مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د برښنا شرکت دوه مخې پالیسي:

لیکوال: سیدنظیم سعیدي
تیره ورځ مې په افغان ځواک د صمد خان غر یو لیکنه ولیده چې په هغې کې یې د برښنا شرکت له کړنو سرټکولې وه او یادونه يي کړې وه چې په احمدشاه بابا مینه کې له ډیره وخت راهیسې ددوې میترونه نه دي لوستل شوي او بیلونه يي هم نه دي راغلي او بله داچې برښنا يي هم کله وي او  کله نه د خان صیب لیکنه مې چې ترپایه ولوسته ډیرو موضوعاتو ته یې اشاره کړې وه او د خپلې سیمې د خلکو ستونزو يې له برښنا شرکت سره شریکې کړې وی نو زه يې هم و هڅولم  څو په کوم ځای کې چې د کلونو کلونو راهیسې په کرايي کور کې اوسیږم د خپلو مظلومو ، کونډو او رنډو هیوادوالو غږ ورسره شریک کړم هیله ده چې مسوولین ورته تریوه بریده پام وکړي.
هغه دا چې د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د استوګنې بلاکونه جوړ شوي دي چې یو شمیر بلاکونه يي د کابل ښاروالۍ او ځینې نور يي د بیلابیلو ادارو پورې تړلي دي چې دهغې جملې ځینې د هوايي ډګر بلاکونه هم دي چې ډیری خلک ورته ( هوايي بلاکونه وايي) چې د خلکو دغه خبره تر ډیره ریښتیا ده ځکه چې اوس دغه بلاکونه په هوا پاتي دي او خلک هم فکر کوي چې په هوا کې به څه ډول بلاکونه وي په هر صورت که په لنډو ټکو کې ووایم دغه بلاکونه د مرحوم داکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د هغو پیلوټانو او کارکونکو ته ورکړل شوي وه چې یا يي په هوايي ځواکونو کې دنده ترسره کوله او همدارنګه یو شمیر نور يي دهوايي ځواکونو د د شهیدو پیلوټانو کونډو ته جوړ کړي وه او ویشلي وه خواوس مهال په ډیر بد حالت کې کې قرار لري نه يي د کانالیزسیون او نه هم په د ژوند کولو لپاره سیستم شته او اوسیدونکي يي له ډیرو سترنزو سره لاس او ګرایوان دي. په دې برخه يې زه ډیرڅه نه وایم چې دا هوايي بلاکونه ولې اوس په هوا پاتي دي چې د دفاع وزارت وايي چې هر سړې پوه شه او خپل يي کار او کابل ښاروالۍ هم د وزارت په شان انې بانې کوي. او دا بلاکونه اوس همداسې بې برخلیکه پاتي دي. په دې موضوع بیا دخیره بله لیکنه کړم خو اوس راځم اصلي ټکي ته چې د برښنا شرکت پورې تړلې خبره ده اوهغه هم داده چې ددغو ټولو بلاکونو لپاره چې شمیرې شاوخوا ۲۰ ته رسیږي د څښاک اوبو لپاره یو واټرپمپ شتون لري چې پخوا جوړشوې او تراوسه هم کار کوي. خو به خواشینې سره باید ووایم چې د یاد واټرپمپ برښنا یا برق د برښنا شرکت لخوا ورکړل شوې چې پخوا به يي د برښنا لګښت د ملي دفاع وزرات لخوا ورکړل کیده او اوس یې د دوه کلونو راهیسې د برښنا لګښت ددغې سیمې اوسیدونکي ورکوي داچې ټول خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دومره پیسو دورکړې وس به یا لري او یا نه؟ خو د برښنا سوداګریز شرکت په داسې حال کې په دغه واټر پمپ برښنا پرې کړې چې هره ورځ په رسنیو کې نارې سورې وهي چې وزارت خونې خپل د برښنا لګښت نه ورکوي خو یو وزارت او د یوه  زورواکې کور مې هم ونه لیده چې د برښنا شرکت پرې برښنا پرې کړی وي ځکه چې هغوې زور او زر لري او ددغې سیمې خلک خو هیڅ هم نه لري خو خدای ج خو لري د برښنا شرکت مسوولینو لږ د خدای ج له قهره ویریږی او په دغو مظلومو خلکو ظلم مه کوې ددغې بلاکونو اوسیدونکې د دوه میاشتو راهیسې اوبه نه لري او تاسې پوهیږې چې په بلاک کې له اوبو پرته ژوند کول څومره ستونزمن کاردی زه له تاسې سره دا منم چې د برښنا لګښت به نه وي ورکړل شوی او د قانون خلاف کړنه ده خو یوځل خو خپل هیواد او خپلو خلکو ته هم وګورئ خدای خو سترګې درکړي په هغو زورواکو چې مو زور نه رسیږي حتې په رسنیو کې يي نوم هم نه شې اخیستې هغه وزارتونه چې د کلونو کلونو راهیسې د خپل وزارت د برښنا لګښت یې نه دې ورکړی په هغوې ولې برښنا نه شې پرې کولای او  که یواځې مو په دغه مظلومو وګړو وس رسیږي لږ له خدایه وډار شئ او په دغو مظلومو خلکو د ظلم څخه لاس واخلې او ددغې سیمې داوسیدونکو شته ستونزه چې د څښاک اوبو د واټرپمپ برښنا ده او قطع لین اجراشوې ژر تر ژره حل کړئ که نه کیدای شي دغه خلک د برښنا شرکت پروړاندې په لاریون لاس پورې کړي بیا به يي مسوولیت د برښنا شرکت د مسوولینو په غاړه وي او که د برښنا شرکت هر کارکونکي زما لیکنه ولوستله هیله ده چې دغه زما لیکنه د برښنا شرکت عمومي رییس ته هم ورسوي څو ددغې سیمې د خلکو دغه شته ستونزه حل شي. 
په درنښت 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery