مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دمعلمینو دروزني پرعمومي ریاست څه تېرېږي

 
 دافغانستان په ښوونیزنظام کې د پوهني وزارت ترچطرلاندې دمعلمینو دروزني یا ( تربیه معلم عمومي ریاست ) فعالیت کوي چي په حقیقت کې د پوهني ترریاستو یې لاهم کاري بهیر دافغانستان شرایطو ته په کتو خورا ارزښتمن دی ولي بدبختانه باید ووایو چي ددې ستر علمي مرکز چاري د ډېرو غیري مسلکي کسانو په واک کې دي .
د معلمینو روزني ته تربل هروخت سخته اړتیا لیدل کېږي ترڅو ددوی په واسطه دافغانستان دمعارف دلوی کاروان یا ددې هیواد دنوی نسل دروزولو په برخه کې مهم رول ولوبوی ولي لیدل کېږي چې د ښوونکو دروزني د عمومي ریاست چاري دمېرمن سوسن وردک په غاړه دي هغه مېرمن چي تل دخپلو شخصي ګټوپه خاطر دهیواد پرځای دنورو یا خارجیانو سره په لیدونو کتونو او یا هم دافغانۍ کلتور خلاف په بربنډو سفرونو بوخته وي دې ميرمني د هيواد ښوونکو دروزني نظام په یوه سمتي ماحول بدل کړی دخپلو اړوندو ریاستو څخه بشپړمعلومات نه لري ،کله چي ریاست ته ورشې وای دخارجیانو سره جلسه لري چي ښه بیلګه یې زه خپله یو ژوندۍ مثال یم پوره یوه اونۍ ددې مېرمني و دفتر ته ورغلم یوه ښه سکرتره یې کښېنولې وه او هغې به ویل چي رئیسه صاحب مصروفه ده سبا راشه زما ترڅنګ دیو څو ولایتو رئیسان هم وه هغوی به هم فریاد کاوه ول موږ خپلي ستونزي چاته بیان کړو .
حقیقت خو دادئ چې مېرمن سوسن جان وردک دوه تابعیته لري دا خورا به ،نو څه ددې زوریدلي ولس غم وخوري ،دپوهني وزیر فاروق وردک چي هم په هرمجلس کې راڅرګند شي په هغه یو عامه اصطلاح غر او فیل وايې ،دی بېچاره هم یواځي وخپلو دوستانو او ملګرو او یا دسیمي یو څو کسانو ته کار کوي عجیبه یې لاداده چي بې کیفایته سوسن یې خپله مشاروه ټاکلې او ددې مېرمني خاوند هم دوزارت په یوه چوکۍ خېټه اچولې او خپل عیش او عشرت دی چې کوی یې .
زه دیوه افغان په صفت دیوه چا دشخصیت توهین نه کوم ولي دا ویل ضروري ګڼم چي د افغانستان د دولت په هره برخه کې کار کول په دې معنا دي چي باید خدمت وکړو ،خو سوسن وردک چي په خپله اداره کې ددوی دخپلو کارمندانو دمعلوماتو له مخی دیکتاتوری نظام چلوی او هرڅه د ځان او خپلو سمتي همکارانو په ګټه بولی په ولایتو کې یې ډېرضعیف استادان استولی ترڅو ددې جاسوسی وکړي او ډېرکله کي اورېدلی چې سوسن دېرکا هغه زمو نیا ده یعني ددې او فاروق وردک دنوموڅخه ډېره ګټه اخیستل کېږي یا داچي په حقیقت کې یې دوی هم پرخبرو غوږنیسي او یا یې دوی ته ډېر وخت ورکړي .چي صرف ددوی د نومو څخه په استفادې په اړوندو اداراتو کې قانون مراعت نه کړي ستونزي راپيدا کړي او هرڅه په خپله ګټه تمام کړي ،نو دداسي ستونزو په شتون سره دسوسن ناخبری نه ښيي یا دا خپله ددې پالیسي نه بولی چي هرڅه همداسي ګنګ پاته شي او استادان بې ظرفیته او په ټيټه سویه وروزل شي ترڅو نوی نسل سم ونه روزي نومعلومداره ده چې دا نه غواوړی یو ښه ښوونیزنظام رامنځ ته کړي ،خوعجیبه داده چي اوس دلته په افغانستان کې بل داسي څوک نشته چې دې علمي مرکزته کار وکړي او یا وزیر فاروق وردک ځان ته یو بل ښه مشاور وټاکي ،دې ټولو ستونزو ته په کتو مېرمن سوسن وردک او فاروق وردک دافغانستان ښوونیزنظام ورګډوډ کړ او هرڅه یې دخپلو شخصي ګټو قرباني کړي ،پرولس او دهېواد پرجمهوررئیس کرزي ږغ کوم چي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او دخپل سلطنت په دې وروستیو کې دمعارف نظام پیاوړی کړي او ښه تهداب ګذاري ورته وکړي او سوسن وردک ته دي الله (ج) انصاف ورکړي چي یو څه اندازه خپل ګرېوان ته وګوري او نور که دا دنده مخ ته نه سي وړلای استعفا دي ورکړي او یا دي پالیسي تغیره دخارجي ملک پرځای هېوادته اود مافیایې کړیو پرځای دي اهل او مخلص اشخاص و ټاکي اداري فساد دي ختم او خپل ملي رسالت دي پرځای کړي په دې هيله چي زما خبري اودا کوچنۍ لیکنه ورباندي بده ونه لګېږي او ځان اصلاح کړي په دې کې به یې خیر وي
 لیکونکی احمد (ځلاند ) کابل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery