مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زه او د ولسمشرۍ نوماندان:

 

لیکوال: پرویز همدرد

زه درسنیو په برخه کې کار کوم حیران یم چې چاته رایه ورکم
 خوپه دې عقیده یم چې باید رایه ورکم ځکه چې رايه ورکول زمونږ قانوني حق دی
 څو ورځې مخکی مې د طلوع نیوز څخه د څو تنو نوماندانو مناظره ولیده په هغوی کې مې د خپلی خوښې نوماند وټاکه خو ملګرو سره مې د هغه په اړه خبرې وکړی ملګرو مې راباندی ملنډې ووهلی راته یی وویل چې دی په خپل وزارت کې څه وکړل چې اوس یی جمهوري ریاست ته ځان نوماند کړی .


دوه شپې مخکې مې د دعوت تلویزیون څخه د استاد سیاف خبرې واوریدې ښه په ایات او حدیثو خبرې کولې د ژبې فصاحت او بلاغت یی درلود ، د استاد سیاف په هکله مې هم د ځینو کسانو څخه واوریدل چې باید نه مې وي اوریدلی .


تیره شپه مې د یو(یک) تلویزیون څخه د دریو تنو نوماندانو مناظره ولیده خو په هغوې کې مې د داکټر اشرف غنی ځوابونه خوښ شول ، خو ملګرو مې راته وویل چې دا تر اوسه چیرته و چی اوس راپیدا شو .


بیګاه شپه مو په کورکې د ټاکنو په هکله بحث وشو یو وراره مې راته وویل چې کاکا د ټاکنو غرفې ته چې ننوتې نو د رای ورکولو په وخت کې سترګې پټې کړه هرچا ته دې چې رایه ورکړه .


د هغه خبره مې په ګپ تیره کړه ځکه چی دا د پټو سترګو کار ندي مونږ باید په خلاصو سترګو رایه ورکړو ترڅو یو ښه راتلونکې ولرو .

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery