مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په وړوخبروپسی ولی ګرځی؟

نعمت الله پټانزی

 وړی خبری دوړواوکم عقله خلکوکاردی هوښیارخلک په وړوخبروپسی نه ګرځی لویی لویی خبری اوکارونه ورته کوچینی ښکاری اماکم عقله خلک ډیری وړی اوبی ځایه خبری ډیری لویی ګڼی خودداسی خلکوآرادی ډیری کمزوریی وی اوپه خپل ټولنیزژوندانه کی تل له ستونزوسره لاس اوګریوان وی یاخوپه خپل کورکی له خپلی کورودانی ،اولادونو،وروڼواویاهم له خپلونږدی ګاونډیانوسره په شخړولګیاوی پرته له جنګ اودعؤوڅخه یی بل کارنه وی کله وایی چی نن موولی په ډوډی کی مالګه اضافه کړی کله وایی ماشومان په کورکی ډیره شوخی کوی لوښی ماتوی دوی ته بایدښه سزاورکړل شی، کله بیاوایی له پلانی ګاونډی څخه می داسی خبره آوریدلی چی هیڅ دزغملووړنه ده زه بایدله هغه سره داخبره سپینه کړم چی ولی داسی وایی ،هغه ته زماځوانی ،مال اواولادونه خوندنه ورکوی خپلوزامنوته به نصیحت کوی چی تل به له هغه سره نیکی نه کوی ددی لپاره چی هغه له مونږتربګنی کوی مونږبایدله هغه څخه په هرڅه کی لوړؤ.خوکله کله بیاله نوروګاونډیانوسره په چرګانو،سپيوچی زماکښت ته راغلی دی لفظی جګړی پیل کړی بدی خبری به کوی په ټول کلی کی به دده غږاوځوږخوروی،کله کله خوبیاپه هغه وسایلوچی دکارونی لپاره ګاونډیانوتری وړی وی لکه :یوم،کولنګ(کیندونکی)،پړی ،تبر،راشپیل(پارو)اوداسی نور...که دی خبرشی چی داوسایل ګاونډیانووړی دی ډیرپه غوسه چی ولی دځان لپاره په بازارکی داشیان نه اخلی ټول بازارتری ډک دی اویاهم که چیری هغه وسایل له ګاونډی څخه لږخراب شوی غوندی وی خپل اولادته بی ځایه سپکی سپوری وایی چی له خپل مال نه خبرنه یی ورشی بدل یی تری وغواړی ځینی وخت خوبیاله هغه سره بیخی مړی اوژوندی موقوفوی.داسی خلک په خپل ژوندانه کی ستری هیلی اوموخی نه لری په همدی خاطرلوړهوډاوسپیڅلی هدف نه لری په همدی وړو وړو خبروپسی ګرځی اوهمدی کارته وزګاردی اوخپل ارزښتناک وخت بی ځایه تیروی نوکله چی دوی په بی ځایه اووړو وړوخبروپسی ګرځی نوهرومروبه یی ژوندخراب وی اوپه ډول ډول ستونزواوغمونوپه آخته وی اوخپله لاره به تری ورکه وی چی زه دڅه شی لپاره پیداشوی یم ؟زه خپله ځوانی په څه شی کی تیره کړم ؟له بی شمیره هغه نعمتونوڅخه چی الله (جل جلاله)ماته رابښلی دی له هغه څخه داسی ناوړه ګټه واخلم ؟الله (جل جلاله) ماته روغتیا،فکری قوه (ماغزه)راکړی دی زه هغه په داسی وړو وړوخبروپسی له لاسه ورکړم ؟
 نوای مسلمانه وروره اوخوری !
په وړو اوبی ارزښته خبروپسی مه ګرځه ،که تاته بل څوک دیوچاخبره راوړی هغه ته ووایه چی زه دهغه سړی خبره په خپله واورم نوبیازه ورسره خبری کوم چی څه وایی اومطلب یی څه دی اوکه له چاڅخه داسی کومه خبره واوری چی دارزښت وړنه وی ځان پری تیرباسه داسی وګڼه لکه چی تانه وی آوریدلی اوهغه ته الله (جل جلاله)څخه دهدایت غوښتنه وکړه چی خپل ژونددنیکمرغه شی اوکه په داسی خبروپسی وګرځی هغه دچاخبره دپړی سرورسره ونیسی له لوی ستونزی اوجنجال سره به مخامخ شی .

په همدی اساس : په وړو وړوخبروپسی مه ګرځه داکارپریږده خپله اراده ستره کړه په ښوکارونوځان لګیاکړه اودژوندانه ارزښتناک وخت بی ځایه مه تیروه ،په وړو وړوخبروپسی ګرځیدل دژوندانه دله منځه وړلووسیله ده خودژوندانه دبرابرولواوښایسته کولووسیلی ته هم پام وکړه هغه وسیله داده چی ته صبروکړی که څه هم صبرکول ډیرتریخ اوستونزمن کاردی خومیوه یی ډیره شرینه ده دامیوه دځان لپاره خوښه کړه ترڅوژوندون دپه نیکمرغی اوخوشحالی کی تیرشی . 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery