دخپریدو نیټه : 2014-02-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د مورنۍ ژبې په ساتنه او پالنه د ژبې حق ادا کیدای شي
استاد فضل الله رشتین
( لیکنه تر پایه ولولئ او غور پرې وکړئ )
پښتانه باید په خپل اوسني بد حالت فکر وکړي او له دې بد حالت څخه د ې د وتلو لارې چارې وسنجوي . پښتانه تاریخ لري ، خو دا سمه خبره نه ده چې دوي صرف په خپل پخواني تاریخ ویاړ وکړي او نور لاس تر زنې کیني. ، پښتانه تل پخواني وختونه یادوي او په خپلو نیکونو او پلرونو نازیږي ، غټې غټې خبرې کوي او ډیرې لاپې وهي . اوس وخت بدل شوی دی ، خلک له کوم ځای نه کوم ځای ته ورسیدل ، نور قامونه د خپلو اقتصادی ، سیاسی او فرهنګي ګټو لپاره هلې ځلې کوي او د پښتنو سیاسی ، اقتصادی او فرهنګي حالت ورځ په ورځ خرابیږي او مخ پر شا روان دی . ، نور خلک لکیا دي او د ژوند په بیلابیلو برخو کې په کار او فعلیت بوخت دي ، خو پښتانه بیا هم له سیاسی بیداري څخه سم کار نه اخلي ، له حکمت عملي څخه کار نه اخلي . د سیاسي بیدارۍ د راتلو لپاره پوهه او شعور په کار دی ، صرف په شعارونو کار نه کیږي. تعلیم د پښتنو په سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنیز ژوند کې اساسی رول لوبوي ، دې برخې ته خاصه توجه لازمي ده .
. ددې لپاره چې پښتنو خپل ملی رسالت او دنده تر سره کړې وي او د خپلې مورنۍ ژبې حق یې پر ځای کړی وي ، نو دا لاندني وړاندیزونه کوم : .
پښتانه دې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي ځکه چې دا یې ژبه ده او دایې حق دی چې داسې وکړي. مونږ تل کورو چې لس پښتانه د بلې ژبې د یو تن ویونکي په خاطر ټول د هغه یو تن په ژبه لکیا وي او خبرې کوي ، دا ډول پښتانه باید خپل دا عادت بدل کړي.
پښتانه دې باید په خپله مورنۍ ژبه لیکل او لوستل وکړي.، ځکه چې دا یې حق دی او که په خپله ژبه لوستل او لیکل وکړي نو د خپلې ژبې حق به یې په ځای کړی وي. ډیر پښتانه دولتی چارواکي او مامورین په دري ژبه لیکل کوي ، زه نه وایم چې په دري ژبه دې لیکل نه کوي ، خو اقلا ۵۰٪ دې په خپله مورنۍ ژبه هم لیکل وکړي او د خپلې مورنۍ ژبې حق دې ادا کړي.
پښتانه دې باید خپلو اولادونو ته د پښتو لیک لوست ورزده کړي . که اولادونه ددې حق څخه محروم پاتې شي نو بیا دا د اولادونو په حق کې یوه جفا ده . دوي ته ښايي چې خپلو اولادونو ته د پښتو کتابونه راوړي او همداشان ورسره کیني او پښتو ورته زده کړي.
پښتانه دې باید د خپلو اولادونو په زړونو کې له پښتو ژبې سره د مینې او علاقې احساس ژوندی وساتي.
پښتانه دې باید د خپلو اولادونو ( زامنو او لوڼو ) د تعلیم په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي. .
پښتانه دې باید د فرهنګي مرکزونه په جوړلو کې خاصه توجه وکړي ، داسې مرکزونه چې ځوانانو ته د پښتو د فرهنګ تعلیمات ورکړي. ، زمونږ پښتانه دوات مندان کولای شي ددې مرکزونو په جوړولو کې مادي مرستې وکړي. دا یو ضرورت دی او دا د پښتنو دولت مندانو فرض دی چې د خپلې مورنۍ ژیې حق پر ځای کړي.
پښتانه دې باید سیاسي مسایل وڅیړي ، په سیاسي مسایلو غور وکړي ، له مشرانو سره ورباندې مشورې او خبرې وکړي.
پښتانه دې باید په خپلو خبرو کې له فکر او نرمښت څخه کار واخلي .
پښتانه دې باید د خپلو پیسو ( مالدارانو ته وایم ) یوه برخه د پښتو ژبې او فرهنګ د ودې او پرمختک په لار کې مصرف کړي.
پښتانه دې باید خپل قیمتي وخت بې ځایه تیر نه کړي. بلکې ورته ښايي چې له وخت څخه سمه استفاده وکړي. ډیر پشتانه دي چې غربې کوي او د عمل ډګر ته نه راووځي . عملي کار لازم دی نو باید عملي کار وشي.
پښتانه باید د خپل تشخص وساتي .
پښتانه دې باید کار وکړي زحمت وباسي او هیڅکله دې له لټتوب څخه کار نه اخلي.
پښتانه دې باید په کار او غریبۍ نه شرمیږي ، په کار او غریبۍ پسې دې ووځي ، پښتانه په دبی او نورو غربی او عربی هیوادو کې سخت کارونه کوي ، خو خپل وطن کې د سختو کارونو په کولو شرمیږي .
پښتانه دې باید له همت څخه کار واخلي . په هر کار کې همت په کار دی . وايي . که آسمان دې د زمري به خوله کې ورکړ- د زمري به خوله کې مه پریږده همت .
پښتانه دې باید د قام او ژبې د خدمت لپاره ټینګ عزم او ټینګه اراده ولري. هر کار په ټینګ عزم او اراده کیدای شي او نتیجه ترینه په لاس راتلای شي.
پښتانه دې هیڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې څوک دې د دوي د مورنۍ ژبې سپګاوی وکړي .
پښتانه دې هیڅکله د بلې ژبې او قام سپګاوی نه کوي. په دې اصولو دې پاپند ووسي چې : ( احترام کوه او احترام به دې کوم )
پښتانه دې باید له احساساتو څخه کار نه اخلي او هر کار دې په ښه فکر سره سرته رسوي.
پښتانه دې له جزباتو څخه کار نه اخلي بلکې په آرامو اعصابو دې خپل کارونه په تدبیر سره مخ ته بوځي.
ښښتانه دې باید د منصب او پیسو لپاره خپله مورنۍ ژبه پښتو نه خرڅوي .
پښتانه دې باید د هیواد د اساسي قانون له مخې د خپلې ژبې د حقوقو د حاصلولو لپاره مبارزه وکړي.
پښتانه دې باید هغه چاته په انتخاباتو کې خپلې رایې ورکړي چې د دوي د مورنۍ ژبې ( پښتو ) حقوقو ته غاړه ایږدي او د حقوقو د تامین لپاره یې لیکلي ضمانتونه ورکوي. ( راتلونکی دولت باید اساسي قانون د احترام له مخې په دولتي ادارو کې ۵۰٪ پښتو رایج کړي )
هرچاته ښايي چې د خپلې ژبې سر څڼه وکړي ، د خپلې ژبې ساتل او پالل د عزت او پت ساتل دي ، څوک چې د خپلې مورنۍ ژبې عزت ساتي ، هغه په واقعیت کې خپل عزت ساتي ، څوک چې د خپلې ژبې پت ساتي ، هغه په واقعیت کې خپل پت ساتي. څوک چې د بل چا د ژبې عزت کوي ، د ا په حقیقت کې د خپلې ژبې عزت کوي ، څوک چې د بل چا د ژبې حرمت ساتي ، دا په حقیقت کې د خپلې ژبې حرمت ساتي ، څوک چې د بل چا د ژبې احترام کوي دا په حقیقت کې د خپلې ژبې احترام کوي. څرنګه چې خدای پاک وکړي پیدا کړي دي نو د دوي ژبې هم خدای پاک پیدا کړي دي نو ښايي چې یو قوم د بل قوم د ژبې او فرهنګ عزت او احترام وکړي.
خپلې دا خبرې به د ارواښاد عبدالله غمخور د شعر په دې بیت پای ته ورسوم چې د ارواښاد پوهاند رشتین بابا لپاره یې ویلی دی
وايي : چې یې تر مرکه سر او څڼه د پښتو کړې ده – بې له رشتینه وایه چا دغه پښتو کړې ده