دوینا او واقعیت ترمینځ : په افغانستان کی روغتیایي خدمتونوته د لاس رسي لپاره روانه مبارزه
دبې پولې ډاکټرانو راپور څرګندوي چې زیاتره ناروغان کورني روغتیایی خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري.
د ۱۳۹۲ کال دکب ۲۵ ، کابل – دیوې لسیزې نړیوالې مرستې او پانګونې وروسته لا اوس هم په افغانستان کې خلک لومړنیو بېړنیو روغتیایی خدمتونو ته محدود لاس رسی لري اوهغه روغتیایی اړتیاوې چې دجګړې له امله رامینځ ته کېږي په مناسبه توګه نه پوره کېږي . دا مطلب دبې پولې ډاکټرانو له خواه د یو راپور په خپرولو سره په کابل کې په ډاګه شو.
دا په داسې حال کې دا چې روغتیایی خدمتونه دنړیوالوله لوري په افغانستان کې یو ستره لاسته رواړنه بلل کېږي، مګر په روغتیایی برخه کې دغه لاسته راوړنه دومره بریالی نه بلل کېږي.
. که څه هم د ۲۰۰۲ کال راهیسی د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کی زیات پرمختګ شوی. مګر د وینا او واقعیت ترمنځ : په افغانستان کی روغتیایي خدمتونوته د لاس رسۍ لپاره روانه مبارزې راپور - په ډاګه کوي چې خلک دلومړني او بېړني خدمتونو ته دلاس رسي پروړاندې دسختواو مرګوني خطرونو سره مخ دي.
دا څیړنه په تېر زیږیزکال کې د۶ میاشتو په ترڅ کې چې له ۸۰۰ څخه زیات ناروغان په کې پوښتل شوي،دبې پولې ډاکټرانوپه څلورو روغتونونو هلمند،کابل،خوست اوکندز کې ترسره شوې.
د بی پولی ډاکټرانو عمومی رییس کریستوفر ستوکس وایی، له هر هغه ۵ ناروغانو څخه چی مونږ ورسره مرکه کړې، د دوی د کورنی ۱ غړی یا کوم نږدې ملګری تیرکال د روغتیایي خدمتونو ته د نه لاس رسی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیایي خدمتونو په اړه خوشبینانه خبرې ددې لامل شوې چې روغتیایی خدمتونوته دلاس رسي په برخه کې دافغانانوستونزې له پامه وغورځول شي. “په ټولیزه توګه خلک د درملو د کموالی، وړ کارکوونکو او بریښنا، او د هغه پورونو څخه چی درملنې لپاره یی اخلي، خبرې کوي”.
دناروغانوسره مرکې دا څرګندوي چې دروغتیایی خدمتونوپه اړه دکاغذپرمخ خبرې اوهغه څه چې په واقعیت کې وجود لري زیات توپیر لیدل کېږي، زیاترویی ویلي چې وروستۍ ناروغۍ لپاره یی نږدې روغتیایی مرکزونه پرایښي او اړشوي چې ډېرلرې واټن ووهي ، چې ددوی څخه زیات شمېر یی پاکستان او هندوستان ته تلي چې په لوړه بیه او خطرتمامېږي.
ستوکس زیاته کړه، ټول هغه ناروغان چی زمونږ روغتونونو ته راغلی دي، ۴۰٪ ناروغانو ویلي چی په لاره کی د جګړو، ماینونو، تلاشۍ یا ځورونو سره مخامخ شوی دي. او پاتی نورو ویلی که چیرې زمونږ په کورنی یا ملګرو کی څوک د شپی له مخی ناروغ شي، نه شو کولی تر سهار پورې روغتون ته مراجعه وکړو، په دی هیله که ناروغ مو ترسهاره ژوندی پاتې شي کولی شو د ورځی روغتون ته مراجعه وکړو.
په تیرو دولسو کالوکې ، دا چې په افغانستان کی چیرته او څنګه مرستې وړاندې شي، هغه هېوادونو یی په اړه پریکړه کړې چی په جګړه کی ښکیل ول. دا مرستې د اړتیا پراساس نه بلکې د دوی دارزونو (ثبات، دترهګرۍ سره دجګړې ستراتېژۍ یا د خلکو زړه لاس ته راوړلو) پراساس ترسره شوی دي. چې پایله یی هغه روغتیایی اړتیا ته چې دجګړې له امله رامینځ ته شوې په پوره کولو کې یی لویه تشه ترسترګوکېږي. نړیوال بسپنه ورکوونکي، مرسته کوونکي او افغان چارواکي باید ژرترژره روغتیایي جدی نیمګړتیاوی په نښه کړي او یوازی د خلکو اړتیاو ته پاملرنه وکړي.
د روغتیایي خدمتونو خراب حالت په تیره بیا د هغو خلکو لپاره چی په نظامي ساحو کی اوسیږي، د زیاتو ستونزو لامل شوي او پری ناوړه اغیزه لري. په هرحال، روغتیایی مقاماتو او بشرپاله روغتیایي ادارو لپاره د بې پولې ډاکټرانو په شمول د امنیت نشتون او اړوند سیمو کې روغتیایی خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی یو دایمي خنډ اوننګونه ده. نو په همدی اساس د ې ځوریدلي خلکو سره د مرستې لپاره بشرپاله روغتیایي ادارې باید د جګړې د ټولو خواوو سره خبرو اترو او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي. په ورته وخت کې، د جګړې ټولې ښکیلې خواوې باید د ټولو ناروغانو او ټپیانو لپاره د بی طرفه روغتیایي خدمتونو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړي.
ستوکس زیاتوي، په افغانستان کی دنړیوالو لېوالتیا کمه شوې، بې پولې ډاکټران دهېواد په زیاتره برخوکې دجګړو شاهد دي چې له امله یی روغتیایی خدمتونو ته دخلکو مخ به زیاتېدونکو اړتیاوو په پوره کولو کې ناکامي ترسترګوکېږي.
په افغانستان کی د بی پولی ډاکټرانو (اېم اېس اېف) استازی بنوا دی ګرایس وایی، بې پولې ډاکټران ژمن دي چی په هیواد کې د بشرپاله طبي اړتیاوو ته ځواب ویلو لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کی پاتی شي او خپل طبي فعالیتونه نور هم پراخ کړي. په داسی حال کی چی نړیواله ټولنه یوازې ایده آلې خبرې کوي مګر په حقیقت کی د افغانستان خلک د ترخه واقعیتونو سره مخامخ دي.
بی پولی ډاکټران د کابل ختیځ کې د احمد شاه بابا په روغتون کی ،د خوست په زېږنتون او دهلمند د بست په روغتون کې کارکوي همدارنګه نوموړې اداره په کندز کې جراحي روغتون لري چې موخه یی دافغانستان دشمالي خلکو لپاره دبېړنیو جراحي خدمتونو وړاندې کول دي. په ټولو ځایونو کې داېم اېس اېف خدمتونه وړیا وړاندې کېږي او دبې پولې ډاکټرانو په ټولو روغتونونو کې دسلاننوتل منع دي ترڅو دناروغ خوندیتوب او ټیکاو تامین شي.
اېم اېس اېف په افغانستان کې له غیر دولتي خیریه مرستو لخواه تمویلېږي اودهېڅ دولت څخه مرسته نه ترلاسه کوي