دخپریدو نیټه : 2014-03-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
لمر (خان افضل هډوال) په ګوتو نه پټیږی
احمدخالد
بسم الله الرحمن الرحیم
پدې وروستیو کې ځیني رسنیو د محترم خان افضل هډوال د افغانستان بانک لومړی مرستیال په اړه کی ځینی ناسم معلومات خپاره کړي دي چې نوموړی فقط د بکالوریا سند لري (یعني ۱۲ پاس دی) او د نورو اسنادو لرونکی ندی او یاهم جعلي تحصیلي سندونه لري، دا چې زه هم د هغی پوهنتون څخه فارغ یم د کوم څخه چه هډوال صاحب فارغ شوی دی نو دا مې په ځان لازمه او یوه وجیبه وګڼله چې یاده لیکنه په سختو الفاظو او دلیلونو سره وغندم تر څو په راتلونکې کې څوک داسی جرات ونکړی چه د داسی ملی شخصیتونو په اړه د خپلو شومو موخو د تر سره کولو لپاره داسي دروغ خپاره کړي. هډوال صاحب د اسلام اباد د نړیوال پوهنتون څخه فارغ دی چې د نوموړي همدوره ملګري ټول په هیواد کی په لوړو بستونو باندې کار کوي چې یو څو بېلګې یې ، محترم وحید الله شهرانی، محترم سمیع الله ابراهیمی او محترم ایمل مرجان دی او همداسي نور چې د دولت په لوړو بستونو کې خدمت کوي.
هډوال صاحب د اسلام اباد نړیوال پوهنتون د هغه پوهنځې څخه فارغ شوی دی، کوم پوهنځی چې د یاد شوي پوهنتون بنسټیز پوهنځی بلل کیږي چې پوهنتون د همدي پوهنځی څخه پیل کړی شوی وو چې اوس ډیر زیات پوهنځي او مختلفي دوري لري ، د یادولو وړ ده چې هډوال صاحب د یاد پوهنځې څخه دوه سندونه په لاس کې لري چې یو د اجتماعي علومو لیسانس او بل لیسانس په فقه او قانون (حقوقو) کې دی چې د پاکستان د نورو پوهنتونونو د ماستري د سند سره معادلت لري، او د پاکستان د لوړو زده کړو وزارت د ارزوني څانګه د ماستري معادل پاڼه (سند) هم ورکوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ چې د نوموړي پوهنتون ویب پاڼي (
www.iiu.edu.pk) ته مراجعه وکړئ، سربیره پردي چې هډوال صاحب داسی يو روښانه او ملي شخصیت دی چې د هغه په اړه به ډیري لیکني ته اړتیا هم نه وی او هغه داسي مثال لري لکه د لمر چې په پښتو کی متل دی چې لمر په څو ګوتو باندی نه پټیږی. خو بیا هم غواړم چه یادونه وکړم چې د نوموړي ټول علمي سندونه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اکاډیمکي چارو د انسجام ریاست د علمی سندونو د ارزونی دیپارتمنت د آمریت پدی مکتوب ګڼه) ۹۴۸/۹۳۷ نېټه: ۱۳۹۰-۰۵-۱۷) ارزیابی شویدی.
په پای کی د ټولو رسنیو څخه هیله کوم چی د داسی ملی شخصیتونو په اړه داسی د حقیقت څخه لری خپرونی نشر نکړی لکه څرنګه چه د لوی څارنوالی او اړوندو مقاماتو څخه صمیمانه غوښتنه کوو چی د داسی جنایتکارانو د کړنو څخه مخنیوی وکړی او د قانون منګولو ته یی وسپاری