مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کنړ شهیدان

استاد فضل الله رشتين
   
 ای ظالمه
 ته څوک یې چې زما هیوادوال وژنې
 ولې یې وژنې ؟
 د چا لپاره یې وژنې ؟
 څوک درته وايي چې زما بیګناه هیوادوال ووژنه ؟
 له خدایه نه ویریږې ؟
 دا بیګناه هیوادوال چې وژنې
 آیا نه پوهیږې چې دوي مسلمانان دي ؟
 آیا نه پوهیږې چې دوي انسانان دي ؟
 آیا تا قران لوستی دی ؟
 که دې لوستی وي نو نه پوهیږې چې:
د بل مسلمان وژل ګناه ده
 د بل مسلمان وژل کبیره ګناه ده .
داسې معلومیږي چې تا قران نه دی لوستی
 ته څنګه ځان ته مسلمان وايې
 دا زما هیوادوال خو مسلمانان دي .
دوی هم لکه ستا به شان میندې لري
 دوي هم ستا په شان پلرونه لري
 دوي هم ستا په شان خویندې وروڼه لري
 دوي هم ستا به شان فامیلونه لري.
آیا ته نه پوهیږې چې د دوي د عزیزانو په زړونو به د غم او درد اورونه بلیږي ؟آیا ته نه پوهیږې چې د دوي کورونه به ورانیږي او بربادیږي؟
 ای ظالمه !
ولې داسې کوې ؟
 څوک درته وايي چې داسې وکړه ؟
 څه لاس ته درځي ؟
 څه ګټه در رسیږي ؟
 ښه پوه شه .
ستا لاس ته څه نه راځي .
ته څه ګټه نه شې کولای .
ته چې زمامعصوم او بیګناه هیوادوال په ډیرې بې رحمۍ سره وژنې
 ته له دې کار سره ډیر څه له لاسه ورکوې
 خو ته احمق په دې نه پوهیږې
 ټه ددې کار په کولو د سترې ګناه مرتکب کیږې
 خو ته پرې نه پوهیږې
 ځکه چې ستا سترګې پټې شوې دي
 ته څه نه وینې
 ته ړوند یې
 تا خدای هیر کړی دی
 تا قراڼ هیر کړی دی
 تا رسول هیر کړی دی
 آیا خدای وايي چې ته خپل مسلمان ورور قتل کړه ؟
 آیا قران کې راغلي دي چې خپل مسلمان ورور ووژنه ؟
 آیا رسول کریم ویلي دي چې خپل مسلمان ورور له مینځه یوسه ؟
 اې ظالمه !
ته چې بې ګناه خلک وژنې
 آیا ته دا فکرنه کوې چې ته هم پلار لرې
 ته هم مور لرې
 ته هم خور او ورور لرې
 ته هم ژوند او زندګي لرې
 ته هم امیدونه لرې
 ته هم ارزو ګانې لرې
 ته هم ارمانونه لرې
 که ته دا هر څه لرې نو
 اې ظالمه
 هغه بیګناه خلک چې ته یې وژنې
 نو هغوی هم ژوند او زندګي لري .
آیا د هغوی ژونداو زندګي ستا به لاس کې ده ؟
 آیا د هغوی سرنوشت ستا به لاس کې دی؟
 څرنګه چې ته د خدای بنده یې
 نو هغوی هم د خدای بندګان دي .
څرنګه چې خدای پاک بیدا کړی یې
 نو همداسې یې هغوي هم بیداکړي دي.
نو اې ظالمه !
ته په کوم حق زما هیوادوال وژنې
 ته به کوم حق زما هیوادوال د غم او ویر په ټغر کینوې
 ته په کوم حق زما هیوادوال په وینو لت پت کوې.
د ګنړ شهیدان ؟
 څومره دردناکه پیښه ده .
څومره دلخراشه واقعه ده
 څومره زړه دردوونکې حادثه ده.
اې ظالمه !
مه کوه
 له خدایه خو نه یریږې
 د قرآن لحاظ خو نه کوې
 د رسول خاطر داري خو نه کوې
 نو ته څه کوې ؟
 ته څوک یې ؟
 آخر ته څه غواړې ؟
 که ته دومره قوت لرې
 که ته دومره زورور یې
 که ته دومره طاقت لرې
 نور ورشه په هغه چا د خپل زور آزمیښت وکړه چې په ماڼیو کې ناست دي
 په لوړو څوګو او مقامونو یې تکیه لکولې ده .
په هغوي دې زور نه رسیږي
 او ځې بیګناه غریب عسکر وژنې
 بیګناه خلک وژنې
 ته خبر یې چې دا عسکر چې ته یې وژنې
 دوي د یو څو روپو تنخوا لپاره په ملي اردو کې شامل شوي دي
 دوي دا تنخوا اخلي او خپلو ماشومانو ته پرې آذوقه برابروي
 اې ظالمه
 ته ددې شهیدانو د اولادونو آوزقه یعنې رزق بندوې
 او ځان د خدای په غضب اخته کوې .
خدای پاک چې چاته هدایت کوي نو هدایت کوي
 او چې چاته یې نه کوي نو نه یې کوي.
زه دعا کوم چې خدای دې تاته هدایت وکړي
 ددې لپاره دې هدایت وکړي
 ددې لپاره دې خدای سمې لارې ته راوله
 چې پوه شې
 او نور زما هیوادوال په وینو کې ونه لمبوې .
نور زمونږ ماشومان یتیمان نه کړې
 نور زمونږ د خلکو په زړونه ویرجن نه کړې . 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery