مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کوږ بار تر مزل نه رسيږي!

ع شریف زاد

 

د انتخا باتو يا ټاکنو په هکله ولس بايد دوه خبرې له ياده ونه باسي چې هغه يو خاص نظر دى او بل عام.اوس به راشو چې خاص نظر يعني څه ؟ د يوه فرد هغه شخصي نظر ته واېې چې پوره ورباندې قانع او د پلي کيدو غوښتونکئ ېې وي .عا قل هغه څوک دى چې له نورو سره د مناقشې، له لارې سم نظر واخلي او ناسم نظر بدل کړي او بدى ېې د ملت ، خاورې، او ملي ګټو لپاره د سازش په نوم، او بلې هرې دسيسې لپاره په کلکه وغندى او نور د خواخوږي، واسطې او وسيلې کړکۍ ېې بندې کړى. مهمه نه ده چې څوک دى او په چا پورې تړلى دى. دهر استعباد او استعمار مخه ونيول شي. خو له بده مرغه مونږ افغانان دغه ابتکار نه لرو او په خپلو احساسا تو ، پرېکړو، هوسونو او په مختلفو نومونو دغه نظر له ځانه سره کلک نيسو او له هغه څخه دفاع کوو. زه به دلته اخلاقا هغو کسانو ته ګوته نه نيسم چې همدا اوس هم دوى په ډيره غلاطه روان دى او د ملت لپاره هېڅ نه لري. په هر حال که څه هم د ملت په وړاندې ناسم څه چې برباد کوونکي او تباه کوونکئ هم وي. دغه نظر په وار وار د هېواد په مستقبل کې تکرار شوى او هېڅ نتيجه ېې هم ورکړې نه ده بې شميره مثا لونه لري باور وکړى داسې کسان شته چې تور او سپين توپير په منطقي لحاظ نه شي کولاى خو بيايي د ډير غټ مقام لپاره ملا راتړلي وي . بده لا دا چې د ګم شو خبره خو يادولئ هم نه شي کولى او که ېې ووايي نو حتما يو نوم درباندې ږدي يا ښئ يا چپئ او يا شعله پوله او نور
. عام نظر د اکثريتو نظر دى د يوې ټولنې ښکلا ده او افتخار دى . ټولنيز اړخ ېې د شاتو مچيو ته پاتې کيږي چې يوه ملکه ېې هم رهبري کولاى شي او يووالئ ېې شات ګڼل کيږي. چې د خاص په پرتله زيات ثبات او استقرار لري ، د حکمت او سمون امتياز ور سره ملګرئ دى ځکه عام نظر د لوى شمېر ثابت شويو او برياليو ا فکارو پايله ده. چې اسلام کې پوره معنى ا و مفهوم لري چې يوه ټولنيزه پديده ده ځکه د يوې ډلې او يو ټولي نظر تمثيلوي په دې وخت کې اقليت د عام نظر منلو ته اړ يږي.يو تعادل او ميزان مينځ ته راځي او هغه څوک د بهرنيو عاداتو، مروجو تقاليدو تاثير لاندې راځي او يا د نورو نا وړه پلمو سبب ګرځي د عام نظر له مقا ومت سر مخامخ کيږي او د يوې مقا بلې احساس کوي نو که حاکم هم وي له ملامتيا ، سپکاوي او له زيان سره ځان مخامخ ويني.
تبليغات په سياست کې ډير اهميت لري او د ځوانانو له ساده تو ب څخه ښه ګټه اوچته کوي . وګورى د هتلر او موسولينى په څېر چې يو ېې د الماني ځوا نانو او بل ېې د ايتالوي ځوانانو ساده توب غنيمت وګاڼه . غره شول او ملت ېې له خپلې دولتي وسې څخه اوچته جګړو ته داخل کړچې پايلې ماتې او مفلسي شوه.ليرې به نه ځو زمونږ د بحران په هکله عام نظر د نړۍ له ټولوهېوادونو سره ستر توپير لري او ډير روښانه دى په دې شرط چې له رښتيا، ثبات، درايت، ملي او اسلامي ښيګڼو، انصاف او عدالت، او په تيره بيا د سولې په هر اړخيزه برخه کې لکه څنګه چې خداى (ج) او د هغه رسول اکرم (ص) خوښي اوخوشحالي په کې مضمره وي فکر نه کوم چې بې نتيجې پاتې شي.او که چيرې د تبليغاتو کړۍ په دروغو او فساد باندې ولاړه وي او يواځې ځان قدرت ته رسول وي دا بيا د سياست او دوه مخې تو ب بل اړخ دې چې پايله به ېې د ترکي، امين ، ببرک، نجيب،مزاري، رباني...په شان به وي او واېې چې کوږ بار تر مزل نه رسيږي!خو زمونږ مزل له ټاکنو څخه هم د سولې په لور يوه ستره خبره ده او پوه زعامت غواړي نه پلمې .
په درناوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery