دخپریدو نیټه : 2014-02-16 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
راتلونکی ولسمشره ولس او وطن ته به څنګه خدمت کوې؟ څلورمه برخه
استاد فضل الله رشتین
ايا د اسلام د مبین دین لپاره د خدمت څه مهم پروګرامونه به لرې ؟
آیا د دیني داسې مدرسو د جوړولو څه فکر لرې چې خلکو ته د دین اساسات وښي او هغه څه ورته وښيې چې دا دین ورته اجازه ورکوي؟
آیا په کابل او نورو ولایاتو کښې د ښو جوماتونو او دیني مدارسو د جوړلو لپاره پلانونه درسره شته ؟
آیا د دیني کتابوبونو او مجلو د چاپولو او خپرولو څه مفکوره لرې ؟
آیا په راډیو او تلویزیون کې د دیني زدګړو او قراڼ پاک د تلاوت او زدکړو لپاره د چینلونو د جوړولو خیال درسره شته ؟
آیا د رسنیو له لارې د خلکو د پوهولو لپاره د دیني مسایلو د ښودلو لپاره کوم پلان درسره شته ؟
آیا د شریعت د تطبیق لپاره د کومو ځانګړو پرواګرامونو باندې به کار کوې ؟
آیا په هیواد کې د اسلامی پوهنتونونو د جوړولو مفکوره په سر کې لرې ؟
آیا د ملی فرهنګ د پیاوړي کولو او خوندي کولو لپاره څه پلانونه لرئ ؟
آیا د پردي فرهنګ د یرغل د مخنوي لپاره کوم فکر درسره شته ؟
نوربیا