دخپریدو نیټه : 2014-02-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
سوزېدلې میرمن
هریپور کیمپ کې یو موسم داسې و چې له تیز باران سره به شدید باد هم لګېده. باد به د خیمې پټې پورته کړې اوبه، به راننوتلې او لوښي به د خیمې منځ کې د اوبو پر سرګرځېدل.موږ ماشومان به کټ ته وختلو او لویانو به په کاسو اوبه بیرون شیندلې.
دا په مهاجرت کې زما د کوچینوالي لومړۍ شیبې وې. په دې عمر کې د باد او تالندې له غږه ډېر ویرېدم. کله چې به په اسمان کې ویرونکي غږونه شروع شول او باد به خیمه اخوا دیخوا کږوله، نو ما به ځان سره ویل: کاشکې مړ وی! له دې ویرې خو به بیغمه وم.
دوه کاله مو دغه شان ویرونکی عمر تېر کړ. له هغه وروسته مو د خټینو خونو جوړولو وس پیدا کړ. د درې اتاقونو نخچه مو جوړه کړه، خو ایله دوه مو وپوښل او بل همداسې بې چته پاتې شو.
د دې بې چته خونې شاته زموږ ګاونډیان کوچیان وو. چې کله مو د بې چته خونې دیوالونه بارانونو ونړول،نو کوچیانۍ میرمنې به همداسې لنډې زموږ کورته اوبو وړلو لپاره را اوښتې.
زموږ په کور کې څاه وه. پلاستيکي رسۍ باندې به مو د غوړیو په خالي شوې کوتۍ ترې اوبه را ویستلې.
له ښونځي راغلم.ښه وږی وم. کتابونه مې انګړ کې پر کټ وغورځول او مخ په خونه روان شوم. درې کوچیانې ناستې وې او مور مې ورته اوښکې تویولې.
د یوې میرمنې پر نیم مخ تور زړوکی را خپور و، ما ویل که له ما ستر ( پرده) کوي. پښه نیولی شوم خو داسې نه وه، هغې خپل نیم سوزیدلی مخ پټ کړی و.
راغلم. سلام مې وکړ.هرې میرمنې په سر ښکل کړم او بیا یې مجلس پیل کړ. ټولې د همدې میرمنې کیسې ته غوږ وې، هغې خپل سرګذشت بیانوه، د شورویانو کیسې یې کولې او نورو ورته لپې لپې اوښکې تویولې.
میرمنې ویل:
د قوې(پوځي کتار) اوازه شوه. ټول نارینه نږدې غرونو ته وتښتېدل. موږ میرمنې او ماشومان پاتې شوو. ځوانو میرمنو زاړه کالي واغوستل، مخونو باندې یې داسې شیان ووهل چې ښایسته ښکاره نشي.
له قوې مخکې الوتکې را ورسېدې او بمبار یې شروع کړ، های بسلمانه! په هغه ورځ لکه له اسمانه چې سکروټې اوریږي، ډيره بده ورځ وه. ډیر خواخوږي مو پکې شهیدان شول. سلګیو ونیوله او په بند بند اواز یې وویل: زموږ یوه ماشومه زانګو کې وسوزیده.تور سکور شوه.
د میرمنې ستونې ډک شو، تا به ویل خونه کې هیڅوک هم نشته، چوپه چوپتیا وه.کله کله به د سلګیو غږونو سکوت مات کړ.
ټولې ځای په ځای ریږدیدلې، غوني مې زیګ شول، نږدې و چوپتا په خپله چیغه ماته کړم.
میرمنې بیا سر پورته کړ:
خدایه توبه! موږ سمڅه کې ننوتلي وو.سمڅه کې را سره په ټیمانو کې غوړي هم وو. په خوارۍ مو ټول کړي وو.غلي غلي ناست وو او په زړونو کې مو کلمې ویلې. د سمڅې خولې ته د پښو دربهار شو. په خپله ژبه یې غږونه وکړل. موږ ټول وهم پسې اخیستي وو، ونه وتلو. یو دم یې سمڅې ته یو شی راخوشې کړ، ګړز شو، اور بل شو. نور په ځان نه یوو پوه شوي. چیغې شوې. له لمبو ډک ووتلو. سور مخو راته خندلې او موږ لمبو کې پټ وو. هغې پلو لرې کړ: دا مخ مې هماغه وخت سوزیدلی. هسې په دنیا مو او دانه پاتې وه، کنه...
میرمنې، له پیالې ګوټ وکړ. سترګې یې په ما ګنډلې پاتې شوې او بیا یې راته ګوته ونیوله، خو شونډې یې نه بیرته کېدې. لاس یې هماغه شان رپیده، یو دم یې په چیغه وویل: په دغه منګ ورور مې سره لمبه شو. سکور شو. له دې سره چیغې شوې،داسې چیغې چې د خونې دیوالونه یې خوځول.ما ویل که بیا باد اوباران دی او خیمه جړقوي، په منډه ووتم.
شورویان ووتل خو زموږ یو نسل یې تباه کړ، د ظلمونو کیسې به یې نسلونه ژړوي. خو د هغوی په وتلو دردونکې کیسې ختمې نشوې. دا دی دا نور هم په وتلو دي. د دوی د ظلمونو کیسې به هم زړونه سوري کړي. خو له دې هم خواشینونکې داده چې که موږ همداسې له وطن او خلکو سره بې مینې اوسو،د پردیو په چوپړ کې یوو او همداسې د نورو په اشارو ورور وژنې ته دوام ورکړو،خدای خبر زموږ نور نسلونه به د چا- چا ظلمونه تجربه کوي؟
محمد نعمان دوست،جلال اباد