دخپریدو نیټه : 2014-02-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
له امریکی سره امنیتي تړون او دهغه اغیز په افغان ولس
جاوید ستانکزی
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامی له امضا کیدو وروسته د امنیتی توافقنامی پر سر خبري،تیر کال پیل شوی. ددی موافقتنامی له امضا کیدو وروسته د امریکا متحد ایالتونه په نظر کې لري چی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته خپل یو شمیر سرتیری په افغانستان کې پریږدی. دغه سند د دواړو ملکونو د لوړ پوړو چارواکو او متخصصینو په ګډه همکاري ترتیب اوله هغی وروسته د ذکر شوی سند په اړوند بحثونه پیل شول، لکه څرنګه چی دغه سند د دواړو لوریو لپاره خورا زیات ارزښت لري نو له دی کبله په افغانستان کې دننه د دولت په چوکاټ، پارلمان اود مشرانو په جرګه کې ډیر بحثونه وشول، نظر پوښتنی ترسره شوی او بالآخره جمهور ریس حامد کرزی د ذکر شوی موافقتنامې په اړوند مشورتی لویه جرګه راوبلله او دغه موافقتنامه یې د هیواد د پرمختګ او ثبات لپاره ضروري وبلله، چی وروسته په ۳۱ مادو مشتمل یو پریکړه لیک یي خپور او له ځینې سپارښتنو سره یي دغه موافقتنامه تایید او جمهور ریس ته یي د امضا کولومشوره ورکړه. جمهور ریس د توافقنامې د امضا لپاره دوه شرطونه امریکا ته وړاندۍ کړل چې له امله یی دیادی موافقتنامې امضا کیدل وځنډیدل.
۱ ـ د سولې د پروسی پیل: د سولې پروسه د افغانستان یو له مهمو ضرورتونو څخه دي او هر افغان غواړی چی ژر تر ژره په هیواد کې تلپاتی سوله راشي. د سولې د پروسې په هکله د امریکا متحد ایالتونه وایي چې له هغوی سره جادویي عصا نشته چې په مرسته یی په یوه ورځ کې سوله راولي. خود جمهور ریس کرزی دلیل بی علته نه دی ځکه هغه پوهیږي چې که امریکا وغواړی په پاکستان باندي د خپل نفوذ له لاري فشار راوړی شي ترڅو طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.دا اوس ټولو ته ثابته ده چې د طالبانو د رهبري شورا، د حقاني شبکې رهبری او د بهرنیو جنګیالیو ډلی په پاکستان کی میشتی دي او پناه ځایونه یي په هغه ملک کی موجود دي او دا چې پاکستان د افغاني طالبانو په اکثره ډلو باندی نفوذ لری . دا هم حقیقت دي چې د افغانستان په بي امنیتي کی د مختلفو ملکونو او د پټو ادارو لاسونه شته او امریکا کولای شی چې په دي اړوند د خپل نفوذ له لاری یو مثبت رول ولوبوي. هغوی د مخالفینو د تمویلونکو سرچینو او د هغوی د تربیوی مرکزونو او پټنځایونو په هکله هم کره معلومات لري او کولای شي چی په اړوندو ملکونو باندی سیاسي فشار واردوکړي.
خو په همدی حال کې د سولې په هکله د افغانستان د حکومت اوسني دریځ تر ډیرو سوالونو لاندي راغلې او ځیني پوښتنه کوی چې په تیرو کلونو کې آیا جمهور ریس کرزی د سولی ضرورت نه احساساوه او که جدي نه ؤ، ده د سولي د عالي شورا رهبری داسي چاته ورکړه چې هغه په خپله د قضیي یو طرف ؤ او تراوسه پوری د سولي د عالي شورا رهبری له داسي چا سره ده چې هغوی نه غواړي له مخالفینو سره د سولي خبري پیل کړي. له بل پلوه د سولی د پروسي په هکله د جمهور ریس کرزی دریځ واضح نه دي ځکه چې د سولي پروسه له یوی خوا څخه نه بلکي باید د دواړو لوریو له خوا، د دواړو لوریو په خوښه پیل شي. د طالبانو د کوټي شورا د افغانستان دولت ته د ګوډاګی دولت خطاب کوي د سولي لپاره باید دواړه لوري په ګډه هڅي پیل کړي. بله دا چې بهرنیان مونږ ته سوله نشي راوستلای ترهغه چې مونږ خپله په خپل هیواد او مظلوم ولس زړه ونه سوزؤ، مونږ نشو کولای چې د سولي لپاره کله امریکا، کله پاکستان او کله ایران له ګریوانه را کښ کړو. د افغانستان حکومت باید د سولې د عالي شورا په رهبری کې مخلص او بی طرفه کسان تعین کړي تر څو دواړو لورو ته د قناعت وړ وی او دواړه لوري باید په اخلاص سره د سولې پر سر خبري شروع کړی.
۲- بی اجازي کورونو ته نه ننوتل: دا یوه ډیره حساسه موضوع ده چی جدی توجه ته ضرورت لری خو د امریکا د متحده ایالاتو له خوا جدي نه ده نیول شوي.
ددي تړون نه امضا کیدو د افغانستان په دننه او بهر کې یو غیر نورمال حالت او حتی بی ثباتی رامنځ ته کړي چی د افغانستان په مات او یا نوي اقتصاد یی ډیر بد اغیز کړي. خصوصي سکتور کې پانګونه کمه شوي او حتی پانګوال په دي فکر کې دی چې خپلې پانګې له هیواده بهر ته انتقال کړي. په دولتی ادارو کې هم بي ثباتي په زیاتیدو ده او دهیواد په ګوټ ګوټ کې دولتې اداري او چارواکې حتی د کابینې ځینی غړي د جمهور ریس له دي کار سره مخالف دي. د موافقتنامې نه امضأ او د جمهور ریس کرزی اظهاراتو د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې کړی دی او داسي بریښي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ سیاسي اختلافات تر بل هروخت زیات شویدي. د دي کال په شروع کی د امریکا کانګرس د افغانستان لپاره غیر نظامي مرستي ۵۰ فیصده کمي کړي چې دا یو له منفی تاثیراتو څخه ګڼل کیږی.
ډیری کارپوهان په دي نظر دی چی ګواکی جمهور ریس کرزی دا هرڅه د خپل شخصی عناد او شخصي غرض له مخی کوی چی د امریکا د اوسني حکومت او خصوصا د جمهور ریس اوباما سره یی لري. زه شخصا د جمهور ریس د احساساتو قدر کوم چې د خلقو د کورونو د تلاشی او د سولی د پروسې د پیل په هکله یي لري خو پوښتنه داده چې دغه احساس د ۱۳ کلن قدرت په ۶ آخرو میاشتو کې څنګه را ویښ شو، دا به ډیره ښه وی کچیری جمهور ریس کرزی خپل دریځ د حکومت منسوبینو او ملیت ته واضح کړي، د هغوی اعتماد ترلاسه کړي ترڅو د بی اعتمادی فضا ته د پای ټکی ایښودل شي.
د امریکی د متحدو ایالاتو سره د افغانستان موافقتنامه د افغانستان په استقلالیت اغیز نلري، او کچیری زیر شو امریکایی قواوي د نړی ۶۳ هیوادونو کې له ۱۰۰۰ ډیري نظامی اډې لري چې جرمني او جاپان يي ښي نمونې دی، په اسلامی نړی کی هم امریکایی قواوی موجودی دی چی سعودی عربستان، قطر، متحده امارات او پاکستان یی ژوندي مثالونه دی.