دخپریدو نیټه : 2014-02-24 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د سولې شورا په لوی لاس سوله قتلوي
سپین وطنیار
دا څو ورځې دافغانستان په سیاست بازار کې د مختلفو اړخونو ترمابین دوه اړخیز چلند یوځل بیا حساس شوی دی ، هره ورځ نوې خبره اوریدل کیږي ، تصمیمونه نیول کیږي او غبرګونونه څرګندیږي .
له څه باندې یوې اونۍ راهیسې دافغانستان دسولې شورا وایي چې په دوبۍ کې یې له طالبانو سره خبرې پیل کړي دي ، په دې لړ کې په دوبۍ کې ناست ددطالبانو یوه مخلوع چارواکي معتصم اغاجان هم یوه اعلامیه نشر کړه ، د سولې له شورا سره دخبرو تصدیق یي وکړ او ویې ویل چې نوموړی حاضر دی دټولو جنګیدونکو طالبانو په استازیتوب له دولت سره دسولې مذاکرات وکړي .
دې خبرې ته کورنیو او بهرنیو مطبوعات خورا پراخ انعکاس ورکړ ، بیلابیل راپورونه او تبصرې یې ورباندې خپرې کړې ، په پیل کې داسې انګیرل کیدله ، چې دا به رښتیا دملامحمدعمر په مشرۍ دطالبانو له واقعي استازو سره دسولې خبرې وي ، خو وروسته څرګنده شوه ، چې دغه خبرې له واقعي طالبانو سره نه دي ، بلکې یوازې داغاجان معتصم په مشرۍ له هغه تش په نامه طالبانو سره دي ، چې د سولې له شورا سره له ډير پخوا رابطه لري ، له طالبانو څخه بیل شوي دي ، او له څه وخته راهیسې یې په دوبۍ کې دسولې جعلې جریان پيل کړی دی .
په داسې حال چې ټولو افغانانو ته د دوبۍ د پروسې جعلیت واضح وو ، دسولې شورا په تعجب آوره توګه خپل پلاوی دوبۍ ته واستاوو ، ترڅو دمذاکراتو دغه بې بنیاده پروسه پرمخ یوسي ، لویدیځو رسنیو دغو راپورونو ته داسې انعکاس ورکړ، لکه رښتیا چې کوم لوی بدلون راغلی وي ، رسنیو درګرده داغاجان معتصم سره دمذاکراتو په اړه راپورونه خپرول ، زیاتره ناخبره هیوادوال خوشاله وو چې رښتیا د سولې واقعي جریان پیل شوی دی ، مګر حقیقت داوو ، چې دسولې شورا یوځل بیا په لوی لاس د واقعي سولې امید قتل کاوو ، ځکه له نامسؤلو طالبانو سره دمذاکراتو او بې اساسه تبلیغاتي مانورو په ترسره کولو یې واقعي جنګیدونکو طالبانو ته د متقابل غبرګون لپاره مبرر په لاس ورکاوو .
دا دسیاست مزاج دی ، کله چې مقابل لوری تاته اعتناء نه کوي ، او یا درسره د دیپلوماسۍ په میز دوه مخي کوي ، نو ته مجبوریږې چې خپل په لاس کې قطعې وکاروې ، ځان ورباندې ومنې او بالمقابل ځواب ورکړې .
د دوبۍ پروسه دسولې شورا او امریکایانو لخوا یوازې په دې خاطر پیل شوې وه ، ترڅو داغاجان معتصم په مطرح کولو او تبلیغاتي اوازو سره دملامحمدعمر په مشرۍ واقعي جنګیدونکي طالبان ترفشار لاندې ونیسي او یوه نوع ګوشمالي ورکړي ، خو دې کار دسولې په لیاره کې ځکه دګټې په ځای تاوان وکړ ، چې طالبان یې متقابل غبرګون ته وهڅول او د افغان دولت دسولې دارادې په اړه یې دطالبانو شکوک نور هم زیات کړل .
د دوبۍ د منځتشو مذاکراتو وروسته طالبانو په عکس العمل کې دوه دپام وړ غبرګونونه وښودل ، له یوې خوا یې له امریکایانو سره هغه پیل شوي مذاکرات ودرول ، چې له څه مودې راهیسې دبندیانو دتبادلې په اړه روان وو ، دملامحمد عمر په مشرۍ طالبانو په دې اقدام سره امریکایانو ته وښودله چې امریکایي مطبوعات که هرڅومره اغاجان معتصم مطرح کړي ، بیا هم په عملي ډګر کې مزی دملاعمر په مشرۍ د طالبانو په لاس کې دی او امریکا به بالاخره له هغوی سره مذاکراتو ته مجبوریږي .
په دې هرڅوک پوهیږي چې دامریکا او طالبانو مذاکرات او د بندیانو تبادله دافغانستان دسولې په لیاره کې یوه ممد او کومکي اقدام وو ، چې د باور فضاء په جوړولو کې یې لوی نقش درلود ، اوس چې دسولې دشورا او امریکا د وروستیو ناسمو کړنو له امله دغه مذاکرات سبوتاژ شوي دي ، نو تاوان یې یوازې دافغانستان سولې ته رسیدلی دی ، او سولې ته ددې زیان اړولو مسؤلیت ترهرچا ډير امریکایانو او دسولې شورا ته راجع دی ، چې په خپلو پاروونکو او بې هدفه اقداماتو او تبلیغاتو سره طالبان متقابل غبرګون ته هڅوي .
د دوبۍ له جریان وروسته بله مهمه پیښه په کونړکې دملي اردو په پوستو دطالبانو خونړۍ برید وو ، چې حتی ارګ ته یې ټکان ورکړ ، ویل کیږی چې په دې جګړه کې دافغانستان دملی اردو تر شلو ډیر مسنوبین وژل شوی او ټپيان شوي دي ، طالبان چې په دې وروستیو کې معمولا په ملي اردو خونړي بریدونه نه کوي او ډیره توجه یې امریکایانو ته وي ، په دې اقدام سره یې ارګ میشتو او دسولې شورا ته وښودله ، چې که دولت په طالبانو فشار راوړي او دوه مخي ورسره کوي ، نو طالبان هم بدیلي لارې په واک کې لري او کولای شي په عامه اصطلاح د ناري ټک په کڼي کې ترې واخلي .
لوړ تحلیل ته په پام سره د سولې شورا ددوبۍ له بې هدفه ډرامې څخه یوازې دا ګټه ترلاسه کړه ، چې په نتیجه کې یې د طالبانو او امریکا پټې خبرې په ټپه ودریدلې ، او طالبان د دولت په اراده نور هم شکمن او حتی متقابل فزیکي غبرګون ته وهڅیدل ، دا دواړه نوي انکشافات د افغانستان دسولې په بهیر کې پرمختګ نه بلکې ښکاره شاتګ بلل کیدلای شي ، هغه شاتګ چې دسولې شورا دناسمو اقداماتو څخه یې سرچینه اخیستي ، چې په دې توګه یوځل بیا هغه باور قوي کیږي چې دسولې شورا په افغانستان کې دسولې داحیاء لپاره کار نه کوي بلکې غواړي په خپلو ناموجهو اقداماتو دسولې امیدونه قتل کړي .
ددې لپاره چې ځوریدلی افغان اولس له سولې څخه برخمن شي ، امریکایان ، افغان دولت او په ځانګړي توګه دسولې شورا باید دسولې پروسې ته دجوړجاړي دیوې واقعي پروسې په نظر وګوري ، دسولې له پروسې څخه باید درواني او تبلیغاتي جنګ حربه جوړه نه کړي ، ځکه چې تاوان یې افغان جګړه ځپلي اولس ته رسیږي ، که دوی دغه پروسه لا هم د رواني او تبلیغاتي جنګ دیوې وسیلې په حیث استعمالوي او کوښښ کوي ، چې دسولې په تبلیغاتو یوازې طالبانو ته زیان ورسوي ، نو یقین دی چې په دا ډول اقداماتو به کله هم سوله رانشي ، بلکې یوازې به د دواړو خواوو ترمنځ غچ بازۍ دوام پیداکړي ، او دسولې پروسه به دنظامي ډګر غوندې دساړه جنګ یوه بله جبهه وي چې زیان به یې اولس ته رسیږي .
طالبان او افغان دولت همدا او س په تبلیغاتي برخه کې په یوه نامتوازن دریځ کې دي ، تبلیغاتي میدان د افغان دولت په ولکه کې دی چې امریکایې ملاتړ کوي ، کله چې د دوبۍ دجریان غوندې دطالبانو د متضرر کولو لپاره تبلیغاتي اوازې پیل کیږي ، او طالبان نه شي کولای چې په مطبوعاتو کې یي په خپل وخت رد کړي یا ورته مناسب مطبوعاتي ځواب ووایي ، خامخا مجبوريږي چې په متقابل سیاسی یا پوځي اقدام غور وکړي ، لکه په تیرو څو ورځو کې چې ولیدل شول ، زما په باور که د سولې شورا دطالبانو په خلاف همداسې ساړه جنګ ته ادامه ورکړي په پای کې شاید طالبان دسولې شورا او منسوبینو ته یې د پوځي هدف په نظر وګوري ، او د ساړه جنګ تود غچ ترې واخلی ، چې په هغه صورت کې به بیا دسولې شورا سر او سرسر دواړه بایللي وي