مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

انتخاباتي سیال باید کمزوری ونه ګڼل شي

بشرمل پسرلی

 

ولسمشریزې څوکۍ ته محدود شمېر نوماندان، په ځانګړي توګه ملي او نړیواله څېره او د اقتصادي، سیاسي او د اسلامي علومو عالم پروفیسور ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ټیم، چې کولی شي افغانستان په نسبي توګه له اوسنیو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او کلتوري ننګونو او ستونزو څخه وباسي، مناسبه تګلاره او کړنلاره لري او وړ او افغانستان شموله ټیم دی، خو دا د ژغورنې او رغونې پیغام څنګه چې لازم دی په هغه ډول هېوادوالو ته نه رسېږي، چې کیدای شي دوه علله ولري: لمړی، ممکن خوش باوري وي، چې ګټونکي یو، خو دا باید په یاد وساتل شي چې هېڅکله باید سیال کمزوری ونه ګڼل شي او دويم  کمپاینیزه کمزوري ده، چې په دې برخه کې لاندې ټکي د پام وړ دي: 
مېډیايي برخه:
مېډیا د یوه دولت څلورمه قوه ګڼل کېږي. پر همدې بنسټ، میډیايي کمپاین خپله لویه اغېزه لري. په ګران هېواد افغانستان کې په لسګونو ټلوېزونونه، راډیوګانې او په سلګونه مجلې او ورځپاڼې خپرېږي، چې له دې لارې په ښه طریقه کمپاین کېږي، چې نوماند خپل پیغام هېوادوالو ته ورسوي، چې په دې ترڅ کې د مناظرو لړۍ ډېره ښه روانه ده. خو موږ نشو کولی چې ټولې تمې د مناظرو له پایلو پورې وتړو، ځکه چې ددې هېواد حالات لکه د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر نه دي.
لازمه ده چې ډېر معقولانه میډیايي کمپاین پرمخ ولاړ شي. د بېلګې په توګه، که چېرې یو کمپایني پیغام کومې راډیو او تلوېزیون ته ورکول کېږي، په کارده چې د هغه لیدونکي په نظر کې ونیول شي یعنې که چېرې موږ طلوع ته پښتو پیغام استوو، شمشاد ته دري پیغام ، اینې ته غیر ازبکي او نګاه ته غیر هزاره ګي پیغام استوو، ممکن چې ډېر معقول ونه برېښي. ددې ترڅنګ، اخبارونه، مجلې او راډیوګانې باید له یاده ونه وېستل شي، ځکه چې د هېواد ډېری وګړي رادیو ګانې لري او باقاعده یې اوري.
 له بل پلوه، ټولنیزو اړیکو وسایل لکه فیسبوک هم خپل اغیز لري، خو دا تر ډېره بریده د هوا په څپو کې وي، ځکه چې ډېر لږ شمېر لوستي او له اقتصادي پلوه مناسب وګړي ورته لاس رسی لري، خو په ټوله کې کولی شي چې خپل مثبت رول ولوبوي. له شکه پرته چې انټر نیټ سایټونه هم خپل رول لري ځکه چې د هېواد مختلفو سیمو کې ډېری وګړي په دفتر او کور کې ورته لاس رسی لري او نسبي لوستونکې هم لري، خو مهمه داده چې د خپل سایټ لیکنې باید له نورو سایټونو سره شریکې شي، ځکه چې دا نا ممکنه خبره ده چې یو سایټ دې په ۲ میاشتو کې مشهور شي ترڅو ټول ورته لاس رسی ولري، خو نور سایټونه باید د لینک او ما اخذ ذکر وکړي.
ډېره ضروري داده چې حد اقل په مرکز کې شل ویاندویان او په ولایاتو کې درې ویاندویان موجود وي، ترڅو د مېډیا په مخ مختلف افراد راڅرګند شي چې دا د ځواک او نفوس نښه ګڼل کېږي.
اساسي برخه:
اساسآ افغانستان یو ډېر وروسته پاتې هېواد دی، له همدې امله هغه نوي وسایل چې د کمپاین په موخه په ځانګړي توګه په نورو هېوادونو کې معمول دي، په دې هېواد کې هغومره اغیز نه لري لکه په نورو هېوادونو کې، ځکه چې د هېواد يوازې ۲۸ فیصده وګړي سواد لري، ۲۶ فیصده د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېره لوړه فیصدي په کلیو او بانډو کې ژوند لري، چې اکثریت یې د مېډیا یې وسایلو د لرلو توان نه لري او ډېر شمېر یې لیک او لوست نه شي کولای.
افغانستان د حجرو، مسجدونو، زیارتونو، دېرو، مېدانونو، خوړونو او د کلیو او بانډو وطن دی. له همدې امله، د کمپاین تمرکز یوازې په کابل یا د لویو ښارونو په مرکزونو کې او یوازې د مېډیا له لارې ښايي هغومره يې چې تمه کېږي اغیزمن ثابت نشي. د کمپاین لړۍ باید ټولو هغو سیمو او سایټونو ته ورسي، چې د ټاکنو مرکزونه په کې فعال دي او له ناستو، دېرو، محلي شوراګانو، د جمعې ورځې خطبو او جلسو څخه ډېره ګټه پورته شي.
بله دا چې لکه اوس د رضاکارو ټولنیزې شبکې فعالیت کوي، دا فعالیتونه باید حجرو او دېرو ته وغځېږي او وخت ناوخت د ولسوالیو او ولایاتو او مرکزي کمېټې کمپاین غړي یې وهڅوي او په اړیکه کې ورسره واوسي.
عملیاتي برخه:
له ملاتړ کوونکو څخه تر خپلې وسې فنډ راټول شي، بېنرونه باید د هېواد له زړه یعنې کابل څخه پیل او په ټولو ۳۶۵ ولسوالیو او کلیو کې خپاره شي، په همغږۍ او د ځانګړي مهال وېش پر اساس هره ورځ باید د ملاتړ غونډې جوړې او ګزارشونه یې په ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلوېزونونو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شي، د کمپاینرانو دروازه او د اړیکو وسایل د ټولو پرمخ خلاص وي، هرې شورا او ډلې ته باید د ملاتړ بلنلیکونه ورشي، کمپاینران باید په خپل کمپاین کې هېوادوالو ته د ټاکنو په ارزښت وغږېږي، کارت اخیستلو او رایه اچولو ته یې وهڅوي.
یادونه: دا لیکنه په تحول اخبار او ویب سایټ کې خپره شوې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery