مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سوله د افغانستان په ګټه ده. نه د ډلو سهامي شرکت

ع شریف زاد


 وايي چې يوه سړى ادعا کوله چې زه منجم يم يعني ستورئ پېژندونکئ. کوم ملا ورځخه پوښتنه وکړه چې ستا ګاونډئ څوک دئ؟
 سړى ورته وويل چې نه پوهېږم.
ملا ورته وويل چې ته خپل ګاونډئ نه پېژنې نو څنګه کيداى شي چې د اسمان له ستورو ځخه خبر راوړې؟
 نور د هېواد په اجتماعي او سياسي نفس کې څه نه دى پاتې.په مناظرو به دغه مظلوم خلک څه وکړي.؟
 نن سبا د افغانستان په ټولو سيمو کې د ټا کنو بهير روان دى او کانديدان به خامخا د خپلې بريا لپاره هلې ځلې کوي.افغا نان له پخوا څخه اوس ډير ښه پوهېږي چې کوم يو کانديد د افغانستان ملي زعيم کيداى شي او کوم يو ددې اهليت او لياقت لري چې بې له هرډول چل او درغلۍ څخه دغه تاريخي رسالت ته کار وکړي . رښتيا خبره داده چې د افغانستان،ولس، تاريخ، فرهنګ او مدني ژوند لپاره يو ډير مهم او حساس مسوليت دى. د ټوکو خبره نه ده او نور په ټوکو زمونږ مشکلات، رنجونه، هلې ځلې او د اوسنۍ پېړۍ را چاپير حالت بدلون موندلاى شي.ښه به داوى چې ټول افغانان د سياست لوبو څخه راووځي او په دې تاريخي بهير کې لومړئ يوازې د سولې په برخه کاروکړي. تر څو چې يو ملي،مطمن، دخلکو په خوښه برابر، د عدل او انصاف حکومت مينځ ته را شي دې وخت کې د ملامتې او ناجوړې محاسبه نا ممکنه بريښي. ټولې هغه سپکې او سپورې پريږدي چې د ملت لپاره پکې هېڅ نه ليدل کيږي. هغه فرهنګ پرېږدي چې د پيسو په زور په ډيره چټکۍ په بيسوادو او باسوادو کې روان دى. هغه فساد پريږدي چې خپل نه تښتو او د بل په غيږ کې هوسيږو او بيا د څو زره کلن تاريخ ادعا کوو. د شهيدانو هغه لست مه هېروي چې څو لسيزې ېې د نومونو پته تاريخ پټه نشوئ کړاى.سره ددې ناوړو بيا هم مونږ مجبور يو چې ګډ ژوند وکړو. په ګډه د ملي حاکميت تر سيوري لاندې بې له هر ډول ستونزې يو او بل ومنو. د يوه بل احترام په بشپړه توګه تر سره کړو . هغه کسان چې واقعا د کار اهل دى . د روغې جوړې غوښتونکي دى د دولت په ټولو برخو کې ديوه ملي رسالت تر شعار لاندې د کار او مسوليت لپار بلنه ورکړو.
که مونږ ټول افغانان د ننه اوله خاورې د باندې د خپل فرهنګ، عقيدې، ژبې، او هويت پر پېژندګلوي باندې داسې هر اړخيزه کار وکړو چې په هغه کې د انساني کرامت ، اخلاق ، او مېړنيو افغا نانوښېګڼې خوندي وي نه داچې د ځينو شخصي تلويژنو سپکو سپورو، رټلو ، توهين او کرکجنو نشراتو په اورېدو سره چې هېڅ ملي او اسلامي صفت ورسره ملګرى نه دى تکرار او تکرا اوريدل کيږي او ډيرئ په کې داسې کسان ننوتې چې نه خپل ځان پيژنې او نه بل او نه ېې پروګرام د انسانانو پروګرامونو ته پاتې کيږي چې مثالونه ېې ډير زيات دى. ، اوله بل لوري هغه سياست چې زمونږ له ديني عقايدو فرهنګ ، کلتور او ثقافت سره هېڅ تړاو نه لري له ټولنې د باندې تبليغ کېږي . فکر نه کوو چې بيا له ګاونډي او نړيوالو نه دومره ويره وي او يا زمونږ په کارکې کار ولري .کوم چې مونږ ېې هم کرو او هم ېې رېبو!دا خبره په هغو کانديدانو بايد بده ونه لګيږي ځکه له نيوکې څخه وتلې خبره ده چې په اوچته ناپوهي کې دوى د زعامت ملا راتړلې ده !!! ناپوهې په هېڅ ډول په خټو او خاورو نه پټيږي هغه کانديدان چه اصلا د يوه عادي مقام چنه هم نلري نو د څه لپاره هم خلکو ته دردسر او هم ځان ته دومره تکليف ورکوي يا دومره پيسې بې ځايه مصرفوي هغه د يتيمانو ، کونډو او رنډو ته ورکړي چې ډيره اسلامي ښېګڼې دې او په ټولنه کې يي اهميت زيات دى . هغه چې په خپله ژبه نه پوهيږي او بيا ېې هم په زاړه سياست باندې خپله ژبه تحقير او توهينوي. که دولس پوښتنه وي نو داڅه ډول تګلاري دى چې اوبه له پاسه خړې دي؟
 ولس ورته ګوري او په ډاګه ېې ويني چې دوى څه وايي ؟ په نسبي توګه ددې پوهې کچه ډيره ټيټه ده .چې بيا د غه ټيټوالي د سنجش، رياضي، مدني او سياسي لحا ظ په حساب يوه ستره خا ليګا ه ده چې په پيسو هم نه اخيستل کيږي. مونږ فکر کوو چې يو ځل بيا به د بن مرداره معاهده د افغانستان په تاريخ کې تکرار شي او که تکراريږي نو دا به د ټاکنو او وچه دموکراسي سره توپير ولري . په هر حال عاصي پوه شه او دوزخ!
د ځينو کانديدانو اهداف ډير مشخص، روښانه، مطمن، او د افغانانو په ګټه دي هم د منلو وړ دي. او هم ډير امکان لري چې د هغوي ستراتژي او تاکتيک ښه نتيجه ورکړي په دې شرط چې ولس او په تير بيا ځوان نسل ور سره پايڅې را بډوهي او کار ورسره وکړي. يوا زې ټولې ګوډې او ما تې په يوه ملي زعيم سرته نه رسيږي لکه چې ولس مشر شهيد داود خان ېې په پلمو او چلونو يوازې پريښود او د همدې افغانانو اختلاف او په تيره بيا د ملي اردو بې کفايتي دې مرحلې ته راورسېده چې اوس ېې ځينې کسان افسوس کوي.مونږ بايد په ښو او بدو کې د خاورې ، ناموس، ګډ ژوند کې يو واوسو او د ملي منافعو دښمنانو دښمن او اصيلو زامنو ته اصلي ووايو چې د ملت پرمختګ او بيداري ته ډيره مهمه ، سالمه او متدينه خبره ده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery