مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انتقالي عدالت بايد پلی شي

دکتور ځلمی « حقبين »

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له څو اونيو راپه دېخوا هره ورځ د ورځپاڼو اووېبپاڼو په مخونو کې د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين د واکمنيو پېر د پنځو زرو  زندانيانو شکمن نوملړ ښکته او پورته کيږي. ځينې وايي چې د هغوی وژونکي بايد ژر تر ژره محاکمه شي ترڅو عدالت تأمين او نور کسان له دغې کار څخه عبرت واخلي. خوپه بل شمېرکسانوکې بيا خپله وينه دومره زياته په حقه اوناحقه وجوشيږي چې پر خپل هېواد برسېره په بهرنيو  هېوادونو کې هم پرخپلو هم اندوغږکوي چې دپارلمانونو مخې ته     مظاهرې جوړې کړي.
تر ټولو بده خبره خو دا ده چې دغه مظاهره چيان هم دې ته اړتيا نه لري چې تر خلکيانو وروسته د نورو رژيمونو جنايتکاران دې د عدالت په منګلو کې وويني.که چېرې يو څوک ددې کار غوښتنه هم ترې وکړي په لنډو ټکو کې ځواب ورکوي چې :
« دنورو رژيمونو پرضد اسناد نه لرو.کله چې اسناد لاسته راشي دهغوی پرضد به هم په خپل وخت کې داډول کار تر سره کړو».

دوی د خپل استدلال د پخولو لپاره داسې څرګندوي چې د خلکيانو رژيم په هکله د هالنډ غوندې يوه دموکرات هېواد ديوه څارنوال پلټنواو د يوې مړې شوي نوي کالنې زړې جرمنۍ ښځې په کور کې ميندل شويو اسنادو ثابته کړي ده چې د دوی کشف بيخي واقعيت لري . مګر دا هېروي چې هالنډ هم د نورو اروپايي هېوادونو په شان د ناتو تړون غړی او د متحدوايالتونو په مشرۍ د نورو لويديزو هېوادونو سره بشپړه شريکه پاليسي لري .
 دا افسانه رښتيا هم  په مهارت سره جوړه شوي ده ، ځکه چې د رښتيا پلټونکي به په کوم توان  سره وکړای شي چې په جرمني کې مړه شوی نوي کلنه ښځه له مړستون څخه ژوندۍ راوباسي ترڅو اعتراف وکړي چې په رښتيا سره نوموړي اسناد په دي پورې اړه لري اورښتيني دي .

 د کاشفينو کوچنۍ تېروتنه په دې کې ده چې د مړې شوي زړې ښځې له خوا يې نوموړي اسناد په استراليا او يا د نړۍ په بل لېرې هېواد کې کوم بل چا ته هم استولي وای او هغه هم بيا په يوه ناڅاپي ترافيکي پېښه کې له منځه تللی وای. په دې صورت کې به بيا شيطان هم نه وای توانيدلی چې په دغه فلمي ننداره کې د رښتيا څرک ولګوي.

دمظاهره چيانو دې ډول چلند ته «په توتوپسې دخلکو استول» وايي چې په لويديزو هېوادونو کې ډېر رواج لري.معمولاَ دا ډول چلند دولتي بوروکراتان کوي، خو مظاهره چيان چې دا کار کوي دا نو بيا ددي مانا لري چې هغوی هرومرو د هېواد د اوسنۍ واکمنۍ اويا د هغوی د بهرنيو حاميانو په اشاره نڅيږي.
د دې کشف په لړکې د دوکتور حميد سيماب څخه په مظاهره کې د مهم لوبغاړي په توګه ګټه پورته شوي ده . زه د دوکتور حميد سيماب په نوم يو څوک پېژنم چې په ۱۳۶۲ لمريز لېږديز کال کې کله چې زه د څرخي پله زندان د لومړي بلاک په يوه کوټه کولپۍ کې بندي وم ، نوموړی ماته مخامخ کوټه کولپۍ کې اوسيده . دده په وينا د طب پوهنځی محصل او د ماويستانو سره داړيکو په تور يې بندي کړی و .

حميد سيماب په رښتيا چې ډېر حليم او مهربان سړی و. سيماب صاحب ويل چې پلار يې يو وخت په اتريش، لبنان او داسې نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارت د غړي په توګه دنده ترسره کړي ده .دی هم په کوچنيتوب کې هلته ورسره اوسيده. ښايي همدا سبب به وي چې په فرانسوي ژبه سم پوهيده خو جرمني ژبه يې هم تر يوې اندازې په ياد وه . سيماب صاحب په خپله کوټه کولپۍ کې زمونږ يو شمېر ملګرو سره د فرانسوي ژبې په زده کړه کې مرسته کوله .
ددوی سره له پېژندګلوۍ څخه يو کال دمخه ما په ډېرو ستونزو له استاذ پرته د خپل ځان سره يو څه جرمني ژبه زده کړي وه خو په سم تلفظ کې مې شک  درلود چې ډېر يې ځورولم .د نړيوالو ژبو سره د ډېرې مينې له کبله مې په زندان کې د بهرنۍ ژبې  سره بلد سړی ډېرغنيمت وګاڼه .نو ځکه مې د نورو ملګرو سره په ګډه له سيماب صاحب څخه د فرانسوي ژبې زده کړه پيل کړه. د فرانسوي ژبې د ګرامرلومړی کتاب مې له دوی څخه ولوست .
 له نېکه او يا بده مرغه په دې وخت کې يې زمونږ کوټه کولپۍ ته د روستار تره کي په نوم د کابل پوهنتون استاذ چې په فرانسه کې يې تحصيل کړی و راوست. د فرانسوي ژبې د ګرامردوهم ټوک مې له روستارتره کي څخه ولوست . برسېره پر دې په فرانسوي ژبه کې د تلفظ ستونزې مې هم د دوی په مرسته حل کړې.

که چېرې ښاغلی دوکتورحميد سيماب په رښتيا هماغه سړی وي، بيا نو زه اوس د دوی په شغله ييتوب کې شک لرم ، ښايي د پرچميانو په ډله کې په کارمليانو پورې به يې اړه لرله . دا چې دوی اوس کټ مټ د کارمليانو غوندې له خلکيانو څخه کرکه لري او له ډاکتر نجيب الله څخه هم د يوه پښتون په توګه ناوړه يادونه کوي نو زما سره داسې فکر راپيدا کوي چې ښايي کارمليانو به زمونږ منځته دستوري رالېږلی وي. د شغله يانو جريان ته د ځان منسوبونه به يې ښايي د دې لپاره کړي وي چې مونږد زړه له کومې باور ورباندې وکړو. او زمونږ سره د نېږدې تماس په پايله کې به نوموړي شورويانو او کارمليانو ته داسې ثبوت وړاندې کړي چې خلکيان د شورويانواو کارمليانوپر ضد د ماويستانو سره اړيکې لري .

په دې وروستيو کې د حميد سيماب ليکنې او د دوی سره مرکې زما شک نور هم ورباندې پخوي .د نوموړي دا ډول غرضي استدلال چې د کارمليانود جنايتونوپه اړه ټول اسناد ډاکتر نجيب الله سوزولي دي هېڅ مفهوم هم نه لري . ځکه ښاغلی سيماب دې ته پام نه کوي چې چا چې په مهارت سره د « واد» ( وزارت اطلاعات دولتی ) وزير ارواښاد غلام فاروق يعقوبي وژلی او د جمهور رييس ډاکتر نجيب الله بهر ته د وتلو مخنيوی کولی شو اړتيا نه درلودله   چې ډاکتر نجيب الله دې د دوی جنايتونه په نيمګړي توګه پټ کړي . دا ډول استدلال مونږ باوري کوي چې د راوروسته ټولو رژيمونو استازي چې د اوسني رژيم په شرکت کې پخه ونډه لري ، اوس به د نړيوالو انډيوالانو په مرسته په اسانۍ سره  خپل جنايتونه پټ کړای شي .  
 
که چېرې دا خبره واقعيت ولري ،بيا نو د انتقالي عدالت غوښتنه د پرديپالي رژيم تشه دموکراتيکه غوغا ده . دهمدې موخې لپاره اوسنی رژيم هم کټ مټ د کارمليانو په شان له همدا اوس څخه د خلکي رژيم د زندانيانو دشکمن پنځه زره کسيز نوملړپه فاتحې سره خپل او د خپلو انډيوالانو ټول جنايتونه پټوي .
    
    ټول افغانان پوهيږي  چې له خلکيانو څخه وروسته په يادشويو  رژيمونو کې د انسانانو په ککريو کې د مېخونو ټک وهنه، د مړو ناڅاوې،د اوبو څاګانو ته د ژونديو انسانانو ورغورځونه، له زندانيانوڅخه پر ډکو کانتينرونو باندې د ماشينګڼو او راکټونو ډزې، پر ودونو، دخلکو په غونډواو مرکو باندې د الوتکو بمبارۍ، د جګړې د بنديانو سره غير انساني چلند، په خپل سرد کورونوتلاشۍ، په سپيانو باندې د ښځو او کوچنيانو داړونه، په يوه کال کې د سلګونو ښځو ځان سوزونې او ځان وژنې او د هغو سره ناوړه چلندونه، پر کوچنيانواو ښځو باندې جنسي تېري، دشخصي او دولتي ځمکو غصب، له بانکونو او ګمرکونو څخه د ملياردونو افغانيو غلا، د تورو پيسو سپينونه او په غير قانوني توګه دخپلې خوښې کسانو ته د غټو او کوچنيوقراردادونو ورکونه، د دولتي مؤسسواو تصديوديوالي کونه اوپه ټاکلو کسانو باندې په ارزانه بيه دهغو خرڅونه، د اپينو او مخدره توکو د کاروبار زياتونه  او د هغې لپاره د نړيوالې مافيا منځته راوستنه او داسې نورهغه مستند اسناد دي چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولای؛ ځکه دا ټول د افغانانو په غمجنو زړونو کې په سرو وينو ليکل شوي دي.
 ددې سره سره دغه ښاغلي مظاهره چيان  دومره ډېر په قهر دي چې غواړي  د خلکيانو رژيم هغه کسان هم دعدالت محکمې ته راوکاږي چې دجنايت په  ترسره کولوباندې تورن هم نه وي. ددې لپاره د دوی مهم ذهني دليل دادی چې هغوی ولې د جنايتونو د ارتکاب په مهال خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.
دې ډول استدلال ته سفسطه ويل کيږي.ځکه که چېرې هغې ته  دوام ورکړل شي،نو په ټولو رژيمونو کې بېوسه کسانو همدا حال درلود. په دې صورت کې به  ټول بېواکه او بې وسه افغانان تورن او اصلي جنايتکار به په کې ورک شي. دغه محترم روڼ اندي په کستي توګه دوه رنګی قضاوت کوي او دا له پامه غورځوي چې په دې سره دملي مسئلوپه اړه د دوی پر صداقت باندې د خلکو  باورته ستر تاوان اړوي. څرګنده ده چې دغسې معلوم الحاله مظاهره چيانو ته له خپل ځان څخه پرته بل هېڅوک هم د رښتينو او بې پلوه روڼ اندو خطاب نه کوي.

خو په دې لړ کې څو ورځې لا تېرې نه وي چې د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين د مهال په هغه پنځه زره کسيزنوملړ کې د ډېرو کسانو هويت هم مبهم راووځي او څوک يې نه پېژني . د استاذ سياف غوندې ځينې کسان خو ان تر اوسه په کې داسې  فعال ژوندي  دي چې د دولت په لوړومقامونو  کې ورځنۍ چارې سرته رسوي اواوس يې د ټاکلي مذهبي تنظيم په استازيتوب د هېواد اولسمشرۍ ته هم خپل ځان نوماند کړی دی. 

ژوند د هر افغان طبيعي حق دی ،هېڅوک هم په بې قانونۍ او بې عدالتۍ سره د هغې د اخيستلو حق نه لري . پنځه زره کسان خو بيخي ډېردي، ان ديوه بې ګناه افغان وژونکی او ربړوونکی هم بايد بې سزا پاتې نه شي.خو پوښتنه داده چې ولې پنځه دېرش کاله وروسته اوسني رژيم ته د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين د واکمنيو مهال د زندانيانو شکمن نوملړ ورپه ياد شو ؟
که چېرې دغه ښاغلي غواړي په رښتيا سره ظالمانو او جنايتکارانو ته د هغوی د اعمالو وړ سزا ورکړای شي نو بيا ډېره ښه ده چې هېواد او خپلو خلکوته د متعهدو هېوادوالو په څېر لږترلږه له پنځه دېرشو کالونو را په دېخوا د ټولورژيمونوکړه وړه په بشپړې بې پلوۍ سره وڅيړي.له تبليغاتي بڼې پرته دې د هرې ډلې او تنظيم خپل حقيقي نوم او کړه وړه ورپه ګوته کړي.اوس خو هر پردی پالی او ملي ضد رژيم له خپل واک څخه د ناوړه ګټې اخيستوپه مرسته د خپل رژيم د مخالفينو  په وړاندې په حقه او ناحقه تورونه لګوي. په  خپله محکمه کې يې د خپلې خوښې سره سم محاکمه کوي .    

ايا د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين له شل مياشتنۍ واکمنۍ څخه په راوروسته رژيمونو کې هېڅوک هم بندي شوي يا وژل شوي نه دي؟
که چېرې له چا څخه هېر وي،  بيا نو ښه ده چې  په ګډه رڼا ورباندې واچوو :

د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين له شل مياشتنۍ واکمنۍ څخه وروسته د افغانستان په پاکه خاوره باندې د شورويانو د وسله وال تېري او د مخ توري لاسپوڅي ببرک کارمل او ډاکتر نجيب الله د واکمنيو په دوولس کلنه موده کې په سلګونو زره افغانان زندانونو ته واستول شول.که چېرې څوک غواړي هويت يې وپېژني نو د هغوی مفصل نوملړ د امنيتي ادارو په ارشيف کې شته. زه هم د هغه مهال د زندانيانو له ډلې څخه يم .
هغه وخت  يانې په افغانستان باندې د شورويانو له يرغل څخه وروسته موده کې داسې مياشت نه وه چې په سلګونو زندانيان به په کې نه اعدام کيدل. په هغه دوولس کلنه موده کې د شورويانو او کارمليانو له وېرې يواځې ايران او پاکستان ته په ترتيب سره درې او شپږ مليونه افغانان وتيښول. د هېواد د ويجاړۍ کچه او په جګړو کې د وژل شويو او معيوب شويو افغانانوشمېر خو ټولو ته څرګند دی چې تر دوو مليونو کسانو هم ډېر دی. د نورمحمد تره کي او حفيظ الله د واکمنيو پر مهال د لويديزو رسنيو دپروپاګندو له مخې يواځې پنځه دېرش زره مرورکډوال په پاکستان کې مېشت وو.ايا دغه ټولې پورته ياد شوي شمېرې د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين د واکمنيو مهال د زندانيانوله پنځه زره کسيزشکمن نوملړڅخه لږې دي؟

اوس نو که چېرې په افغانانو باندې د زړه سواندي ښودلو لپاره ډېره اړتيا وه نو بيا بايده وو چې ترهرڅه د مخه د شورويانو د تېري او د هېواد پلو رونکو کارمليانو د لاسپوڅي واکمنۍ پر مهال د مليونونو افغانانود وژلواو له خپل ټاټوبي څخه د هغوی د شړلو په هکله سرترسري ماتم اعلان شوی وای. خو داسې ونه شول اونه کيږي !

ددې لپاره چې هغه وخت شورويان خپله بېرحمي او افغان وژنه د خلکو له ذهنونوڅخه هېره کړي نو له خپلې ماتي او د کارمليانو له ناکامۍ څخه وروسته يې په پلان شوي توګه د فاسد شويو مجاهدينو غوبل ته لمن ووهله . ددغه غوبل په لړکې يانې د مجددي صاحب اوپه خاصه توګه  د استاذ برهان الدين رباني د واکمنيو پر مهال يواځې د کابل په ښار کې تر پنځه شپېتو زرو زيات افغانان ووژل شول. په همدغه ښار کې يې د هېواد  په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د «مړو نڅا» رواج کړه ، د انسانانو په ککريو کې يې مېخونه ټک وهل،د ښځو سينې يې پرې او په عام محضر کې يې اولاد زېږيدنه نندارې ته وړاندې کړه .
ايا دغه ټول په مؤثقواسنادو کې نه راځي؟
خو اوسني واکمنان او د دوی بهرني انډيوالان پر دغو ټولو جنايتونو باندې پټه خوله پاتې دي  !
 داسې بريښي چې اوسنی پرديپالی رژيم د شريکو ګټو لپاره د ټولوبهرنيانو سره په ګډه يوه خوله شوی دی !  
 هو، شورويان خپلې موخې ته ورسيدل، ځکه د  فاسد شويو مجاهدينو سترو جنايتونو د شورويانو درواغ ، بشر ته د هغوی دوه مخی احترام اود افغانانو پرضد ترسره کړي  جنايتونه سپين ( تبرئه) کړل.

پرځای پوښتنه راولاړيږي چې ولې اوسني پرديپالي رژيم ته د  شورويانواو کارمليانو له خوا د مليونونو افغانانو د وژلو، بنديانولو او له هېواد څخه  د هغوی د شړلو او د فاسد شويو مجاهدينوله خوا ترسلګونو زرو هم ډېرو وژنو،او بې ساريو بشري ضد جنايتونو د سرته رسولو  په پرتله د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين د واکمنيو پېرد پنځه زره زندانيانوشکمن نوملړ مهم دی؟

د ټولو افغانانو په ياد دي چې د فاسد شويو مجاهدينود سترو جنايتونوپه غبرګون کې د هغوی له منځه د طالبانو په نوم پر هېواد ، خپلوخلکو او اسلام مين مجاهدين راولاړ شول.هغوی د تاريخي جنايتکارانو رژيم نسکوراو د دولت واګي په لاس کې واخيستل. خو د خلکيانو په شان په دولتي چارو کې د نابلدۍ له امله دوی ته هم هغو چا ناسمه سلا ورکړه چې دپاکې اسلامي عقيدې په باور يې په خپلو ليکو کې منلي اوله خپل ځان څخه يې هم پر هغوی ډېر باور درلود . ددغو قصدي ناسمو سلاوواو د بهرنيواستخباراتي شبکودفشاراو ټينګار په پايله کې دوی داسې اسلامي رژيم ايجاد کړچې په سيمه کې خولا پرېږده  ان  په  خپله سعودي کې يې هم ساری نه درلود.

 دا بشپړ واقعيت دی چې طالبانو په هېواد کې امنيت راوست ، په لږه موده کې بريالي شول چې د ټاکلو تدبيرونوپه پلي کولو سره د اپينو توليد او کاروبار په ټپه دريدلو ته نېږدې کړي . خو د دوی په منځ کې د اسلام تر پردې لاندې د پرديو استخباراتي شبکو شتون اود فاسد شويو مجاهدينود ناوړه کړو وړوپه پايله کې د هغوی رژيم بدنام او د بهرنيو استخباراتي شبکواو القاعدې د نفوذ له امله يې داسې اسلامي اصول جاري وساتل  چې د پېړيو پېړيو مسلمان افغانان  يې خپلې مقدسې عقيدې ته هک پک اريان پاتې کړل .
پر خپل ځان له کچې زيات باور او د خپلوپرنسيپونود غيرواقعي پلي کونې له امله دوی هم هغه تېروتنه تکرار کړه چې له دوی څخه مخکې خلکيانو کړي وه . پام وکړئ چې دلته زمونږ په هېواد کې د افغانانو په لاس د سم او ملي رژيم د جوړولو پر ځای د ډېر ناوړه رژيم په راوستلو کې بيا هم د بهرنيانو او دهغوی  استخباراتي شبکوپټ لاس درلود .
دغو لاملونودوی له اولس څخه  تجريد اود بهرنيانو له لارې د خپل  رژيم نسکورولو، د هېواد تباهۍ او بلواکۍ ته داسې زمينه مساعده کړه چې دخاورې بشپړتيا يې د خطر سره مخامخ کړه .
د يادولو وړ ده  چې د خلکيانو او طالبانو په کړووړو کې ډېر ټکي سره  ورته وو ، دساري په توګه:
الف – دواړه ډلې په لومړي ځل د خپلونيمګړو تجربو سره د عام اولس له منځه د واکمنۍ ډګر ته راوتلي وې ؛ 
ب - دواړو ډلو پرخپلو ارمانونو باندې کلک  او صادقانه باور درلود؛
ج – دواړو ډلو د هېواد د سمسورتيا او سالمې ودې سره مينه لرله؛
د-  دواړو ډلو په دولتي اوسياسي چارو کې د لږې تجربې سره سره د بهرنيانوله اعمالي اقتصادي مرستې پرته يواځې پرخپلومټو تکيه لرله ؛
ه – دواړه ډلې د هغو چا په غرضي سلاوو وغوليدلې چې له خپلو ځانونو څخه يې زيات باور پرې درلود؛
و – په طبيعي توګه د دواړو ډلو ډېری غړي پښتانه اوغير ښاري هېوادوال وو؛
ز-  دواړو ډلوپرخپل ځان او وچ صداقت  باندې د زيات باور له امله  يواځې پر خپلو سازمانونو تکيه کوله او له همفکره دوستانو څخه يې د خيالي او بې الايشه مرستې هيله لرله؛
ل- ټولوکورنيووطن پلورونکو ډلوټپلو او بهرنيو ارتجاعي او جاسوسي شبکود دواړو ډلو  پرضدلاسونه سره يو کړي وو؛
م – دواړو ډلو د خپلو اصولو دپلي کولو په لاره کې د خلکو د ملي او مذهبي دودونو ترڅنګ د بهرنيانو په لمسون د کورنۍ ارتجاع دسيسې او توطئې له نظره غورځولي وې؛
ن – دواړه ډلې دسمسوراوپياوړي افغانستان د جوړولو په لاره کې د هغو مکارو دښمنانو په لاس نسکورې شوې چې د دا ډول افغانستان سره يې ژور مخالفت درلود.

پورته  ځانګړوخصوصياتو، د« القاعده » سره د تړاو ناحقه تور، د متحدو ايالتونود کروز توغنديواود B-52 الوتکو بمباريو د طالبانو رژيم  ړنګولو او اوسني پرديپالي رژيم راتللو ته زمينه برابره کړه .
هغه وخت د ډېرو شيانو پوهيدنه دومره اسانه نه وه ، خو اوس څرګنده شوه چې د افغانستان دهغه وخت کړکېچن حالات د نړيوالوزبرځواکونو د ژور پلان له مخې منځته راغلي وو .

د نيويارک د لوړ پوړيزو ټاپوګانو الوزونه د هغه پلان يوه برخه وه چې  افغانستان ته د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو هېوادونو  د راتللو لپاره يې په اسانۍ سره زمينه مساعدوله .
د امريکا متحدوايالتونو د القاعده شبکې او بن لادن په دستور د خپلولوړپوړيزو ودانيو  الوزونه د طالبانو رژيم ته د اسنادو له وړاندې کولو څخه پرته پلمه کړه او نوموړی رژيم  يې په بېرحمۍ سره راوپرځاوه.    
امريکایانو هم د شورويانو په شان په افغانستان کې ددې لپاره د ټوپک سالارانو او زورواکانو ګډوډي جوړه کړه چې د سولې، دموکراسۍ، ازادۍ ،ودانۍ، سوکالۍ او قانونيت د خالي غوړ شعار ترپردې  لاندې زرباوري او ارمانجن افغانان په اسانۍ سره وغولوي . دوی په زرګونو طالب جنګيالي او بېګناه افغانان د کروز توغنديو او۵۲ ـ B  الوتکو د بمباريو ترچترلاندې د جنګسالارانواو وحشي ملېشو په لاسونو ووژل . متحدو ايالتونو د القاعدې سازمان له خوا د خپلو درو زرو امريکایانو د وژلو په بدل کې د افغانستان بېګناه اولسونه او په خاصه توګه پښتانه بېرحمه بمباري کړل. د سپين ږيرو او قومي مشرانو د موټرو کاروانونه يې بمبار او د ودونو خوشالۍ  يې په غم ولړلې . 
د دموکراسۍ د تش غولوونکي شعار په ورکولو سره يې په هېواد کې رښتيني ګډوډي او انارشي رامنځته کړه .

د امريکا متحدو ايالتونود بن په غونډه کې دخپلې خوښې سره سم د يو څوتنو تکنوکراتانو په ګډون د جنګسالارانو او قومي متعصبينو ناولي مافيايي اداره جوړه کړه .
په لومړي سر کې متحدو ايالتونو زمونږپه هېواد کې خپل شتون دملګرو ملتونو د امنيت پر شورا باندې تأييد او ومانه . بيا  يې د افغان روڼ اندو د غولولو لپاره د دموکراسۍ جالب  شعار راپورته کړ.زرباوره روڼ اندي ډېر ژر دهغه تر اغېز لاندې راغلل. په پای کې يې د يو شمېرجاه طلبو کسانو په مشرۍ ترسلو زيات داسې سياسي  او  ټولنيزسازمانونه  او بې اغېزې ګوندونه ايجاد کړل چې د روڼ اندو په خپل منځي بوختيا  او دهغوی په سره پاشلو کې يې مهم رول ولوباوه .
لږه کيو قومونو ته  د خپل حقه حق د ورکړې او د دموکراسۍ ترغولوونکي غرضي شعار لاندې يې د هېواد قومونه د يو او بل پر ضد بېځايه راولمسول .
د هېواد کيڼ لاسي  ګوندونه او خوځښتونه يې د کمونستانو او ملحدينو په نوم تررټلواو بد نامولو وروسته له سياسي ډګرڅخه  وايستل ، خو دهغوی په منځ کې يې هم ترټولو زيات فاسد شوی او په پيسو مين کسان د تېرې طبقاتي مخينې پر بنسټ د خپلو موخود پلي کولو لپاره ولټول او بيا يې د فاسد شويو مجاهدينو سره يو ځای کړل. ددغو چپيانو له خوا د دوی دغوښتنو ترمنلو وروسته هغوی نه کمونستان شول ، نه ملحدين او نه کيڼ لاسي .
دې کار په خپله وښودله چې پر چپو او ملي ګوندونو باندې د کمونست اوملحد نوم يواځې دهغوی د بدنامولو او له اولس څخه د هغوی د ګوښه کولو په موخه ايښودل شوی و.
تر هغې وروسته متحدو ايالتونو له لويديزو هېوادونو څخه هم يو شمېرپه پيسو مين او فاسد عناصر خپلو ژورو موخو ته د رسيدو لپاره په ډاډمنه توګه د جنګسالارانو  ، فاسد شويو کيڼ لاسو او قومي متعصبينو سره يو ځای د واک پر ګد ۍ کېنول. 
 
کله چې له خپلو لاسته راوړنو څخه تر يوې اندازې ډاډ من شول ، بيا يې د پيسو او برچې په زورله فساد او درغليو څخه ډک انتخابات په لاره واچول . زورواکانو او جنګسالارانو ته يې د فيوډالېزم پېر په شان  د دولتي او شخصي ځمکواو ملکيتونو د چور، تالان اوغصب زمينه برابره کړه.د پيسواو رنګارنګ هيله منديو په مرسته يې د روحانيونو او با نفوذه کسانو په راټولولو پيل وکړ. د پانګه والۍ نظام د جوړولو په موخه سړي تښتونې ، لوټمارۍ او سړي وژنې پيل شوې .د وسلو او مخدره موادو له لارې لاسته راغلي تورې پيسې د امريکايانواو نورو لويديزوالو په زور او مرسته سپينې شوې . په دغو پيسو  سره په ارزانه  بيه دولتي ځمکې او دولتي ملکيتونه وپېرل شول. پر غصب شویو ځمکو باندې شخصي ښارګوټي ودان او د پلورل شويو نمرو پيسې بهرنيو بانکونو ته ولېږدول شوې.
 دبهرنيانو د خوښې سره سم کار کوونکو  او لاسپوڅوغوږ نيوونکو ته  د مليونونو ډالرو قراردادونه ورکړل شول. په پای کې په ټول هېواد کې د فساد او لوټمارۍ لپاره په پلاني توګه پراخه لمن ووهل شوه . د پيسو او بډايۍ سره مينه په بې ساري توګه وهڅول شوه. د پيسو سره زياتې مينې په ټولنه کې ډېر کسان بې لارې او اخلاق يې ورکمزوري کړل . هغه اسلامی او انساني نېک ارزښتونه چې دپېړيړ پېړيړ په اوږدو کې د خلکوتر منځ رواج شوي وو دپيسو سره د خورا زياتې مينې له امله دومره ژور په اوبوکې لاهو شول چې دهغو له امله د پلرونو او اولادونو، خويندو او وروڼو، خپلوانو او دوستانو ترمنځ مينه نه يواځې په غبن او منافقت بدله شوه بلکې په همېشنۍ دښمنۍ واوښته.

په ټولو ادارو کې په پلان شوي توګه د رشوت او فساد لپاره داسې زمينه برابره شوه چې له امله يې زمونږ هېواد په نړۍ کې د فساد له مخې لومړی مقام وګاټه . لنډه دا چې د ځمکې دپاسه او د ځمکې لاندې شتمنيو د لوټ لپاره داسې زمينه منځته راغله چې دهېواد په ټول تاريخ کې يې  ساری نه و ليدل شوی .

اوس د اولسونو د غولولولپاره د فساد او د ځمکو د غاصبينو پرضد په تشوخبرو کې دوه مخي اوغولوونکي مبارزه روانه ده . تش په نوم د فساد ضد رنګارنګ  بې واکه ادارې جوړيږي .له اولسمشره تر عادي افغانه او د نړيوالې ټولنې تر بشرپالو پورې ټول يواځې نارې وهي چې په هېواد کې فساد دی ، خو هېڅوک د دغې فساد مخنيوی نه کوي . تش په نوم دولت شته خوقوانين يې څوک نه مني .

 د اولسمشراو دهغه د مرستيالانو  کورنيو د هېواد په شتمنيو خېټه اچولي ده . وزيران او واليان  چې پخوا يې هېڅ نه لرل اوس په مليونونو اوميلياردونو ډالر لري مګر بيا هم د عامو خلکو د غولولو لپاره په درواغو نارې وهي چې د فساد او مفسدينو مخه بايد ونيول شي، خو هېڅوک جرائت نه لري له هغوی څخه وپوښتي چې تاسو خپله دا دومره شتمنۍ له کومه کړې؟ هېڅوک نه شته چې د هغوی د فساد مخه ونيسي ، دا ددې مانا لري چې دلته يو څوک شته چې خلک بډای کولی شي ، واک ورکولی شي او هرڅه چې وغواړي د هر ډول ډار څخه پرته هغه کولی شي . خو ان اولسمشر، د هغه مرستيالان اودحکومت  غړي خپل ځانونه بېوسه بولي. نوبيا دا څوک دی چې د دومره ستر فساد لپاره يې دومره پراخه زمينه مساعده کړي ده او هېڅ افغان دهغه مخه نه شي نيولی؟
کله چې مدير د خپلو مامورانو،رئيس د خپلو مديرانو ، وزير دخپلو رئيسانو او اولسمشر د خپلو مرستيالانو، وزيرانو او واليانو د فساد مخه نه شی نيولی نو بيا طبيعي ده چې اولسمشر هم د يو چا له خوا هماغسې د خپل غرض لپاره خپلې خوښې ته ازاد پرېښودل شوی دی . مګر  له اولسمشر څخه لوړ مقام په افغانانوکې نه شته ، بيا نو له شک پرته د متحدو ايالتونو په مشرۍ لويديز هېوادونه دي چې زمونږ په هېواد کې د هرڅه واک په لاس کې لري . يانې :

د متحدو ايالتونو په مشرۍ لويديز هېوادونه هغه څوک دي چې زمونږ په هېواد کې ددومره سترفساد لپاره په پوره ډاډ سره زمينه برابروي .
 
که چېرې په رښتيا هم د زندانيانو دشمېر او د افغانانو د بشري حقونو مسأله نړيوالو او دهغوی اوسنيو لاسپوڅوته ډېره مهمه وي ، نو بيا ولې د لويدیزوالو په شتون کې د دوی او دهغوی د افغان لاسپوڅو له خوا  د هېواد زندانونه له ښځو او ناريناوو څخه ډک دي؟

 د رژيم دخپلو راپورونو له مخې په خپله واکمنۍ کې يې ترڅلورولکو ډېر افغانان په مختلفو ډولونو سره وژل شوي دي .
ايا د دوی له خوا بندي شوي او وژل شوی کسان کورنۍ او خپلوان نه لري چې پر هغو باندې وير او ماتم وکړي؟. ايا  ددوی له خوا دغه څلور لکه وژل شوي او په زرګونو بندي شوي افغانان د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين د پنځه زره زندانيانو له شکمن نوملړ څخه لږ دي؟
ايا پرمړو بولې اوپر هغوی ملنډې جنايت نه دی؟
ايا په دغه لاس پوڅي رژيم کې چې په خپله د بهرنيانو له خوا په مهارت سره رامنځته شوی دی د مليونونو جريبو دولتي ځمکو غصب جنايت نه دی؟
ايا په دولتي ادارو کې رشوت ، بوروکراسي،له ګمرکونو او بانکونو څخه د ميلياردونو افغانيو غلا جنايت نه دی؟

په داسې حال کې چې په هېواد کې د بشري حقونو او د ښځوحقونو د دفاع لپاره رنګارنګ مؤسسې جوړې شوي دي مګر بيا هم په یوه کال کې په سلاوو ښځې ځانونه سوزوي،ځانونه وژني، د هغوی پرناموس باندې جنسي تېري کيږي ،پزې، شونډې او غوږونه يې په بې رحمۍ سره غوڅيږي. ايا دغه ناخوالې اود دغو ټولوناخوالو نه مخنيوی په خپله جنايت نه دی؟
ايا د افغانانو له صداقت او زرباورۍ څخه ناوړه ګټه اخيستنه په خپله سترجنايت نه دی؟
ايا په بل هېواد کې په خپل سر د موازي حکومت تأسيس او د شخصي زندانونو جوړونه په خپله نړيوال جنايت نه دی؟
لنډه دا چې ايا دغه ټول جنايتونه ژوندي اسناد نه دي؟

راځئ چې اوس د دې سره د نورمحمد تره کي او حفيظالله امين د واکمنيوپېر چې اوس د هغه مهال د پنځو زرو بنديانو شکمن نوملړ دومره ستره غوغا جوړه کړي ده پرتله کړو:
- د ثور تر وسله وال پاڅون  وروسته په ټول هېواد کې اولسونو نوي واکمني په طبيعي خوښيو او ملي اتڼونو سره لمانځله؛
- هغه وخت د هېواد حکومتونه د اوس په خلاف د قومونو سهامي شرکت نه، بلکې د اشخاصود استعداد،پوهې او مسلکي مهارت له مخې ټاکل شوي وو؛
- لکه څنګه چې ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده د دغو واکمنيو له لومړۍ ورځې څخه کورنۍ ارتجاع د هغه پر وړاندې ناوړه  توطيې پيل کړې ؛
- همدغو اوسنيوبشردوستو لويديزو هېوادونو  ډېر ژرله مختلفو لاروڅخه د کورنۍ ارتجاع سره مرستو ته راودانګل؛
- دولتي واکمنۍ د اولسونو د ډاډ لپاره د ځمکود اصلاحاتوپه برخه کې د مجبورۍ له مخې له وخت څخه دمخه بيړني ګامونه اوچت کړل چې د ځينوسرسري  تېروتنو له امله کورنۍ او بهرنۍ ارتجاع ناوړه ګټه ترې واخيسته؛
- د نجونو او هلکانو ترمنځ د نېکمرغه ودونو په هيله د شريعت د احکامو سره سم  د مهر فرمان صادر شو؛
- د نورمحمد تره کی او حفيظالله امين د واکمنيو پر مهال خو هېچا هم جرأت نه شو کولی چې ښځينه جنس ته تر اوسنۍ کچې پورې بې احترامي وکړي او په سپک نظر ورته وګوري . د اوس پرخلاف هغه وخت په ټولنه کې د ښځې مقام او د ښځو حقونو ته په درنه سترګه کتل کيدل؛

- د قومونو ترمنځ دبرابرۍ لپاره دلږه کيو ژبو د ودې او رواجولو پروګرامونه پيل شول؛
- د لومړي ځل لپاره په رښتيني توګه د ښځو او ناريناوو لپاره د ليک او لوست منظم کورسونه جوړ شول. خو دهغو پر وړاندې د ارتجاع ناوړه غبرګونونه اود دښمنانو رنګارنګ ضد پروپاکندې هم ټولو هېوادوالو ته څرګندې دي ؛ 
- رشوت او فساد په دولتي ادارو کې  بيخي ورک شو؛
- ټولې ستونزمنې او د خطرنه ډکې چارې د اوس پرخلاف متعهدو او ويښو ځلميانو په خپله غاړه واخيستې؛
- بهرنيوهېوادونوته د زده کړوبورسونه داوس پرخلاف دقوم، ژبې او سيمې په نظرکې نيولو پرته مستحقوکسانو ته د اړتياوو له مخې وېشل کيدل؛
- د دولت له مشره تر کوچني مامور پورې هېچا هم له ملي شتمنيو څخه د ځان او د خپلې کورنۍ د بډايولو لپاره ګټه نه پورته کوله. د هرچا تقرر خپل هېواد او خپلو خلکو ته د رښتيني وفادارۍ له مخې تر سره کيده ؛
- د اوس پر خلاف اولسمشر ، د کابينې غړواو لوړ رتبه چارواکو شخصي بانکي حسابونه  نه لرل؛
- د هغه وخت هېڅ لوړپوړي چارواکي د اوس په شان دولتي ځمکې او پردي ملکيتونه  نه دي غصب کړی؛
- د دغو دوو رژيمونو ستره نيمګړتيا دا وه چې د خورا لږې سياسي او اداري تجربې له مخې يې په خپل ځواک سره د کورنيو او بهرنيو غليمانو دسيسې او توطيې په خپل وخت شنډې نه شوې کړای اود متخلفوهېوادوالو په نيولو او بنديانولو کې يې د دښمن دسيسو ته نه یواځې ژور پام ونه کړ بلکې د هغه  تبليغاتو ته  يې د خپلې بې پروايۍ له مخې زمينه مساعده کړه.


په داسې حال کې چې ببرک کارمل او انډيوالان يې د شورويانو په ټانکونو سپاره کابل ته راننوتل خوبيا هم کارمليانو د خپلې دوولس کالنې لاسپوڅي واکمنۍ ترپايه په ډېرې سپين سترګۍ سره کټ مټ د لويديزوالوهمدغه اوسنۍ نغمې غږولې .
همداسې بايد وي هم، ځکه چې د کارمليانواو ستميانوهغه کرغېړنې څېرې چې يو وخت يې په کمونستي ډبرو سره خپلې سينې ډبولې په اوسني رژيم کې ترځای پرځای کيدو وروسته لويديزوالوته دزياتې وفادارۍ له کبله هغه کړه وړه په اخلاص ورلېږدوي چې يو وخت يې د خپل لاسپوڅي رژيم د پايښت لپاره  ګټه ترې پورته کړي وه .

رښتيني کمونستان خو د بې ګناه خلکو د وژلو پر ځای د هغوی دهوسا ژوند او بشپړې نېکمرغۍ لپاره مبارزه کوي؛ خلک نه لوټوي او له خلکو غلاوې نه کوي ؛عدالت غواړي، پر چا ظلم نه کوي او د بل چا حق نه خوري؛ خو اوس دغه فاسد شوي چپيان د لويديزوالو په سلا د جنګسالارانو، زورواکانو، قاچاقبرانو،لوټمارانو ، سړي وژونکو ،سړي تښتوونکو، رشوتخورو ، مفسدينواو افغان دښمنو ملي ضد عناصرو سره په يوه کتار کې ولاړ دي.
له دې څخه څرګنديږي چې دوی له لومړي سر څخه همداسې وطني ضد ماهيت درلود.نو پر داسې کسانو باندې د کمونست نوم ايښودنې يواځې او يواځې درښتينو ملي او صادقو هېواد پالو د بدنامولواو رټلو مانا لرله .

د دې لپاره چې له يوې خوا د اولس غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي او له بلې خوا د بل ځل لپاره بې ساری وحشت او بربريت هېواد ته لاره پيدا نه کړي بايد انتقالي عدالت په رښتيني توګه پلی شي . خو پرديپالي اوعقدې لرونکي رژيمونه دا کار نه شي تر سره کولی. امريکايان  هم ځکه دا کار نه شي کولی چې دوی په خپله يو شمېر نړيوالو تړونونو ته ژمن نه دي اوهغه  تړون نه مني چې «هر هېواد بايد نړيوالې محکمې ته د خپلو جنايتکارانوپه ورپېژندلواوتسليمولو کې مرسته وکړي ».
برسېره پر دې د متحدو ايالتونو چارواکي وايي چې هرڅوک چې ددوی ملي ګټې ګواښي ، دوی يې تروريست ګڼي. ددغه ځانګړي استدلال له مخې هر جنايتکار، فاسد او خاين افغان چې د متحدو ايالتونو ملي ګټې خوندي کړي د متحدو ايالتونو دوست دی . خو د دې پرخلاف ټول هېوادپال او رښتيني مسلمان افغانان په تروريست، جنايتکاراو نورو ناوړه نومونو سره ياديدلی شي.
ښايي همدا علت به وي چې نن ټول جنايتکاران ، جنګسالاران او فاسد کسان د بهرنيانو پر مټ افغانانو باندې خپل واک چلوي.

اوس خو هر رژيم غواړي خپل مخالفين په خپله خوښه محکمه کړي. چې دا کار د عدالت پر ځای بې عدالتي زيږوي .
د انتقالي عدالت د پلي کولو سمه لاره داده چې لومړی زمونږ په هېواد کې دهمېشنۍ سولې او سياسي ټېکاو څخه وروسته له شخصي عقدو پاک بې پلوه ملي حکومت منځته راشي او بيا دغه بې پلوه حکومت اورښتينی پارلمان په هاګ کې د نړيوالې محکمې سره په ګډه د دغې مسئلې ټول اړخونه په بې پلوۍ سره وڅيړي .
 دانتقالي عدالت په پلي کولو باندې د نړيوالو سره ترسلا وروسته  دې له پنځه دېرشو کلونو څخه را په دېخوا د ټولو افغان رژيمونو تورن کسان په نړيواله محکمه کې د عدالت منګولو ته وسپارل شي .

اوس ډېری افغانان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د متحدو ايالتونو له دوولس کلنوکړووړو څخه څرګنديږي چې هغوی زمونږ هېواد ته تر راتلو دمخه په کلکه پتييلي وه چې په دې هېواد کې به د خپلو پښو د ټينګولو په موخه پښتانه د خپلو پراخو پلانونو له مخې په کلکه ځپي.
 ددې لپاره اړتيا وه چې د دموکراسۍ د غولوونکي شعار ترپردې لاندې د شورويانو په تقليد لږه کي قومونه د پښتنو پرضد  راولمسوي. په دغه موده کې يې د پښتو ژبې وده په سپين سترګۍ سره ډب ، په رسمي کارونو کې دملي ژبې په څېرله چال چلند څخه بې برخې او يوې محلي ژبې ته يې اهميت راښکته کړای شو. په پښتني سيمو کې د تروريزم پر ضد د جګړو تر نوم لاندې مېشت پښتانه له ليک او لوست، د خپل رښتيني مشر او استازي له غوره کولو څخه په رنګارنګ پلموسره  محروم او بيا د دې لپاره د تروريست، طالب، وروسته پاتي ، قبيله سالار او بې فرهنګ نوم ورباندې کېښودل شو چې هېڅ پښتون ددغو ناوړه نومونو له وېرې له خپلو حقونو څخه د دفاع جرأت ونه لري .
متحدو ايالتونود مصنوعي لويو جرګو تر دايرولو وروسته د خپلې خوښې سره سم په افغانستان کې لنډ مهالی،منځ مهالی او موقتي حکومتونه منځته راوستل .
د هېواد حکومت يې د وړتيا له مخې نه بلکې د قومي وېش پر بنسټ د لږه کيو پښتون دښمنه ډلو، متعصبينو، جاه طلبوتکنوکراتانواو جنګسالارانو څخه جوړ او رواج کړ.
په پښتني سيمو کې د جګړو او نا اراميو تر نوم لاندې يې اولسي جرګې ته په قصدي توګه د هغوی د ورتللو مخه ډب کړه . د ولايتونو او اولسواليو چارې يې هغو کسانو ته په لاس ورکړې چې د لويديزوالو د خوښې سره سم يې کارونه پرمخ وړل. قضا او څارنوالي يې هم د دوی دخوښې کسانو ته ورکړې.ان د اولسواليو په شورا ګانو کې د ګډون لپاره يې هم هغه پخواني متنفذين او ملکان چې د مرګ پرغاړه ولاړ وو د امتيازونو په ورکولو سره له نظره ونه غورځول.
امريکايانو په دې وروستني کار سره غوښتل ثابته کړي چې افغانان او په خاصه توګه پښتانه وروسته پاتې، بې فرهنګه او قبيله سالار دي . نو ځکه يې د فيوډالي او قبيلوي نظام نورمونه ورباندې تطبيق کړل .
لويديزوالو د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره د خپلې خوښې رنګارنګ غوږ نيوونکي مدني ټولنې او سياسي سازمانونه ايجاد کړل .
په ټوله دوولس کلنه موده کې يې خپل ډاډمن او غوږنيوونکي کسان د يولړ غولوونکو زرګري جنګونو په لړ کې د دولت په سر کې وساتل . 
دې کار په خپله د رښتيني دموکرات نړيوال زبرځواک په څېر د متحدو ايالتونو نړيوال حيثيت ته ډېر تاوان واړاوه.

دا واقعيت دی چې په افغانستان کې د دوولس کلن شتون په لړکې متحدو ايالتونو د افغانستان لپاره داسې دولتي نظام جوړ کړچې يواځې خپلې ملي ګټې په کې سمې خوندي کړای شي.
خو دا هم واقعيت دی چې افغانان يې ترډېره بريده د اولسواکۍ د اصولو سره بلد کړل.مليونونو نجونواو هلکانو ته په ښوونځيو کې د زده کړې زمينه برابره شوه . د فارغانو راتلونکو ستونزو ته په بې پامۍ سره يې له اړتيا څخه زيات شمېر پوهنتونونه جوړ کړل.
 اوس د هېواد پراخې سيمې د ژورو څاګانو د کيندلو په برکت پاکې او صحي اوبه لري .د هېواد په اولسواليو کې يو شمېرصحي کلينيکونه جوړشوي دي . د هېواد ډېرې اولسوالۍ هم پاخه او قيرشوي سړکونه لري. دهېواد نېږدې ټولې لويې لارې زمونږ او د نړيوالود حياتي اړتياوو د پوره کولو په موخه پخې شوي دي .
خو دا ټول هغه څه نه دي چې متحدو ايالتونو يې د طالبانو رژيم تر ړنګولو وروسته غوړې وعدې ورکړي وې .
 دوی په هغه وخت کې ويل چې د تروريزم او القاعدې جرړې به له افغانستان څخه وباسي. په افغانستان کې به د قانوني دولت په ايجاد سره رښتيني دموکراسي راولي.د اپينو او مخدره توکو پرضد به  ټينګه مبارزه کوي. د ويجاړوونکو جګړو په مخنيوي سره به افغانستان ته سوله راولي. د بنسټيزو پروژو په پيل کولو سره به ددغه هېواد په بيا ودانولو کې پراخه ونډه اخلي .تر هرڅه دمخه به د خپل هېواد څخه ددفاع په موخه دافغانستان وسله وال پوځونه په خپلو پښو دروي.
خو ددې پرخلاف دوی په  ټوله نړۍ کې د القاعده شبکه خپره ، دافغانانو ترمنځ ويجاړوونکي جګړه اوږده ،په نوم خو بېواکه او لاسپوڅی حکومت يې ايجاد، د دموکراسۍ او اولسواکۍ پرځای يې ګډوډي ، د مخدره توکو پرضد د مبارزې  پرځای يې هغې ته څو واره وده او د افغان وسله وال پوځ د سمبالولو پرځای يې د افغانستان ټول پوځي تجهيزات ـ درنې وسلې، توپونه، ټانکونه، ترانسپورتي او جنګي چورلکې، ښکاري او بمبارد جېټ الوتکې ويجاړې اود وسپنو په کباړ کې وپلورلې . 
افغانستان دداسې اجير اردو خاوند شو  چې په لوړو معاشونو برسېره د هغوی د اعاشې او اباتې ټول مصارف يې لويديزوالو ته د افغانانو د همېشنۍ اړتيا په موخه امريکايانو پر غاړه واخيستل.
د وطنپرستۍ روحيه په اجيرو کسانو کې دومره کمزوري شوه چې د پيسو سره د زياتې مينې له کبله اوس هغوی يواځې د بهرنيانو پر وړاندې د مسئوليت احساس کوي .
د هېواد ټولې چارې د بهرنيانو لاسونو ته ولويدلې . د افغانستان مالي او اقتصادي حالات دومره زيات کړکېچن شول چې د ملکي مامورينو د لوړومعاشونو د ورکولو توان هم د افغانانو سره نه شته. په پای کې ټول هېواد دداسې بې روحه بدن غوندې د امريکايانو او نورو لويديزوالو پر اوږو بار شو چې اوس يې د خپل ځان د خوځولو واک هم له لاسه ورکړی دی. 
دولتي تصدۍ او کارخانې په کستی توګه ديوالي او پر اشخاصو وپلورل شوې،د اوبو بندونو،کانالونو، برېښنا سټېشنونو او د شاړوځمکوودانونه  د نا څرګندو لاملونوله مخې په ټپه ودريدله . دولتي ځمکې د ابادولو پرځای د زورواکانو له خوا چور شوې .  افغانستان په کستي توګه د نېږدې او لېرې هېوادونو څخه دخوراکي اوصنعتي توکو د وارداتواوخرڅلاو په لوی مارکېټ بدل شو.

د ظاهري زرګري جګړې سره سره ايران ته د تصويري او غږيزو رسنيوله لارې د پراخ کلتوري يرغل زمينه برابره شوه.

د القاعدې او تروريزم سره د مبارزې د ادعا سره سره پاکستان د القاعده د روزنې ،پالنې او ملاتړپه داسې مرکز بدل شو چې د تروريزم سره د مبارزې ترنوم لاندې د لويديزوهېوادونو سره د مرستې په پلمه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان پر ضد د طالبانو په لباس کې ناولي جګړه مخته وړي . 

کله چې د متحدو ايالتونو په مشرۍ لويديزوالو د افغانانو لاسونه او پښې د اولسمشر حامد کرزي د ادعاوو پرخلاف وروتړل ، د نظامي اډو او امنيتي تړونونو مسئله يې د افغانانو د بوختيا لپاره د پروپاګندو ډګر ته راوړاندې کړه .
اوس لويديزوال په ډاګه وايي چې که چېرې امنیتی تړون لاسليک نه کړئ نود ايران او پاکستان د پراخو لاسوهنو له امله به مو خپل هېواد د تجزيې سره مخامخ شي. کله چې دغه ګواښ هم د دوی د خوښې سره سمه نتيجه ورنه کړي بيا نو بل غير ديپلوماتيک ګواښ کوي چې د امنیتی تړون د نه لاسليک کولو له امله به مو په هېواد کې د مختلفو قومونو ترمنځ د شخړو له امله پراخه ګډوډي رامنځته شي . يا به مو هېواد د وېتنام او کوريا په شان په شمالي او جنوبي افغانستان ووېشل شي .

پخوا به کمزورو هېوادونو د نورو د ګواښ د مخنيوي لپاره په خپله غوښتل د غښتليو دولتونو سره د دوستۍ اوملګرتيا تړونونه لاسليک کړي . داسې بريښي چې اوس زورور او زبرځواک هېوادونه يو اړخيزه دوستي پر کمزوروهېوادونو باندې د ګواښ له لارې تحميلوي.
له دې څخه څرګنديږي چې لويديزوال هم په افغانستان کې د نوي يمو کلونو د پېښو په شان  کټ مټ  د شورويانو په پلو روان دي. 
  
کله چې لويديز هېوادونه غواړي د افغان دولت سره له مرستوڅخه ډډه وکړي ،نو ترټولوستره پلمه يې داوي چې « افغان حکومت په نړۍ کې دفاسدو حکومتونو له ډلې څخه دی او مونږ نه غواړو چې زمونږ پيسې د داسې حکومت لاس ته ورشي » . مګر هېڅوک دا جرأت نه لري ورته ووايي چې تاسو خو په خپله خپلو موخو ته د رسيدلولپاره  ترټولو فاسد کسان د دغه حکومت د چلولو لپاره لټولي دي .  
 
د امريکايانو داډول ګواښونه په ډاګه کوي چې هغوی افغانستان ته ددغه غم ځپلي او ويجاړ شوي هېواد د ودانولو او د خلکو د سوکالۍ لپاره نه بلکې يواځې د خپلو اقتصادي او نظامي ستراتېژيکوموخو د لاسته راوړلو لپاره راغلي دي . اوس ډېری افغانان په دې باور دي چې امريکايان د خپلو ظاهري مرستو اويا سلنه په مختلفو لارو سره بېرته خپل هېواد ته لېږدوي. هغه څه چې په افغانستان کې يې لګوي د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې ډېر لږ اغېز لري .

امريکايانو په افغانستان کې د خپلو نظامي او سياسي فعاليتونو په ترځ کې خورا زياتې تېروتنې وکړې.چې له امله يې د امريکایانو په وړاندې د عامو خلکو او روڼ اندو ذهنيت د پخوا په پرتله يوسل او اتیا درجې بدل کړ.تر هرڅه دمخه افغانانو له امريکایانو څخه هیله درلودله چې د وږیو او بدنيتو ګاونډيانودهرډول ګواښونو په وړاندې به د دوست هېواد په څېرڅنګ په څنګ ورسره ودريږي ، د دوی په شتون کې به يې د خاورې بشپړتيا تضمين او د ملي حاکميت خاوندان به يې کړي،په هېواد کې به يې د پراخې دموکراسۍ او قانوني حکومت په جوړولوسره سوله ټينګه شي .

خو دا کارونه ترسره نه شول. برسېره پر دې  امريکا يي چارواکو په ډېرې بې پروايۍ سره اعلان کړه چې د ډيورنډ کرغېړنه کرښه په رسميت پېژني.
 هرهېواد خپله بهرنۍ پاليسي د خپلوملي ګټو په اساس جوړوي .
د ډیورند کرغېړنه کرښه د افغانانو هغه ستره ملي مسئله ده چې هېڅ وخت هېڅ افغان ترې نه شي تېريدلی . 

اوس ډېری افغان روڼ اندي وايي چې : کله چې امريکايان د ډيورنډ کرښې په منلو سره افغانانو ته سپکاوی کوي، نو بيا د امريکايانو سره د تش په نوم دوستۍ تړون زمونږ لپاره مفهوم نه لري .

يوشمېرروڼ اندي دامريکايانو وروستني ګواښونه داسې تعبيروي چې:
۱ – امريکایان يواځې د خپلوملي ګټو د خوندي کولو لپاره په وچ زور دې سيمې ته راغلي دي ، په هېڅ صورت کې به له افغانستان څخه ونه وځي.همدا سبب دی چې د خپلې زبرځواکۍ پرمټ د افغانانو سره د  نيواکګرو په څېر چلند کوي . دغه روڼ اندي وايي چې که چېرې د افغانستان حکومت د امريکايانو هېڅ شرط هم ونه مني ، امريکايان به په افغانستان کې د خپلو پوځونو د پاتې کيدو لپاره حتماّ يوه پلمه جوړه کړي .
په کابل کې د امريکا پخوانی سفير  رونالد  اي  نويمن
( Ronald E. Neumann ) په ډاګه وايي چې که چېرې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک هم نه شي ، امريکايان په افغانستان کې پاتې کيدای شي . ځکه چې کابل د واشنګټن سره د
“ Status  of  forces  Agreement “ تړون لاسليک کړی دی. ترڅو چې له دوی څخه يو هېواد له دغې تړون څخه نه وي وتلی، امريکايي ځواکونه دپورته يادشوی تړون پر بنسټ په افغانستان کې فعاليت کولی شي . او دا هم زياتوي چې د ناتو تړون هم د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې په افغانستان کې فعاليت کوي . هغوی هم بايد د ۲۰۱۴ ميلادي کال د دسمبر څخه وروسته  پخواني تړونونه نوي کړي .
دا په خپله د افغان روڼ اندو پورتنۍ خبره په بشپړه توګه تأييدوي .

ډېری افغان روڼ اندي په ډاګه وايي چې که چېرې امريکايانو ته هېڅ بله پلمه پيدا هم نه شي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا خوهمېشه اړ ايستلای شي چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د پاتې کيدو په اړه پرېکړه وکړي.  

۲ – بل شمېر روڼ اندي وايي چې ښايي امريکايان دې پايلې ته رسيدلي وي چې په افغانستان کې د نظامي لارې څخه بری په لاس نه ورځي، نو ځکه په اولسمشر حامد کرزي باندې د نه منلو وړ غير ديپلوماتيکو شرطونو فشار راوړي . او وايي چې که چېرې زمونږ دغه  شرطونه ونه منل شي نو سملاسي به ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسو .
روڼ اندي وايي چې دا کار په خپله ثابتوي چې هغوی غواړي اوس مهال له دې هېواد څخه په ابرومندانه توګه ووځي . هغوی په دې کار سره د ځان لپاره د خټو پزه جوړوي . که چېرې داسې وشي، يانې که چېرې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي نوبيا به نړيوالو ته په لوړغږ ووايي چې مونږ خو د خپلو وعدو سره سم غوښتل د افغانانو سره مرسته وکړو خو دمونږ ټينګار سره سره افغانان په خپله نه غواړي چې مرسته ورسره وشي . 
 دغه ډله روڼ اندي وايي چې په دې صورت کې ښايي دوی د زياتې بدنام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery