مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تر طالبانو وروسته:

غلام ولي نوري

 



مشهور امریکایې ډیپلومات او د بون د کنفرانس په وخت کي د افغانستان لپاره د امریکا د جمهور ریيس بوش خاص استازي او د بون د کنفرانس مشر جېمز ډابنز د خپل کاري تجربو او کارنامو په اړه یو کتاب لیکلی دئ. دغه کتاب چي تر طالبانو وروسته نومیږي یوه زیاته برخه یې افغانستان ته ځانکړې سوې ده، چي د بون په کنفرانس کي د افغان حکومت د جوړېدو پر سر د پردې تر شا د جنجالونو او رازونو څخه یې پرده پکي پورته کړې ده ،چي لوستل یې د افغانانو لپاره خورا زیات ضروري دئ. ډابنز ما څو وار په کابل کي لیدلی هغه وخت لیدلی دئ چي د السمشر کرزي لېدو ته به راغلی وو او دده همدې کتاب په اړه مي هم خبري ور سره کړي دي.
 (ډابنز ليکي چي ډاکټر عبدالله په لمړيو ورځو کي را ته وويل چي کرزي دافغانستان د نوي حکومت د مشرۍ لپاره مناسب سړى دى او د نورو هیوادونو لکه ترکيې، پاکستان، ايران، روسيې او ځينو اروپايي ملکونو هم د کزري د کانديداتورۍ ملاتړ کاو). ډابنز په بون کنفرانس کي د روسانو د نفوذ په اړه وایي: (رباني نه غوښتل چي د بن د کانفرانس سره همکاري وکړي او له ارګه لاس واخلي، موږ ډېره هڅه وکړه چي رباني په سمه وپوهوو خو سمي کار نه ورکاوه او په همدې خاطر ما له روسانو سره تماس ونیاوه او ورته ومي وويل چي رباني خو ستاسو سړی دئ، تاسو د هغه سر ور خلاص کړئ چي نور مشکل جوړ نه کړي. دی زیاتوي چي روسانو راته وویل چي ته غم مه کوه، موږ به همدا اوس دا مشکل حل کړو، روسانو کابل ته ټلیفون وکړ رباني ته یې وویل چي نور باید سر خلاص کړي. ډابنز وایې: څو ساعته وروسته د کابل څخه خبر راغلى چي رباني د هر څه منلو ته تیار دئ (مخ۹۰). ډابنز د شمال ټلوالي او قانوني په اړه وایې: (د بون په کنفرانس کي قانوني د میم زرما ټوله یې زما کیسه پسي را اخیستې وه، ده ویل چي درې واړه مهم وزارتونه لکه دفاع، داخله او خارجه باید د شمال ټلوالي وي، د کابینې دوې برخي هم باید د دوی وي ځکه چي دا دوی وه، چي افغانستان یې فتح کړ او د قبرس، پاچا او پېښور ډلو خو هیڅ جنګ نه دئ کړی. ډابینز وایې ما قانوني ته وویل چي دا نوري ډلي ستاسو دا غوښتنه نه مني خو قانوني شله وو، چي یا دا زموږ حق دئ ،زموږ د زیاتو لایلو سره سره بیا هم هغه له خپلي خبري نه تېرېده. دی وایي ما په کنفرانس کي د ایران استازي ظریف ته وویل چي دا قانوني خو ستاسو سړی دئ ته یې سر ور خلاص کړه چي نور مشکل جوړ نه کړې ځکه چي زه باید ژر واشنګټن ته ولاړ سم او واشنګټن غواړي چي ژر تر ژره باید د افغانستان لپاره یوه انتقالي اداره جوړه سي، دی وایې چي ظریف راته وویل چي ته غم مه کوه زه به دا مشکل همدا اوس حل کړم. خو په دا سبا چي مجلس پیل سو قانوني بیا لا هم پر هغه خره سپور وو، ما ظریف ته د سترګو تر بېخو وکتل، ظریف سمدستي قانوني ته وویل چي ته راځه زه او ته به ددې حال په هغه کونج کي یو څو خبري سره وکړو، قانوني یې یوې څنډي ته کړئ تر یوې دقیقي وروسته قانوني بیرته مېز ته راغلى ویل یې چي هر څه ستاسو خوښه وي زه یې منم (۹۶مخ).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery