دخپریدو نیټه : 2014-03-02 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د اعتماد جنازه
سپین ږیري سمدلاسه لمسۍ له غیږې ښکته کړه. د یوه پوځي په څیر نیغ پورته شو، څو ګامه مخکې لاړ او بیا یې مخامخ را روان سړي ته چې د همده په عمر و، غیږه پرانیستله. ښه شیبه دواړه سره جوخت ولاړ ول او بیا لاس په لاس مخ په موږ راغلل.
ما لومړی سپین ږیری پیژانده، خو پر دوهم مې ذهن کار ونه کړ او دا ځکه چې تر دې وخته مې دغه څیره د سترګو له کېمرو نه وه تیره شوې او سترګو مې د ده تصویرونه پخوا د ذهن ارشیف ته نه و انتقال کړي. دیواله ته تکیه خلک چې د لمر شعاع ګانو یې هډونو ته نوازش ورکاوه، را پورته شول او بیا ټولو په نوبت له راغلي سړي سره ستړي مشي وکړل. له دوه درې هلکانو مې پوښتنه وکړه، خو هغوی هم نوی راغلی میلمه نه پیژانده.
دواړه سره خوا په خوا کښیناستل او نورو ټولو هغوی ته کتلې. له مخامخ جوماته د مازیګر د ازان غږ راغی. جومات په خپل انګړ کې څاه لرله، خو کوربه کورته احوال ولیږه او شیبه وروسته په مسي اوږده غاړه کوزه کې تودې اوبه راغلې.کوربه هیڅ نه پوهیده څه وکړي؟ غوښتل یې خپل میلمه ته د اوداسه اوبه واچوي، خو هغه پرېنښود او ورته ویل یې چې ملایان وايي چې بیا اودس نه کیږي. اوداسه کې باید څوک چاته اوبه وانه چوي.
جمعه خلاصه شوه. دواړه زاړه ملګري راغلل.شیبه وروسته په ګلداره چاینکه کې چای راوړل شو. میلمه هم چای څښه او هم یې دا کیسه کوله چې څنګه یې د ده ځای پیدا کړ. شیبه وروسته یې غوښتل لاړ شي، خو کوربه نه پریښوده او همدا یې ورته ویل: پریږده چې سترګې مې درباندې خوږې شي. خو میلمه په دې وعده چې اوس یې ځای پیدا کړی او بیا به خامخا راځي، رخصت شو.
بوډا موسک موسک کیده او همدا یې ویل: نور مې مهاجرت نشي خپه کولای. نور مې زړه نه تنګیږي. نور راباندې خدای پاک مهربانه شو او...
یو ځوان د خپل ولایت نوم واخیست او بیا یې ورته ویل: اکا، دا سړی د کوم کلي دی؟ سپین ږیري په خندا وویل: د ده کور زموږ له کلي ډیر لری دی. دا د بل ولایت دی خو زما ورور دی. دا د کندز دی. موږ نور هم حیران شو. اخر دا کومه رشته ده چې په لسګونو کیلومتره فاصله یې وهلې او د ده زړه ته یې لاره کړې ده؟ اخر دا کومه دوستي ده چې دی ورته دومره په تقدس قایل دی؟ اخر کومه داسې نیکي یې ورسره کړې چې دی یې هیرولای نشي؟ او اخر...
سبا د جمعې ورځ وه. د جومات شا ته بیا خلک راټول شوي وو. شیبه وروسته سپین ږیری له خپل لمسي سره راغی. سلام نه وروسته یې ویل: ورور کره مې ځم. ټول حیران شول، یوه وپوښتل: کوم ورور؟ ستا خو ورور نشته؟ سپین ږیری غوسه شو: خوله دې ماته شه په دې سپیره خبره . ولې مې ورور نشته، پرون نه و راغلی؟ د هغه ا،بل کیمپ کې کور دی.
لکه پریس کانفرانس، له هرې خوا پوښتنې پیل شوې. سپین ږیری کښیناست او بیا یې د عمومي ځواب ورکولو لپاره کیسه شروع کړه:
شاهي دور و. زما عسکري په کندز کې شوه. هغه وخت ځوان وم. خو مسافرتونه کم ول.هغه وخت خپل کلی کور خلکو ته ډیر ګران و. خپل کلیوال ډیر خواږه ول. عسکري کې خلک ډیر خپل کور او کلي پسې خپه کیدل. زما هم زړه ډک او تش کیده. خو د سرکار امر و، لاړم. دا جانباز خان مې هملته د عسکرۍ ملګری شو. په یوه کاسه مو ډوډۍ خوړله. او بیا یې یو ځوان ته مخ واړوه: ګوره څوک چې په یوه کاسه ډوډۍ وخوري. ښې شپې ورځې تیرې کړي، هغه ورته له وروره کم نه وي. ته باید د خپل افغانیت په اصولو پوه شې. نور ماته ونه وایې چې ورور دې نشته!
سپین ږیری کیسه وغځوله: زه دوه ځلې د جانباز خان کورته تللی یم. هغه سره او و نمک شوی یم. مور یې ماته زوی ویلی و. هغې راته ویلي و چې ته مې د ځوی د عسکرۍ انډیوال یې، نو زما هم زوی یې. هغې راته ویل: تاسې دواړه د وطن خدمت کوئ، وطن مور ده او څوک چې یې خدمت کوي هغه سره وروڼه دي.
سپین ږیري ویل: هغه وخت خلک حرام نمکه نه ول. دښمني یې هم په نره وه او دوستي یې هم. د انډیوالۍ په جامه کې چا دښمني نه کوله. چې څوک به دې ملګری شو، نو بیا د مرګ تر سلګۍ درته ولاړ و او په هیڅ میدان یې یوازې نه پریښودې.
اوف!
اوس به د هغه بوډا هډونه هم خاورې وي او ښه ده چې همداسې ده. ښه ده چې ژوندی نه دی او ښه ده چې اوسني خبرونه نه اوري. که هغه اوریدلی وای چې د یوه سنګر ملګري یو پر بل سوداګري کوي. که هغه اوریدلی وای چې د یوې کاسې ملګري یو بل وژني او که هغه اوریدلي وای چې اوس دوستي او ملګرتیا دومره پست حد ته رسیدلې، شاید له غمه یې زړه چاودلی وای.
های بابا!
اوس دلته د هر ارزښت جنازه بار شوې. اوس دلته د هر اعتماد جنازه وتلې او اوس...
اوس یې موږ دومره په ډلو او ټپلو ویشلي یوو. اوس یې موږ دومره یو پر بل بې باوره کړي یوو، چې زوی په پلار، پلار په ځوی او ورور په ورور باور نه کوي. اوس څوک ( اب و نمک) ته په درناوي نه دي قایل. اوس در سره هم په یوه کاسه ډوډۍ خوري او هم دې وژني. اوس دې هم ملګری وي او هم در باندې سوداګري کوي. اوس درسره هم یوه اتاق کې اوسیږي او هم دې د خوب په مهال په مرۍ چاړه کشوي. اوس...
محمد نعمان دوست، جلال اباد