مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کرزی او سلمان خورشید سفر کندهاریانو ته مالی او ځانی زیانونه واړول

   د تیری پنجشنبی څخه بیا تر شنبی تر ورځی پوری د کرزی او سلمان خورشید د راتګ لپاره په کندهار کی په بی ساری توګه امنیتی تدابیر نیول شوی وو. چی ددغه تدابیرو له امله د لوی کندهار او بلخصوص د کندهار اوسیدونکوی ته ډیر زیات مالی او ځانی زیانونه ورسیدل. ددغه ټولو زیانونو د اوښتو په صورت کی په کندهار کی د کاناډایی والی ددفتر ریس او دحیوان او بی ادبه پولیسو مشر تیره شپه خولی وازی نیولی وی او د ملت څخه یی د تیر په شان بخښنه غوښته. ددوی په فکر د بخښنی په غوښتو سره هغه میندی چی د ولادت پروخت یی په موټرونو او زنج کی ساه ورکړی بیرته راژوندی کیږی او هغه هیواد وال چی په میلینونو افغانۍ زیان ورته رسیدلی بیرته تر لاسه کولای شی.
د کندهار ولایت اوسیدونکی د هر امنیتی پلان ننګه او حمایه کوی او هر راز همکاریو ته ژمن دی خو که دغه پلان د یوښه مدیریت لخوا ترتیب شوی وای ډیری مثبتی پایلی به یی لرلای او هغه خور چی د شنبی په ورځ یی د ارغنداب او کندهار ښار په سرحدی سیمه په زرنج موټرسایکل کی ولادت وکړ په عزت او بی تکلیفه به روغتون کی شوی وای. او هغه خویندی چی د باغ پل څخه تر میرویس روغتونه، د نساجی تر میرویس روغتونه او همدارنګه د لوی ویالی او ښکارپور دروازی څخه تر میرویس روغتونه یی په امنیتی کمربندونو کی یی د ولادت له کبله ساه ورکړی ممکن ژغورل شوی وای. سره لدې، په کندهار کی هغه سوداګر چی سبزی او لنده میوه کندهار ته واردوی ډیر سخت زیان یی ولید او فکر نکوم چی دغه مالی زیان دی دوی د یوه کال په جریان کی پورته کړی.
د کرزی او سلمان خورشید سفر په کندهار کی نه یوازی مالی او ځانی زیانونه واړول بلکه همدا رنګه یی امنیتی چارواکو ته چانس د رشوت ورکړ. د بیلګی په توګه د کچخانو څخه کښته د ښار پر لور د مینا پر پوسته باندی پولیسو د ۵۰ څخه بیا ۵۰۰ افغانیو پوری د موټر، موټرسایکل، بایسکل او حتی د پلی کس څخه هم پیسی اخیستی ترڅو اجازه ورکړی چی پدی کار سره د امنیتی ځواکونو جیبونه هم ډک شوه او همدارنګه دا کار کولای شول چی ددولت دغه کمزوری پلان یی د ګواښ سره مخامخ کړی وای.
د کرزی او سلمان خورشید سفر ټولو کندهاریانو ته دا پیغام ورکړ چی دولت ډیر کمزوری دی، د ملت په غم کی ندی او یوازی یی خپلی شخصی ګټی په نظر کی نیولی دی. که چیری نوموړی سفر د ملت بربادی نه وای او یوازی د زراعت د پوهنتون پرانستنه وه نو بیا ولی د هیلیکوپتر په واسطه د هوایی ډګر څخه تر پوهنتونه نه تلل؟ چی په دغه کار سره به نه ملت ته زیان رسیدلای او همدارنګه به د کرزی شخصیت پرخپل ځای پاته وای. نن په کندهار هغه ټول وګړی چی په دغه سفر کښی یی شخص ګټی نه وی نغښتی د کرزی او کندهاری چارواکو د دغه عمل په کلکه غندنه کوی. بلخصوص د سرحدی پولیسو هغه بی ادبه او حیوان مزاجه وضعه چی د عامو خلګو سره یی همیشه کوی او په دغه ورځ یی زیات کسان وهلی او ډبولی هم دی.
ددغه ورځو په اړه د خبریالانو هغه وازی خولی او خلاصه ژبه چی همیشه یی یوازی د ځان دفاع په کړی نن ګونګه وه او هغه سترګی چی همیشه یی خپلی ګټی په لیدلی په دغه ورځو ړندی وی. خو یوازینی د خبریال انټرنیټی ویبپاڼه وه چی دغه رسالت یی سرته ورساوه او دخلګو ږغ یی پورته کړ چی کندهاری ملت یی هرکلی کوی.
نو اوس راځو دیته چی ایا د کندهار پښتانه به بیا هم دغسی کسانو ته چی یوازی یی د ملت په بربادی پسی مټی رانغښتی رایه ورکړی؟ زما په نظر هیڅکله نه، او که داسی کسانو ته رایه هم ورکړی نو هغوی به هم په دغسی بیغیرته او بی همته کسانو د جملی څخه وی چی نه د خپل هیواد او ملت پروا لری او نه هم د چا د پت او عزت.
زما د کرزی او په کندهار کی دده د پلویانو څخه دا هیله ده چی دغه کسان کوم چی مالی زیانونه یی په تیرو څو ورځو کی لیدلی د بخښنی پرځای معویضه ورکړی او هغه کسان چی ددغه پلان د عملی کیدو له کبله یی خپل ژوند د لاسه ورکړی د هغوی سره باید ژوره همدردی وکړی او په آینده کی ددغه بی ترتیبه پلانونو څخه لاس واخلی او یا چی کله یی هم عملی کوی باید اولس ته مخکی خبر ورکړی ترڅو اولس ته زیان ونه رسیږی.
په درنښت
 د کندهار ښار یو تن اوسیدونکی احمد سمیر
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery