاده د خولی قیصه چی ماته یی پخپله کړی ده ! بیانوم۰نو ما تور استاذ ته وویل ۰ چی بی ادبی دی معاف وی۰چی ما خو اوریدلی وه۰چی سبزاده خو د د نیا یو نیم حرامی او بد فعله او بد کار غل قمارباز چرسی او د د نیا کوم بد عمل نه وه ۰ چی په سوزاده کښی موجود نه وه ۰ داسی انسان څنګه پیر کیدای شی ۰ نو توراستاذ راته وویل ۰یاره ! دا اوسنۍ دنیا خو همداسی خلکو وخوړله ۰ نوش او جان دی شی ۰ نو هغی راته د سوزاده د خولی قیصه په دا رنګی بیا ن او عیان کړه ۰سبزاده د ګل زاده زوی وه ۰خدای تعالی ورته ښه ښایسته صورت او ښایست ورکړی وه۰ او یوه ډ یره غریبه کورنۍ وه ۰ پلار یی د کلی او اولس دمیږو او اوزو شپونکی وه۰او یوه مړی حلاله ډوډۍ به یی پری خپل کورته راوړله۰ په اته کلنۍ کښی یی مور بی چاره دعریبۍ خوارخوراکۍ او نادارۍ او نا غلاجۍ له وجی د تبرکلوز په مرض مړه شوه ۰ او سبزاده یوازی پلار ته یاسیر پاتی شو ۰ پلار به یی همیشه د ځانه سره تور راغه ته اوړلو ۰او ټوله ورځ به تو راغه کښی په ګرمۍ او یخنۍ کښی پری رمه پوله۰د تقدیر لیکنی نه بد لیږی ۰چی څه یی لیکلی هعه څه به د رسیږی۰ یوه ورځ د ورځو څخه وه۰ چی د سبزاده پلار چی زوی هم ورسره وه۰ په تور راغه کښی رمه پوله ۰ډ یر ستړی ستومانه شوی وه ۰مریض هم وه۰ سبزاده ته یی وویل! زویه ! ته لږ شانی بیداره اوسه ۰ او رمی ته پام کوه ۰ چی لیوان یی د رنه ونه وهی ۰ زه خو یوه سترګه خوب کوم ۰ او په یوه کنده کښی یی د یو کمره د سیوری لاندی خپل شکیدلی زوړ څاد رهواراو په د رانده خوب ویده شو ۰سبزاده د رمی څارنه په واړه ځان سره کوله ۰ د دی لپاره چی د کلی او اولس د خلکو ورسپا رل شوی میږی او اوزی لیوان تری ونه وهی ۰ ساعت نیم لا تیرشوی نه وه ۰ چی د خپل پلار اواز یی تر غوږونو شو۰ زویه ژر راشه ۰ چی څه شی وچیچلم – سبزاده د خپل پلار د خوب د ځای نه لږ شانی وړاندی رمه څروله ۰رامنډی یی کړی ۰ ګوری چی د پلار د خولی نه یی ځګونه روان دی۰ او لوی مار تری د خپل غار یا سوړی په طرف روان دی ۰ سبزاده چی خپل پلار په بد حالت کښی ولیدلو ۰ نو خپل همت یی د لاسه ورنکړو ۰ او د پاداوانی قوی ډانګ ته یی لاس کړو ۰ او د مار سرته یی ونیوه ۰ او مار یی پری ټوټه ټوټه او مردار کړو ۰ څرنګه چی سبزاده وړوکی وه۰ او د خپل پلار په شا وړلو توان یی په ځان کښی نه د رلودلو ۰ نود کلی او اولس خلکو ته ناری کړی ۰ چی یا د کلی او اولس خلکو کومک ته راشۍ ۰ خلکو فکر وکړو ۰ چی شاید زمونږ په میږو او رمه باندی لیوان ګډ شوی دی۰ چی سبزاد رانه کومک غواړی ۰ نوهیڅکله سبزاده خو زمونږ څخه کومک غو ښتی نه وه ۰ نو د کلی ملک نایی ته امر وکړو ۰ چی عاجل نغاره وواهه ۰ چی ټول خلک د سبزاده کومک ته او تور راغه ته ورشی ۰ نایی نغاره ووهله ۰ خلک ډلی ډلی تور راغه ته د سبزاده کومک ته ورغلل ۰ سبزاده د اولس خلکو ته وویل ۰ چی تا سو ته می تکلیف د رکړو ۰ ستاسی میږی او اوزی خو صحیح او سلامتی دی ۰ خو زما بی چاره پلار مار چیچلی دی ۰ معلوم نه دی چی ژوندی به وی او که مړ ! د خولی څخه یی ځګونه روان دی ۰ خلک ورغلل۰او شپونکی ګل زاده یی خپل کلی او کور ته راوړلو ۰ د مګړی یی ورته راوړلو۰ اوهم یی د ښپی په زخم یی ورته په اوبو کښی ایشید لی ګرمی شفتلی وتړلی ۰تر څو چی ګل زاده جوړ شی ۰ خو په ګل زاد کښی د ژوند څه پاتی نه وه۰ او بی چاره ګلزاده په حق ورسیده۰۰ نود اولس خلکو ورته چنده جمعه کړه۰او ګلزاده یی ښخ کړو ۰ او سبزاده ورڅخه په لس کلنۍ کښی یتیم او یاسیر شو ۰ تره یی نه د رلود لو ۰ د ماما کورنۍ یی خپله عریب وه ۰ چی د خپل ځان او کور ډوډۍ ته حیران وه ۰ نو د خورایی ساتلو او د یره کولو ته حاضر نشو۰ خلکو هم په سبزاده د رمی پولو اغتبا ر نه کاوه ۰ ځکه چی سبزاده وړوکی هلک وه ۰ نو سبزاده ته کومه بله د غریبۍ لاره پاتی نه وه ۰ ډ یره د خواشینۍ خبره دا چی د سبزاده د ګټی ووټی هیڅوک نه وه ۰ او خدای(ج) دی هیڅوک د سبزاده پشانی یتیم او یا سیر نکړی ۰ چی بیا خو تری د هیچا ترس او حیا نه کیږی۰نو د همدی امله د کلی ځوانو خدای ناترسه هلکانو به سبزاده ډ یرزیات په تکلیف کولو ۰ او غیری مشروغ غوښتنی به یی تری کولی ۰ اخر سبزاده د ځانه فکر وکړو ۰ چی راشه ددی اولس د هلکانو نه خو د رته یو جمغهدار خان ملک ښه دی ۰په ګیډه او لباس خو به دی ښه ساتی ۰ جمغدارهم د یوی بلی قریه خان او ملک وه ۰ پخوانیو ملکانو خو یو یا دوه هلکان ختمی ساتل ۰ چی هلک به یی نه وه ساتلی ۰ هغی ته خو به چا خان صاحب نه ویلو ۰ سبزاده د کلی او اولس د ځوانو هلکانو څخه تنګ شو ۰ او دجمغدار خان په لینګ کښی یی ځان بند کړو ۰خو ملک جمغدار د هر قسم خلکو سره انډ یوالی او دوستی درلودله ۰ لکه چرسیان غله ډاکوان قماربازان ډ مان قاچاقبران او داسی نورهر قسم خلک به ډلی ډلی د ملک د یری خجری ته راتلل ۰ او ملک به ددی ټولو ډ لو نه فایده او ګټه اوچتوله ۰ د اولس خلکو د ملک د ویری څخه یو اخ هم نشو کولی ۰ ځکه چی ملک خود خلکو د سرکوبه کولو لپا ره هر قسم ورانکاری ډ لی ساتلی وی۰ سبزاده د ملک د خا صو خد متګارانو او هلکانو د ډ لی څخه شو ۰ او د ملک میلمانو ته به یی د چراسو چلمونه ډ کول ۰ طبغاً نوموړی کار په سبزاده باندی زیات تاثیر وکړو ۰ سبزاده د چرسو په څښلو کښی د نورو په اول نمبر کښی راعللو ۰ ځکه چی د مه او نه یی څوک نه وه۰ په کرار کرار سره سبزاده پدی ټولو بدوعملونو هم روږدی شو ۰ او د پورته ذکر شوو ډ لو ملګرتیا او لاس نیوی یی هم شروغ کړه ۰ او د سبزاده څخه یو لوی بد غمله بد ماش جوړ شو ۰نورنو داسی وخت را ورسید و ۰ چی ملک مخ په زړیدو او سبزاده مخ په ځوانیدوشو۰ او ښایست یی نور مخ ریژیدو شوه ۰ نو نور په ملک کښی د هلک ساتلو کوم توان پاتی نه وه ۰ نو سبزاده یی د خپلی خجری او دیری څخه رحصت او وشړلو ۰ سبزاده خیران پاتی شو ۰ چی په وطن کښی خو د هیچا سره د سترګو دمخامخ کولو توان په ځان کښی نلري۰ راشه دی پیښورته لاړ شه ۰ ځکه ما د خلکو څخه اوریدلی وه ۰ چی په پیښور کښی ځوړانده ډوډۍ دی۰نوما هم د پیښور په لور پای پیاده د یو نفر سره چی شوکاڼی یی په خرو باندی بار کړی وه۰او لواړګی ته یی وړلو ۰ملګری او روان شوم ۰او د څو ورځو پای پیاده منزل نه وروسته لواړګی ته را ورسید م ۰ او هلته د لواړګی په بازارکښی د یو کبابی سره نوکر شو م۰ پدی ښار کښی د سبزاده سترګی نوری هم خلاصی شوی ۰ د کبابی د دوکان سره نیژدی د یو د مګری او جادوګر د وکان وه ۰ چی خلک به ورته د لری لری ځایو څخه د م او تغویض ته راتلل ۰او ښایسته د لویو دوکاندارانو څخه ددی د مګړی ګټه او مفاد زیات وه ۰ سبزاده څه موده د کبابی په دوکان کښی کار او مزدوری وکړله ۰اوکله ناکله به د د مګړی خواته ورتللو۰ چی د م او چل تری یاد کړی ۰ سبزاده د ځانه سره وویل ۰ چی ټول عمر دی مفته خوړلی ده ۰ او اوس خو دامزوری والله کا ستا دلاسه وشی ۰ راشه دغه اسان کارته لاس واچوه ۰ ځکه دا خلک هسی هم په د م تغویض زیاته عقیده او باور لری۰ د کبابی څخه لاړو ۰اود د مګری سره شاګرد شو لو ۰ او په لږه موده کښی یی د دمګړی څخه د م اود تغویضونوچل ټول یاد کړو ۰ او ددی کار په رمز یی ځان هم پوه کړو ۰ چی د م تغویض ته د افرید و قام خلک زیاته عقیده لری ۰ نو همدی کبله یی د خیبری د ری د ا فیریدو د قام د اوسیدونکو ځای ته یی پناه یوړله ۰هلته یی دم تغویض او د پیریانو بندول شروغ کړل ۰څرنګه چی هری د ری به پخوا ځانته یو پیر درلود لو۰ نو د افریدو د قا م پیر چی هر کال به افریدو هر کورڅخه د هر شی کلنګ اخستلو ۰هغه هم د کونړ ولایت د مزارد د ري د سیدانو او پاچایانو د کورنۍ څخه وه ۰ د مزار د د ری پاچا چی خبر شو ۰ چی دافریدو د ری ته یو نوی پیر راغلی دی۰ نو د ښپو لاندی یی اور شو ۰ او خپل ځان یی افریدو د ری ته ورسولو ۰خو په ډ یر لږ وخت کښی سبزاده د پوره نفوذ او شهرت خاوند شوی وه ۰ نو د مزار پاچا سبزاده ګواښونه وکړل ۰ خو سبزاده په ځان ښه ډاډه وه ۰ چی د مزار پاچا راڅخه میدان ګټلی نشی ۰ ځکه چی زیات افریدی نر او ښځی د سبزاده خواته مایل شوی وه ۰ د وهم داچی د مزار پاچا به په کال کښی یو ځل د خپل کلنګ ټو لولو لپاره افریدو ته ورتللو ۰ او سبزاده پکښی پا خه بستره غوړولی وه ۰ نو د مزار پاچا د افریدو د قام مشرانو ته غرض وکړو ۰ او ورته یی وویل ۰ چی سبزاده اصلی پاچا نه دی۰او د د رواغو پاچا دی ۰ او سبزاده بی له دی نه هم د ملک کاکا په د یره کښی ډیر زیرکه چوست او چالاکه لوی شوی وه۰ او هر رنګی چالاکی او حرامی ګیری یی یاده وه ۰ نو د افریدو سپین ږیرو ته یی وویل ۰ چی په کلونو کلونو د مزار پاچا له تاسو څخه کلنګ او باج اخستی دی ۰او دا خو د مزاراصلی پاچا ندی ۰بلکی ستاسو مال او پیسو ته غل وه او غل دی ۰ ګندی امتحان ته دی را سره وکړی ۰ دا ګز او دا میدان ! خپل زور به وازمایو ۰ او اصلی پیر به معلوم کړو ۰چی څوک دی۰ د افریدود قام مشران حیران شول ۰ چی اوس ددی دوه پیرانو تر منځ څنګه فیصله وکړی۰ چی اصلی او ډیسی پیران معلوم کړی ۰ پس له سوچ او فکره څخه یی داسی تصمیم ونیولو ۰ چی راشۍ هغه کونډه ښځه چی هر وخت پری پیریان راځی ۰ سهارته وختی د لته حاضره کړۍ۰ او چی هر پیر دهغی پیریان بند او ارام کړل ۰نومونږ ټول د افریدو قا م به د هعی پیری منو۰ اوهعه پیر به دلته پاتی شی۰ او دا بدل پیر به د افریدو خلکو ته په ناغه کښی یوپسه حلالوی او د تل
لپاره به ددی دری څخه ځی۰ سبزاده فکر وکړو ۰ چی اوس باید څه کار وکړم ۰ چی په مزار پاچا باندی کامیاب شم ۰ نو د ډ یر سوچ او فکر نه وروسته یی داسی تصمیم ونیوه ۰ چی راشه د دی کونډی ښځی کورته د شپی په تیا ره کۍ کښی ورشه ۰بی لدی څخه هم دا کونډه عریبه او مختاجه ده۰ او یو لس زره کلداری کومک ورسره وکړه ۰ دهعی کاربه هم وشی او ستا به هم ۰اوهم یی پدی یی پوه کا چی په اینده کښی به زه هم د رسره کومکونه کوم ۰چاته حال مه وایه ۰او که د مزار پاچا درباندی هرڅومره د مونه او چوپونه واچول ۰ ته به نورهم په ځان پیریان راولی۰ او چی زما د د م نوبت راغللو ۰چی ما یو څو چوپونه درباندی د رواچول ۰ ځان به ارامه کړی ۰ اوکونډی هم ورسره دا خبره ومنله ۰ او سبزاده په توره شپه بیرته خپل کور ته راغلو ۰ او هیڅوک پری پوه نشول۰ سبا د افرید و سپین ږیری مشران او کشران لوی او واړه د دواړو پیرانو د مقابلی ننداری کښینا ستل ۰ او کونډه یی حاضره کړه ۰ سبزاده لومړی د مزار پاچا ته نوبت وکړو ۰ نو مزار پاچا اول په کونډی پیریان حاضر کړل ۰ مګر چی هرڅومره د مونه او چوپونه یی چی پری واچول۰ کونډه نه ارامه کیدله۰ او کونډی به یو په دوه زور کولو ۰او د خپلی خولی نه به یی ځګونه بادول۰ نو د افریدوملکانو او خانانو د مزار پاچا ته وویل ۰چی بس دی ۰ ستا نوبت نور تیر شو ۰ اوس ته لری شه ۰ چی کونډه دی ډیره په تکلیف کښی کړی ده ۰ او د م دی تاثیرنلری۰نواوس سبزاده ته یی نوبت وکړه۰ سبزاده خو کونډی ته پیسی ورکړی وی ۰ نو د کونډی خواته ور وړاندی شو ۰ او چی په کونډی یو څو چوپونه ور واچول ۰ کونډه ارامه شو ه ۰ نو اصلی د مزار پاچا مقابله بیالوده ۰ او هم یی په ناغه کښی دافریدو مشرانو ته یو پسه حلال کړو ۰ او د تل لپاره تری د افریدو کلنګ او باج سبزاده ته پاتی شو۰ نو هماغه شو۰ چی سبزاده د رښتیانو پیر او پاچا شو۰ د سبزاده شهرت نور هم زیات شولو ۰ ډلی ډلی خلک به ورته راتلل ۰ او دم تغویضونه به ورته کول ۰ اود ښی ډ یری د نیا مال او دولت خاوند شو۰ سبزاده په خپله خوښه واده وکړلو ۰ بچیان یی شو ل ۰ کوریی جوړکړلو۰ اود یوی ښی زند ګۍ خاوند شو ۰ نو ماته یی وویل ۰ چی تور استاذه ! دا د نیا په چل ول خوړل کیږی ۰ او ما هم ورسره داسی چل وکړو ۰ چی اوس د ښځی کور اولادونو موترو د خپلی د یری او حجری خاوند یم ۰
خلکو وګورۍ نن دا شاني پیران دی
په جامه کښی د انسا ن ځناوران دی
تش پیسو ته یی د خلکو چل جوړ کړی
مړښت نلری بی شانه حریصان دی
بی له علمه چی هرڅوک د م اوتغویض کړی
باور مکوۍ په دوی ورونو ټګان دی
چی الله (ج) لره بی شا نه دی محبوبه
ډ یره غوره په نن وخت کښی غالیمان دی
ای(روغواله) دا ناپوه دی الله(ج) پوه کړی
اوسنی پیران د مخي ساحران دی