دخپریدو نیټه : 2014-02-24 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د افغان سید دژوند او حال لنډه شرحه:
نیکمل یون
سید جمال الدین افغان په ۱۸۳۸ م یا ۱۸۳۹ م (۱۲۵۴ ه ق په شعبان کی ۱۲۱۶ ه ل) د کونړونو ولایت د نورګل ا ښیوی دولسوالیو تر منڅه د ژیړی بابانه هغو خوا دکونړ سین د کیڼی غاړی په یوه کلی کی چی (شیرګړ) (صفدرګټ) یا (اسد آباد) ورته ویل کیږی دسید محمد صفدر په کور کی نړی ته سترګی پرانستلی چی نسبی لړی یی د سید علی ترمذی (دبشیر غوت الاعظم دستګیر) په واسطه دحضرت محمد (ص) نازولی لمسی امام حسین (رض) ته رسیږی.
دڅینو په نظر سید علی ترمذی دحدیثو هماغه منصف دی چی په حدیثو کی دیو کتاب مولف شمیرل کیږی.
دسید جمال الدین افغان کورنۍ دکونړ دنامتو سیدانو (ساداتو او پاچایانو) څخه ده چی نه یوازی ورته په کونړ کی خلک ارادتمند او په محمدی نبوی مینه یی درناوی کاوه او ددعا اخستلو لپاره یی لویه عقیدتګاه وه بلکی دافغانستان دامیرانو په دربار کی یی هم خورا لوړ قدر او منزلت درلود، چی په راوروسته وختونو کی دکونړ دپشات (پشد) سید محمود پاچا او داسلامپور بابا پاچا له همدی کورنی څخه دی.
دسید جمال الدین افغان پلار سید محمد صفدر چی دخپلی زمانی یو نامتو شخصیت و دپوهی دفنونو په ګاڼه سمبال اوپه صوری اومعنوی کمالاتو ښایسته او دکابل دایرانو له خوا دتنخوا په ورکولو پالل کیده، کله چی دامیر دوست محمد خان له خوا له دی امله چی په کونړ کی نوموړی زیات رسوخ اونفوذ درلود دده کورنۍ په کابل کی استوګنه شوه، سید دغه مهال (۱۲۲۵ ه ل) اته کلن وه.
دکابل په سیمه کی شرایط دده دغوړیدو اوذکاوت د ودی لپاره مساعد و، پلار یی دلته پوهانو ته کښیناوه او دلسو کلونو په موده کی یی دخپلی زمانی مروج معقول او منقول علوم لکه صرف، نحو، معانی، بیان، تفسیر، حدیث، فقه اودهغی اصول، طب، منطق، الهی اوطبیعی حکمت اوداسی نور متداوله علوم ولوستل اودیو نابغه او متبحر عالم په حیث راڅرګند شو.
دافغان سید لومړنی استاد دده پلار کونړی سید صفدر پاچا و او کله چی به یی پلار ورته دحقیقت اوحکمت دمعنا کولو په ترڅ کی ده ته قناعت ورنه کړی شو، نوبه په غوسه شو او له وره به و ووت او همزولانو شره به یی په لوبو پیل وکړ... لکه چی داپیښه یوه ورځ هغه مهال رامنڅ ته شوه چی پلار یی د (الم نشرح لک) دمبارک آیت دحقیقت او حکمت دمعنا کولو په ترڅ کی دده قناعت حاصل نه کړای شو او په قهر له کوره و ووت او تر لوبو کولو وروسته په تلوار شره کورته راننواته پلار ته یی وییل: پلار جانه! نن راته د (الم نشرح لک) دمبارک آیت حقیقت او سو معلوم شو اوپه دی اړه یی پلار ته مبتکرانه معلومات ورکړل. پلار یی هک پک پاتی شو مخ یی ورته ښکل کړ او لوی خدای تیه یی دسر سجده وکړه.
په وړوکتوب کی یی داسی زیات متبحرانه نووښتونه ښودلی دی. هدا شان وایی: چی افغان سید عربی مشکل کتابونه پرته له یو څو پاڼو او یا فصلونو څخه زیات نه لوستل، نه یوازی پخپله به پری ښه پوهیده بلکی دوړکتوب په مهال خپلو شاګردانو ته چی یو له دی جملی څخه دده دترلی زوی سید هادی و.
سید جمال الدین افغان د فوق العاده ذکاوت او ځیرکی څخه برخمن و او په دی اړه نقلونو اوریدونکی په پوره تعجب کی اچول. له بلی خوا دده بیخی پیاوړی حافظه دده دزښته زیات چټک پرمختګ لامل شو او په ځوانی کی د اسلامی علومو یو متبحر عالم شو.
سید جمال الدین افغان څه وخت وروسته هند ته مسافرت وکړ او هلته یی له پوهانو څخه په نوی میتود دریاضی د علم په اړوند زده کړه وکړه، بیا وروسته حج شریف ته لاړ چی دی مسافرت یوکال موده ونیوله، افغان سید دمسافرت په دی موده کی د شرقیانو د اخلاقو او عاداتو په لاره ښه معلومات تر لاسه کړل هغه چی په راتلونکی یی تری پوره ګټه واخستله کله چی ۱۲۷۳ ه ق / ۱۸۵۶ م کی دحج له سفره هیواد ته راستون شو، امیر دوست محمد خان ورته په خپل دربار کی لوړ ځای ورکړ، خپل سلاکار او مصاحب یی مقرر کړ.
په ۱۲۸۰ ه ق / ۱۸۶۳ م چی کله امیر دوست محمد خان مړ شو او امیر شیرعلی خان پاچاهی ته ورسید نو سید ته دخپل پلار له خوا ورسپارل شوی دنده بیا وسپارل شوه. سید جمال الدین افغان له دی مساعد فرصت څخه په ګټی اخستنی سره لومړی جریده (شمس النهار) تآسیس کړه چی د هغی اغیزی دهیواد له پولو څخه دباندی هم خپری شوی.
افغان سید دامیر شیرعلی خان دپوره اعتماد دقدردانی په منظور د دربار چاری او دفترونه ښه سمبال کړل دنوی او عصری اردو د جوړولو لپاره یی مقدماتی زمینی برابری کړی، دولتی ښوونځی او روغتونونه یی تآسیس او پوستی چاری یی تنظیمی کړی، دپاچا سره دمشوری په خاطر یی دوزیرانو یو هيت جوړ کړ او بهرنیو هیوادونو ته یی د سفیرانو دلیږلو چاری سمی کړی.
دوه کاله وروسته چی امیر محمد اعظم پاچا شو، افغان سید د هغه له خوا دصدراعظم په حیث وټاکل شو او چی کله د دوهم ځل لپاره امیر شیرعلی خان پاچا شو نو سید زیات رسوخ او نفوذ په خپل ځای خوندی پاتی شو، خودا یوه طبیعی خبره ده چی دتاریخ په اوږدو کی دقدرت اودولت لیونیان رقیبان چی خپل مقام په تزلزل کی وګوری ډول ډول پلمو ته لاس اچوی او دپاچاهانو ذهنیت مغشوشوی، داده چی دهمدغو درباریانو څخه یوتن دسید جمال الدین افغان سره دکینی اورخی او دخپل نامشروع رقابت له مخی له دسیسو جوړولو کار واخیست اودده پرضد یی دامیر شیرعلی خان ذهنیت ته بدلون ورکړ. سید چی موضوع درک کړه نو د امیر شیرعلی خان څخه یی ددوهم ځل لپاره دحج اجازه واخیستله. څه رنګه چی تردی وروسته دافغانستان خاوره زیاتی دسید جمال الدین دآزادۍ غوښتنی، د ولسونو د راویښولو او دمسلمانانو دیو موټی کولو په خاطر دجهان شمولی مبارزی لپاره ډیره کوچنی وه نویی دهیواد دباندی دغسی تاریخی مبارزو او هلو ځلو ته ملا وتړله او له خپل ګران ټاټوبی څخه یی ډیرو لیریو او له ستونزو ډکو مسافرتونو ته ځان جوګه کړ.
بالاخره کله چی افغان سید د سرطان په ناروغی اخته شو نو داوه چی افغان سید دعمر وروستنۍ څومیاشتی په ناروغی کی تیری کړی اوپه ۱۸۹۷ م کی د۵۸ کلونو په عمر وفات شو.
دسید جمال الدین افغان جسد چی په ۱۹۴۸ م یا ۱۹۴۵ م کی کابل ته راوړل شو او دکابل پوهنتون په بڼ کی ښخ شو تر ۱۳۲۷ ه ل کال پوری نوموړی دیوعادی انسان غوندی پری د خاوروو ډیرۍ پرته وه، تر څو دده قبر دتیږی چی یو ګنبده پری هم جوړیدله دپورتنی کال دتلی په ۱۸ نیټه دمازیګر په ۴ بجو دکابل پوهنتون په باغ کی دوخت دصدراعظم سردار محمد هاشم خان په لاس په داسی حال کی کیښودل شوه چی دکابینی غړی، دمشرانو اوملی شورا دمجلسونو رییسانو، دمطبوعاتو دمستقل ریاست اراکین، دکابل دجریدو مدیران، مامورین او
د((اپاک)) شرکت مهندسین حاضر وو.