مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

لالاپاچا لغمانی
په هره ټولنه کې ټاکنې د ولسواکۍ د پياوړتیا، سولې، امنیت، پرمختګ، د عامو وګړو د ژوند د ښه والي او بلاخره د خلکو د خوښې د حکومت او د تکړه او ریښتیني واکدار او داسې نورو موضوعاتو لپاره چې د عامو وګړو
 په ژوندانه نیغ په نیغه اغیز ولري په لاره اچول کیږي. زمونږ په ټولنه کې هم له درې لسیزې جګړې وروسته دادې د لومړي ځل لپاره د پراخو ټاکنو د ترسره کولو وروسته د خلکو په رایه د یوه ټاکل شوي ولسمشر څخه واک او یا د حکومت واګی بل ولسمشر ته استول کیږي چې دغه موضوع زمونږ په هیواد کې د انتقالي دورې څخه لڼد مهالې او وروسته بیا د پراخو ولسمشریزو ټاکنو له لارې ولسمشر حامد کرزي ته واک وسپارل شو، چې ولسمشر حامد کرزي د خپلې لومړۍ دورې له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ ځان دویمې دورې ته نوماند کړ په دویمه دوره کې هم له ډیرو شخړو او ناخوالو او د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکې د لاسوهنو سره سره چې غوښتل یې ډاکټر عبدالله عبدالله واک ته ورسوي. او وروسته بیا په هغه وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي کای ایډی د بې پلو کړنو په پایله کې ددویم ځل لپاره هم حق حقدار یانې وسپارل شو او حامد کرزی ولسمشر شو او دادې د نوموړي دویمه دوره هم په خلاصیدو ده خو دغو دوه پړاونو د ولسمشر تور ویښتان سپین کړه او هم یې د دې هیواد دردونو مخ ګونجې او سترګې ړندې کړی خو نه په هیواد کې امنیت راغې او نه هم د خلکو ژوند ښه شو خو له پرمختګونو باید سترګې پټې نه کړو.
د ولسمشر کرزي د دویمې دورې د پای ته رسیدو په ورستیو شپو کې دادې ټاکنیزې هڅې، منډې او ترړې پیل شوي ۱۱ کسان دولسمشرۍ نوماندانو وروستي نوملړ ته لاره پیداکړه، چې هریو له ځانه سره دوه مرستیالان هم لري نو که ۱۱ په ۳ کې ضرب کړو نو ټول ټال ۳۳ کسان کیږي چې غواړي ددې زوریدلي ولس رایه خپله  کړي. یولس ټاکنیزو کمپاینونه جوړ شوي او بیا هرکمپاین دهیواد په ۳۴ ولایتونو کې خپلې نمایندګی لري او دهر نوماند سره یا دپیسو په بدل کې او یاهم له پیسو پرته په زرګونو کسان په ټاکنیزو هڅو بوخت دي څوک د فرهنګي چارو څوک د سیاسي او دیني  چارو په څانګو کې کارکوي، د لومړي ځل لپاره په طلوع نیوز کې د ۵ نوماندانو مناظره وه چې په پوره دقت سره مې له نظره تیره کړې، وروسته بیا په شمشاد ټلویزیون کې د ۵ نوماندانو مناظره وه چې په کې عبدالله عبدالله له ګډون څخه ډډه کړې وه او بیا هم په اریانا نیوز کې وه او بله مناظره چې زه یې په ننداره کولو ونه توانیدم په ملي ټلویزیون وه.
ګرانه لوستونکیه! زه د یوه کوچني لیکوال په توګه دومره ویلی شم چې د راتلونکي حکومتي څوکۍ د ګټولو لپاره ډیرې هڅې رواني دي او په دې ورستیو ورځو کې چې څه کم دوه میاشتې د ټاکنو ورځې ته پاتي دي هڅې دومره کړندې شوي دي چې هرقوم هر ولایت هره شورا اوهرکلې کور د ولسمشرۍ له نوماندنو خپل ملاتړ اعلانوي اوس خو لا په دې هم پیل شوې چې یو په بل تورنه ولګوي څوک خلقې څو پرچمې او څو ټوپک سالار شي څوک له یو کس سره یو ځای کیږي او بل د بل کس سره. خو لکه څنګه چې تردې مهاله زما د خوښې نوماند څرګند نه دې کیدای شي زما ګڼ شمیر هیوادوال هم په همدې فکروي خو دغه وروستۍ منډی او هڅې او د قومونو او ملیتونو بې درنګه ویش او د هرچا څخه دهر قوم او ملیت ملاتړ کول د واک د ترلاسه کولو لپاره هر ډول ویناوې منډی ترړې  او هر ډول هڅې داپه ډاګه کوي چې ټاکنې به دویم پړا ته ځي ځکه چې له خلکو هم لاره ورکه ده چې چاته رایه ورکړي د قومونو او ملیتونو رایې ویشل شوي د یوقوم مشر د یو نوماند سره مرستیال دې او بیا دهمدغه قوم بل مشر د بل نوماند سره مرستیال دی. افغانستان د قومونو او ملیتونو جوړ هیواد دی او ددې هیواد وګړي چې ډیرې يي بې لوستي او یا کم لوستي دي او په هیواد کې د سیاسي پوهې کچه هم ډیره ټیټه ده، فکر، اند او ټاکل ترې لادرکه شوي دي. له عامو وګړو چې و پوښتې چې څوک دې د خوښې نوماند دی؟ او څوک به وکولای شي هیواد له اوسني ناورین څخه راوباسي او سوله به راوړي؟ دهغوې یواځینې ځواب دادې. ،،چې هر څوک امریکا وغواړي هغه به رییس جمهورکیږي دا کمپاینونه او انتخابات هسې خوشې خبرې دي؛؛ زمونږ د ډیرو خلکو خبره همدا ده چې دا دهیوادوالو د سیاسي ټیټې کچې ښودنه کوي. که زما په خبره مو باور نه راځي که کله په یوه ټکسي کې سپاره شوې نو د تکسي چلونکي څخه دا پوښتنه وکړئ چې هغه به څه ځواب درکوي په هر ترتیب نوماندان بیاهم هڅې کوي څو دغه بې لوستي او کم لوستي وګړي دې ته وهڅوي چې دوې ته رایه ورکړي زه وایم چې خدای دی خیر کړي.
راځم د خپلې وړاندوینې روښانه کولو ته چې دا درته په ډاګه کړم چې ولې ټاکنې دویم پړاو ته ځي مخکې مې وویل چې د قومې بې درنګه ویش او دنوماندانو د شمیر ډیروالې یوه مسله ده اوبله مسله یې داده که ولسمشر تاجک وی نو مرستیال یې باید پښتون او یا هزاره وي، که نوماند پښتون وي نو مرستیال يي باید هزاره او ازبک وي او که ولسمشر ځان د ټولو ګڼي نو مرستیالان باید یو هزاره او بل ازبک وي او همداسې نورې بیلګې چې په دې جوړښت سره قومونه، ژبې او میلتونه ددغو سیاستوالو لخوا ویشل شوي چې په دا ډول ویش کې زمونږ د خلکو فکرونه لادرکه شوي او نه شي کولای چې خپل د خوښې نوماند وټاکي بیا ځینې سیاستوال وايي چې دا کړنه دې ته موکه برابروي چې ملي یوالې راشي خو زه فکرکوم چې دا کړنه ملي یوالې نه بلکې ملي بیلتون رامنځ ته کولای شي، ځکه چې هغه دخپل قوم، ژبې، او ملیت شخصیت او مشر ښه پیژندلې شي نه د بل قوم، ژبې او ملیت مشر، نو داکړنه هم ددې لامل کیږي چې دقومونو رایې وویشل شي او ټاکنې دویم پړاو ته لاړشي. له دې سره به د افغانستان د ټولو وګړو رایې تیتي شي او یو نوماند به هم ونه شي کولاې ۵۰ جمع یو پوره کړي نو ټاکنې به دویم پړاو ته لاړشي او دوه هغه نوماندان به سره سیالي وکړي چې ډیرې رايې تر لاسه کړي وي.
او بل لامل یې دادې چې د یوشمیر نوماندانو څخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په غیرمستقیم ډول ملاتړ کوي ځکه چې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیده ګې کمیسیون غړي دولسمشر لخوا ټاکل شوي او د ولسمشرله ځانګړې ډلې ملاتړ کوي چې یوه بیلګه هم په علني غونډه کې د یو شمیر نوماندانو جریمه کول او د لیکلي مکتوبونو لیږل وه خو یوځانګړې نوماند چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوم د حکومتي امکاناتو څه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمیر لوړپوړي چارواکي د ولسمشر په شتون کې خو د ولسمشر له خبرولو پرته  ټاکنیزې هڅې کوي د هغو کره معلوماتو له مخې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ترلاسه شوي دي یو شمیر کسان د یوه ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کوي او حتې همدغه ځانګړې نوماند د امنیت شورا ملاتړهم له ځانه سره لري هغه د حکومتي امکاناتو ناوړه ګټه اخیستنه نه بلل کیږي ولې به زرهې موټرکې په ګرځیدو یو نوماند ۵۰۰۰۰ افغانۍ جریمه کیږي. زه یوځل بیا په خپله بې پلوې ټینګارکوم او تردې مهاله مې هیڅ داسې نوماند نه دې ټاکلې چې یا ورته کمپاین وکړم او یاهم ورته رایه ورکړم خو یادونه له درې متل څخه کوم چې ( یک بام و دو هوا) له یو نوماند سره یو ډول چلند کیږي او له بل سره بیا بل ډول، دلته د دواړو کمیسیونونو نه بې پلوي هم ددې لامل کیدای شي چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړشي. ځکه چې دغه دواړه کمیسیونونه به بیا په ډیره اسانۍ سره وکولای شي د خپلې خوښې نوماند چې دوه کسه به وي بریالیتوب ته ورسوي.
اوس راځم اصلي خبرې ته په ټاکنو کې ۱۱ نوماندان دي او اوس ټولو ته جوته ده چې پرته له څو نوماندانو څخه نور ټول يې په دې خاطر چې په راتلونکي حکومت کې یو وزارت او څه ناڅه واک ترلاسه  کړي دغه منډې ترړې پیل کړي دي. زه دلته هر نوماند ته لنډه کتنه کوم اول قطب الدین حلال چې د حزب اسلامي نوماند دې او حزب اسلامي ترې خپل ملاتړ هم اعلان کړ چې کیدای شي د حلال صاحب د بریالیتوب په صورت کې ښاغلی انجنیر ګلبدین حکمتیار امیرالمومنین شي، نوموړې دومره محبویت نه لري په هیڅ ېې حساب کړئ. بل هم داود سلطان زوی دی هغه څوک چې دولسي جرګې په ټاکنو کې په یوه ولایت کې هم د ولسي جرګې لپاره رایه ترلاسه نه شوه کړای او اوس لاهم د شکایتونو کمیسیون لخوا څارنوالۍ ته هم معرفي شوې دی داهم په هیڅ حساب کړی کیدای شي راتلونکې ولسمشر يي په یوه وزارت او یاهم  دهوایې چلند په ریاست خوشحاله کړي. بل هم سردار نعیم دی چې بیا هم د خپل نیکه په شان غواړي په افغانستان پاچاهي وکړي داخو هم په هیڅ حساب کړئ زه فکرنه کوم چې په راتلونکي حکومت کې به څوک ورته ریاست څه که مدیریت هم ورکړي تراوسه یې په بهرکې چکرې وهلې او اوس راغلې چې ولسمشر شي هسې خپل وخت مه ضایع کوه خپل تجارت وکړه چې تاوان په کې ونه کړئ. بل هم هدایت امین ارسلا صیب دې چې ډیر کمزورې دې چې اودریدل او کیناستل هم په لګړه دي دا په هیڅ حساب کړئ بیا هم کیدای شي چیرته د راتلونکي ولسمشر سره به مشاور وي خو زړه مې په هغه صفیه صدیقې څه ناڅه دردیږي چې ډیره پاکه میرمن ده. بل هم ښاغلی ګل آغا شیرزی صیب دی هغه ته وایم چې افغانستان د جلاآباد ښار څلور سړکونه او د شیرزي پارک نه دې چې ته يي جوړ کړئ او بیا ورته په یوه څنډه کې ناست او د پردیو ښځو او انجونو سیل وکړئ خیر په هر ترتیب کیدای شي ولایت ورته وکړي. بل هم ښاغلی قیوم کرزی دی چې پخوا خو مې  بلکل په سیاست کې لیدلې هم نه وه خو خپل ورور ته دې دعا کوي چې د سیاست ډګر ته يې وهڅولو خو زه ورته وایم چې هر څوک  حامد کرزی کیدای نه شي خپل تجارت ته دوام ورکړه ددې ولسمشرۍ نه به دې په هغه ګټه ډیره وي ځکه که په سر او ګیره کې دې کوم تار ویښته تور وي په پنځه کلونو کې به هغه هم سپین شي. که نه خپل ورور ته دې وګوره؟ بل هم استاد او تکړه دیني عالم استاد عبدرب رسول سیاف دی چې هغه خو نه خلک غواړي اونه هم نړۍ واله ټولنه یو د پغمان په رایو به څه وشي او بل داچې په کابل کې به دغه شته ټلویزیونه نه څنګه کیږي ټول به د دعوت ټلویزیون په شان نشرات ورکوي که څنګه په هرترتیب بریالیتوب یې زه لرې بولم، پاتې شو ددفاع وزارت پخوانی وزیر عبدالرحیم وردګ صاحب چې د طلوع نیوز له مناظرې وروسته خلک د (بچه فلم) په نوم یې هم یادوي چې وروسته بیا په کومه مناظره کې هم راښکاره نه شو پوځي سړې او حکومت هغه په دموکراټه ټولنه کې له انده لرې خبره ده. پاتې شوه درې نور نوماندان چې یو ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله دې چې دده هم اوس هغه پخوانی کش نه شته او داهم په ځان پوه دی لکه څنګه چې پخوا خلکو او نړۍ والې ټولنې پرې باور کاوه اوس هغه باور نشته او خپل پلویانو یې هم پرې باور نه کوي خو څه وکړي اخیستي مرچ دي ځکه که يي خوري خوله يي سیزي او که نه يي خوري پیسې یې پرې ورکړي دي ډاکټرصاحب ته خو زه داځل زه ډاډ ورکوم چې بریالیتوب دې ناشونې دې ځکه چې تا د خپلو خلکو سره کړئ ژمنې نه دي پلي کړي که نه خو د خپلو خلکو دې وپوښته؟ د خپلو نیږدې ملګرو دې و پوښته؟ که نه نو د یونس قانوني صاحب نه يي و پوښته؟ پاتې شول دوه نوماندان چې یو ډاکټر اشرف غني احمدزی دی او بل هم زلمې رسول چې اوس مهال په ډیر کش کې روان دي او ښه په درز کې کمپیانونه هم کوي نو په پاې کې به دغه دوه کسان د ټاکنو دویم پړاو ته ولاړ شي. داځکه چې د یونوماند سره دخلکوملاتړ دې زه يي نوم نه اخلم او له بل سره هم د حکومت، له یو لوري به حکومت هڅه کوي چې خپل نوماند بریا ته ورسوي او له بل لوري به خلک هڅه کوي چې خپل نوماند بریا ته ورسوي. لکه څنګه مې چې مخکې یادونه وکړه د ټاکنو په لومړي پړاو کې به د افغان وګړو رایې وویشل شي او یو نوماند به هم ونه شي کولای ۵۰ جمع یو پوره  کړي په دې سره به دوه نوماندان چې ډیرې رایې یې ترلاسه کړي دي په دویم پړاو کې سره د سیالۍ ډګر ته ور ودانګي او زما له نظره به دغه دوه نوماندان اشرف غني احمدزی او زلمې رسول وي چې د ټاکنو دویم پړاو ته به لاره پیداکوي خو د ټاکنو دویم پړاو به د ولسمشرۍ د تیرو ټاکنو په شان نه وي چې عبدالله عبدالله دویم پړاو ته تیار نه شو ځکه چې هغه په دې پوهیده چې اوس د دوه لورو مقابله شوه او د دوه لورو په مقابله کې یې هیڅ کله هم ګټلې نه شي نو د دویم پړاو څخه يي ډډه وکړه او خپلو پلویانو يي پرې تور ولګولو چې د ولسمشرکرزي سره یې جورجاړې کړی خو داسې نه وه هغه په دې پوهیده چې په دویم پړاو کې به هغه پښتانه هم د رایي صندوقونو ته ولاړشي چې په لومړي پړاو کې نه وه ورغلي ځکه چې کله د پښتو خبره شي نو بیا پښتانه له خپل سر څخه هم تیریږي او دا د افغانستان تاریخ په ډاګه کړئ ده او داځل به بیاهم همداسې کیږي ټول پښتانه،او په هیواد مین افغان ولس به یو لوري ته شي او د تیرو ټاکنو په شان به یو تکړه په هیواد مین او د ولسمشرۍ وړ نوماند ته به رایه وکړي او د حکومت واګې به د پخوا په شان په خپل ځای پاتي شي خو هیله مې داده چې په خپل افغان نوم و ویاړې او درایې صندوقونو ته ولاړشی او خپل راتلونکی ولسمشر په خپلو رایو سره وټاکې.
په مننې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery