مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

راتلونکې ټولټاکنې او د ولس مسؤلیت!

جاوید ستانکزی


د راتلونکو ټولټاکنو په هکله هره ورځ تازه لیکنې خپریږي چې ډیر ښه په زړه پوري او ګټور معلومات په کې موجود وی. د نورو افغانانو په څیر زه هم دغه راز مطالب په خورا شوق سره لولم. دا یو روڼ حقیقت دی چی راتلونکۍ ټولټاکنې زمونږ د ولس او د هیواد لپاره خورا مهمې دي او هر افغان باید په ټاکنو کې  برخه واخلي او خپله رایه وکاروي او په دي ډول خپله ملی ، دینی او اخلاقی دنده ترسره کړي. ټاکنې د ولسواکې لپاره حیاتي ارزښت لري او ولسواکې یواځي په شعار نه بلکه ولس باید خپل نمایندګان او راتلونکی ولسمشر د خپلو رایو له لاري وټاکي. کچیرې په افغانستان کی ولسواکې غواړو باید ټولټاکنې ترسره شي او دغه جمهوري نظام وده وکړي.
 زمونږ ډیري وطنوال له ټاکنو سره یا آشنایي نلري او یا په ټاکنو باور نلري او یا د خپلې رایي له توان څخه ناخبره دي. همدا علت ؤ چې په تیرو ټاکنو کې لږ شمیر وطنوالو برخه واخسته خو آیا د رایي نه ورکول د حل لار ده؟ ځواب منفی دی، کچیری ولس خپله رایه ونه کاروي بیا د بدلون امید هم باید ونلري؟ په ټوله نړی کی د ولس رایې د ملتونو سرنوشت ټاکي او د ټاکنو په نتیجه کې په نوموړو هیوادونو کي سیاسي بدلون راځي چې د ولس د ارادی ممثل وی.
په تیرو ټاکنو کې چې په افغانستان کی ترسره شوی ځیني وطنوالو په خاص ډول پښتنوپه کښی پوره او سرتاسری ونډه نه درلوده. دا په دی معنی نه ده چی ګواکی پښتانه په رایو باور نلری او یا د ولسواکۍ په اهمیت نه پوهیږي، پښتنو د تاریخ په اوږدو کې خپل مشران همیشه د جرګو او رایو له لاری ټاکلي. اساسي علت چی پښتنو رایه ونه کاروله په پښتنې سیمو کې د امنیت نه ټینګښت ؤ. دولتي ادارې باید په دې برخه کی رښتینې  و اوسی او باید له قومي مشرانو او مخورو سره تماسونه ټینګ کړې ترڅو په پښتني ولایاتو کی ټاکنې ترسره شي.
په ټاکنو کې برخه نه اخستل او یا له ټاکنو څخه انکاري کیدل کامیابي یا بری نه بلکه سیاسي ماته ده چې له دې څخه سیاسي حریفان ګټه پورته کوي او د کرزي صاحب د حکومت دواړه دورې ددې خبرۍ ښکاره ثبوت دی. دا یو حقیقت دی چې په تیرو ټاکنو کې د پښتنو په پرتله هزاره، ازبکو او تاجکو ډیره ونډه درلوده او ددی خبري یو ثبوت د هیواد پارلماني ټاکنې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې دی چې پښتنو رایه ورنکړای شوه او هغه چوکۍ چې باید د دوی مشرانو ګټلې وای د مربوطه ولایاتو اقلیتونو وګټلې. زه تعصب نلرم او افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور ګنم او د ټولو ګډ کور دی خو کچیری یو قوم رایه ورنکړی هغه بیا د ګیلۍ حق هم نلری. هغه که اکثریت هم وی په اقلیت بدلیږي ځکه چې خپل هغه حق چې خدای تعالی او د هیواد اساسي قانون ورکړي د خپل ځان لپاره نه کاروي. باید په یاد ولرو چې قومونه یواځی په چیغو او سورو خپل تقدیر نشي بدلوی بلکه ددي لپاره عملي ګامونه اوچتول په کار دي. کچیرې ولس رایه ورنکړی بیا خپل د خوښی نمایندګان نشي ټاکلی او د خپل ولس لپاره هغه کارونه چې باید سرته ورسیږي نشي ترسره کولای. خپل وطن او ولس ته د خدمت یواځینی لار په نظام کی ګډون دی او هغه د ټاکنو له لاری د خپلو کاندیدانو د بریالي کولو لاری امکان لري. په نظام کې نه ګډون پښتانه بی برخی کوي او دا د مخالفینو اجندا ده چې باید مخنیوی یی وشی.
زما ددی لیکنی هدف یواځی دادی چی په راتونکو ټاکنو کی زمونږ ټول ولس او په خاصه توګه پښتون ولس ونډه واخلئ او د خپلۍ خوښۍ او اهل کاندید ته رایه ورکړئ او که نه بیا به د شکایت حق نلرئ.
نه پوهیږم چی طالبان ولې د ټاکنو مخالف دي او یواځې پښتون قوم نه پریږدي چې رایه ورکړي هغه هم د پردیو په لمسون ولو که هغه ایران او یا پاکستان دی. زه د کوم سیاسي ګوند ملاتړ نه کوم خو باید ښه ته ښه او بد ته بد وویل شي. طالبانو او اسلامي حزب د پښتون قوم لپاره ډیر څه کړي او کوي یي، د هغوی د کورونو د ویجاړولو لپاره یی زمینه برابره کړي، د هغوی د اولادو پر مخ یی د ښونځیو درواځی وتړلی، او هغه با استعداده ځوانان چی په عام المنفعه پروژو کی یی د انجینر، ډاکتر، معلم یا کاریګر په صفت کار کوي، وژنی، او د روغتونو او د سړکونو د جوړیدو مخه یی ونیوله او ددوی د غیر مسؤلانه کړنو له وجې په پښتني سیمو کی خصوصي سکتور هیڅ راز پانګونه نه کړی او نه یی کوي. کچیری زیر شو نو په پښتنی ولایاتو کی د پرمختګ ډیر لږ کارونه شوی او ددی کار کریډت دغو دواړو خواؤ ته ورکول کیږی. راتلونکي نسلونه یی د بی سوادی ځانګو ته وغورځول او دا هم ددوي برکت ؤ چې پښتون ولس په تیرو ټاکنو کې له خپل ولایتونو څخه نه ولایتي شورا او نه هم ولسي جرګې ته خپل کاندیدان کامیاب کړای شول او د نا امنیو له وجې د دوی عام المنفعه پروژی چی  باید په پښتنی سیمو کی پلی شوی وای نورو ولایتونو ته انتقال شوي. ددوی د دغو کړنو له امله زمونږ پښتون ولس نه جبرانیدونکې ضربې ولیدې چې ضرر به یی راتلونکي نسلونه وینی او هغه وخت به اوبه له وړخه تیري وي ځکه چې زمونږ نسل به بی سواده وی، تعلیمي ادارې به مو ویجاړې وی، نه به روغتون وی او نه سړک . طالبان د پردیو په خوله زمونږ ښونځي تړي او هغه پردي بیا د خپلو ولسونو لپاره هوسایي او ترقی غواړي. زمونږ حلالو ته حرام او خپلو حرامو ته حلال وایی. د ګاونډیو ملایان په خپل ملک کی ناامنی د قانون او شریعت خلاف او په افغانستان کې یې روا بولي. هرڅه که کوي خو د خدای په خاطر له پښتون ولس  نه لاس واخلي، کچیری خدمت ورته نشي کولای حد اقل د ژوند حق خو ورڅخه مه اخلي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery