مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نازولی زوی یا خوني خیژی او یا ۰ ۰ ۰ ۰


 تیره ورځ می یو انډ یوال راته یوه د رونکی قیصه په دا رنګی وکړه ۰چی زما یو هم صینفی وه ۰چی نوم یی بهاد رخان وه ۰ ډیر زیرکه او لایقه شاګرد وه۰ د مکتب د اول صنف نه تر دولسم صنف پوری عمومی اول نمره وه ۰خدای تغالی ورته ډیرښه ماغزه او ښایسته غنم رنګه دنګه ونه( قد) ور کړی وه۰ ختی! چی د استاذ د خولی نه به د نوی سبق توری لا وتلی نه وه۰ بیا د بهادرخان خان په مغز کښی ناست وه ۰ دا لا په یوولسم صنف کښی وه۰ چی پلار یی ورته ښځه وکړه ۰اګر چی بهادرخان خان د واده مخالف وه ۰ځکه بهادرخان غوښتل چی دغالی تحصیلاتو خاوند شی ۰او بیا په خپله خوښه واده وکړی۰مګر د اطرافی خلکو او خصوصاً د مور اوپلارتل دا ارزو وی ۰ چی د اولاد کور په خپل ژوند کښی اباد یعنی د واده خاوند شی ۰ نو کله چی دولسم صنف ته لاړلو ۰ نو د مرکز څخه تفتیشان راغلل ۰ لایق او صحتمند شاګردان یی د عسکری هوایی پوهنتون لپاره نیول۰ نو څرنګه بهادرخان خان ښه لایق او د ښه صحت او جیګی ونی خاوند وه ۰په اول نمبر کښی د څو نورو لایقو شاګردانو سره انتحاب شو۰ اوحربی هوایی پووهنځی ته یی یوړلو ‎۰او بهادرخان د هوایی حربی پوهنځی نه هم په اوله درجه فارغ شو ۰ نود خپل لایقت او پوهی له وجی دولت د ماسترۍ لپاره بلغاریا ته واستولو ۰ ماستری یی هم لاسته راوړله۰ او درخواست یی وکړلو۰ چی باید په خپل مسلک کښی دوکتورا هم واخلم ۰ نو هماغه وه ۰ چی دولت بهادرخان خان د دوکتورا لپاره شوروی اتحاد ته واستولو ۰ دوکتورا یی هم په خپل مسلک کښی راوړله ۰ او په هوایی میدان کښی یی وظیفه واخستله ۰ او ډیره لږه موده کښی د خپل لایقیت د وجی ددی هوایی قطعی لوی قومندانشو۰او ډ ګروالۍ رتبی ته ورسید لو ۰ ډ ګروال بهادرخان خان لا په هوایی اکاډ می کښی وه ۰چی زوی یی وشو۰ او نوم انځرګل خان پری کیښوده ۰څرنګه ډګروال بهادرخان خان په خپلو زده کړو کښی بوخت وه ۰ نو انځرګل د خپلی د سیوری لاندی را لوی شو ۰
 ډګروال بهادرخان د یوی خوا ډیره موده د خپل کوره لری وه ۰ اود بلی خوا خارج د یده شو ۰ خیالات یی بدل شوی وه۰ د اروپا پاکی هوا او ښکلو انجونو یی زړه یی تری وړی وه۰ نو کله چی ډګروال وظیفه واخستله ۰ نو خپلی ښځی ته د اروپایی مود لنډو بی لستو ڼو کالیو اغوستلو امر او خواهیش وکړلو ۰مګر ښځه یی اطرافی وه۰ بازاری او اروپا یی ماډل کالی یی نه خو ښیدل ۰ نو شامدام به ورسره د ډګروال بهادرخان جنګ او جدل وه۰ نو ښځی به بهادرخان ورته ویلی ۰چی تا خپله ځوانی په خارج کښی تیره کړه ۰ زما ځوانی دی خاوری او ایری کړه۰ اوس چی می د زړه زور نشته ۰ راته اروپایی ډیزاین او ماډل کالیو اغوستلو امر کوی۰ د ا شیان زما پدی عمر نه خوښیږی۰ او بله دا چی ډ ګروال خو د یوی منصب اود لوی چوکۍ خاوند شوی وه ۰ لوی وزیران او ریسان او لوی لوی جنرالان به ورکره میلمستیا ته راتلل۰مګر څرنګه چی ښځه یی اطرافی وه ۰ خواړه څښل ناسته پاسته یی اطرافی وه ۰ چی دا اطرافی کړه وړه د ډګروال بهادرخان خان نه خوښیدل۰ هماغه وه ۰ چی ددوهم واده خیالات یی په مغزو کښی پیدا شول ۰ نو یوه د لسم صنف جلۍ چی نصبی د ښار اوسیدونکی وه ۰ ځانته خوښه کړه ۰ نو څرنګه چی د ډګروال ښه قدرت او پیسی لرلی ۰نو جلۍ او د جلۍ کورنۍ ورسره په لاندی شرایطو قبوله کړله۰اول شرط یی داوه ۰چی ته به دی زوی او زاړه ښځه طلاقوی۰ اویا به یی د خپل پلار کور ته شړی۰ اوبل دا چی کوم کورونه او جایدادونه چی ته اخلی ۰ هغه به زما پنامه او یا زما څخه کیدونکو بچیانو پنامه شرغی قبالی اخلی۰ ډګروال همداسی وکړل۰ زاړه ښځه او زوی یی دواړه دخپل خسر کور ته وشړل۰ او د نوی ښځی سره یی چی ډیره ښکلی چالاکه نازکه او خامه جلۍ وه ۰واده وکړو ۰ د نوی ښځی په واده کولو سره ورڅخه کور او کلی خپل پخوانی خپلوان زوی اود زاړی ښځی خسر ګنۍ سره تګ راتګ د تل لپاره پا تی شول۰ د ډګروال زاړی ښځی ته یی ورونو د خپل کلی په یو کونج یوه وړه کوټه جوړه کړه۰ چی مور اوزوی به دواړه پکښی لکه د یتیمانو غوندی اوسیدل ۰اود انځرګل مور د خپل ژوند د ضرویاتو د پوره کولو چرګان ساتل۰ او هم د کلی د ښځو دوړو او لویو کالی ګان یی په مزدورۍ ګنډل۰ د انځرګل خو مور اطرافی وه خو هوښیاره او نیکه ښځه وه۰ انځرګل یی په مکتب کښی شامل کړو۰یو دوکلن چرګ یی خرڅ کړو۰ او انځرګل ته یی پری د مکتب د ضرورت وړ شیان لکه کتابچی قلمونه او تخته او پنسل او پنسل پاک واخستلو۰ انځرګل هم د خپل پلار پشانی ډیر لایق او زیرکه شاګرد وه۰ لږ شانی چی را لوی شو ۰ نو د سهار له خوا به یی مکتب ویلو ۰ او د ماسپحین له خوا به یی مزدوری کوله ۰ د زوی په مزدورۍ کولو باندی د مور په ژوند کښی لږ شانی سهولت راغللو ۰ ددی سره بیا هم انځرګل د ممتازو شاګردانو په قطار کښی وه۰ اوس راځو ډ ګروال صاحب قیصی ته ! ډګروال چی نوی واده وکړو ۰ نو ښه خو شحاله وه۰نوکران چاکران کش او پش یی جاری وه ۰ او په دوه دری کلنو کښی ورته الله(ج) دوه پرلپسی زامن ورکړل۰ قومندانی او قدرت څه وایی ۰ رشوت اخستل یی شروغ کړل ۰ او حکومت د ویری چی یو څو جایدادونه کورونه او سرایونه واخستل ۰ خوهغی هم د نوی ښځی او یا د نوی ښځی د بچیو پنامه شرغی قبالی واخستلی ۰ دا ددی لپاره چی د یوی خوا پری دولت بی باوره نشی ۰ اود بلی خوا مخکینی ښځه او زوی پری سبا دغوه ونکړی ۰د ډګروال په کور کښی د هیڅ شی کمبود نه وه ۰ نازولی زامن یی په مکتب کښی واچول ۰ څرنګه چی پلار یی په وظیفه کښی مدام مصروف وه۰ او د مور په خوله باندی به زامن مکتب ته نه تلل ۰ اوچی کله به د مکتب پنامه د کوره ووتل ۰ نو د چرسیانو او قمار بازانو حجرو او دیرو ته به تلل۰ او ټوله ورځ به یی هلته تیروله۰اخر دی نازولو یو د چرسیانو او پوډریانو سره ناسته پاسته شوه ۰او د خواشینۍ خبره داچی !بی ادبی دی معاف وی ۰ هلک د چرسیانو په کینا ستو سره بد فغله او لوطی شو ۰او د بل نازولی یی د قماربازانو سره ناسته پاسته شوله۰قمارباز شو۰ دا متل تیر شوی ۰ چی اوسی نو په خوی به د هعوی شی۰ یو یی په چرسو او پوډرو راغلو ۰ اوبل نازولی یی ښه قمار باز شو۰ دا نو داسی وخت دی ۰ چی ډګروالصاحب نور زوړشوی او د رشوت اخستلو په قضیه کښی په لس کاله قید بندی اوهم د خپل تقاوت څخه محروم د نظامی محکمی د فیصلی پواسطه اعلان شوی دی۰
 زامنو یی په خپل نامه جایدادونه خرڅ کړل ۰ یویی په قماربازۍ او بل نازولی په پوډ رو او بچه بازۍ خپلی پیسی ختمی کړلی ۰ د خواشینۍ زیری پکښی دا چی یوه ورځ قماز باز زوی د خپلوقمابازانو ملګرو سره قمار کولو ۰چی پیسی ورسره خلاصی شولی۰ او د قماربازانو زیات قرضداره شو ۰ بله ورځ یی چی تری قمار بازانو خپل قرض وغوښتلو۰ نوورسره یی جنګ شو ۰ نو د ډګروال قمارباز زوی یو لوی چاقو د خپل جیبه څخه را وویستلو ۰ او خپل قمارباز ملګری یی پری زخمی زخمی کړو۰ چی بالاخره هلک د چاقو د زخمو نه مړ شو ۰ چی ځای زندان شو۰ او شل کاله قید پری وختلو ۰ او د خپل پلار سره یو ځای په یو زندان کښی بندیوان شولو۰همدا رنګی دډګروال نوی ښځه یی هم محکمی ته غاریضه شوه ۰ چی ډګروال خو زیارت نه دی ۰ چی زه به یی جنډی ساتمه ۰ زه خو ډګروال ته لس کاله انتطار نشم کولی۰نو دډګروال څخه یی شرغی طلاق واخستلو۰او څه موده وروسته یی بل ځوان میړه وکړو ۰چی د ډګروال څخه هغه جایداد چی ددی نوی ښځی پنامه کړی وه ۰ د ځانه سره د نوی میړه کورته یوړلو ۰ د ډګروال د پخوانۍ اطرافی ښځی زوی د لیاقت یوه نمونه وګرزید له ۰ ثانوی او غالی تحصیللات یی د انجنرۍ په ریشته کښی وکړل۰ ماستری او دوکتورا یی هم په خپل مسلک کښی په بهرنیو اروپایی هیوادو کښی لاسته ته راوړله۰ مګر یو تفاوت سره۰ د انځرګل خان فرق د خپل پلار سره دا وه ۰ هغه دا چی پلار یی د اروپا په لیدلو سره فکر او ذهن یی اروپایی شوی وه ۰ مګر د غریب انځرګل خان فکر هماعسی غریب وه۰ او د خپلی مور د زړه خوشخالۍ په فکر کښی همیشه وه ۰ د دوکتورا د اخستلو نه یی ورسته په یو خارجی ساختمانی شرکت کښی وظیفه واخستله ۰ چی په زرګونو ډالرو مغاش یی ورکولو۰ خپلی مور ته وویل ۰ چی ستا د صبر کولو د اجر وخت راغلی دی ۰ موری یی زوی ته د خپل هغه ماما چی د دوی سره یی زیات کومکونه کړی وه ۰ د هغی لور ورته واده کړه ۰ انجنر انځرګل خان خپله مور د خپل ماما یعنی خسر سره بیت الله ته د حج د فریضی د ادا کولو لپاره ولیږله۰او بی بی حاجی شوله۰او الله (ج) ورته د صبراو تکلیفونوګاللوغوض خوشحاله ارام سوکله ژوند کښیورنصیب کړه۰
 ډګروال د خپل تغین شوی قید تیرولو څخه وروسته راخوشی شو ۰ زوړ شوی وه د کارکولو هم نه وه۰ زامن یی یو بندی وه۰ او بل په مردارۍ کښی پروت پوډری شوی وه۰ هیڅ ورته پاتی نه وه۰نو ډګروال بهادرخان خو په خپل خپلوانو او خپلی ښځی او زوی سره کوم پت پریښی نه وه ۰ نو د هیچا سره یی سترګی نشوی مخامخ کولی ۰ نو یو بل لری ولایت ته یی چی څوګ یی ونه وینی۰ سترګی پناه کړی ۰چی ډګروال بهادرخان خان دوکان په دوکان ګرزی ۰ او سوال کوی ۰ددی ټولی لیکنی څخه دا نتیجه اخلو۰چی نازولی زامن یا خونی خیژی او یا ۰ ۰ ۰۰

 غزل
 لکه چی ګل منځ د اغز یو کښی اوسي
 د ژوند راحت په تکلیفوو کښی اوسي
 اغزي چی ډ یر وی څانګی ښه ښکاریږی
 صد برګ ګلان داسی شاخچو کښی اوسي
 که راحت غواړی نو زحمت اوباسه
 ښایسته غمي په لویو غرو کښی اوسي
 چی دی خرما اوهم ثواب شی نصیب
 د زړو ارام نیکو کارو کښی اوسي
 ژوند په غزت او په حرمت مزه کا
 غزت د علم د رجو کښی اوسي
 ځوانا نو لږ کو شش د علم وکړۍ
 علم د پوهی مرکزو کښی اوسي
 بی له تعلیمه ژوند مشکله ښکاري
 لکه ما هی چی تل اوبو کښی اوسي
 بچیا نو لږ د رته همت پکار دی
 و طن به څو پوری تیارو کښی اوسي

(روغوال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery