مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دطالبانودرنواوقدرمنومشرانوته !


 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
 ستاسودروغتيااوخوشحالۍ په هيله.
غواړم څوخبري درسره شريکي کړم.
ستاسوله لوړي حوصلي اوفکرڅخه مي هيله داده چی وابه يې ورۍ اوپه هکله به يې فکروکړئ!
که صحيح وي نوبيايې بايدله منلو انکارونه کړئ!
هغه داچی او س ددې وخت رارسېدلی دی چی دامريکايانوداډومخنيوی له سياسي لاري وکړل سي .
دايوډېرښه فرصت دی چی بايدضائع نه سي .
که داسي ونه کړئ نودهيوادحالات په داسي لور روان دي چی دهغوډلومحبوبيت له منځه ځي څوک چی دجگړې له لاري خپلواهدافوته ځان رسول غواړي.
نوپه داسي حال کي په سياسي ډگرکي بې تفاوته پاته کېدل به لوی تاوان ولري.
که اولسي محبوبيت له لاسه ورکړئ نوبيابايدپه دې پوه شئ چی بياتاسونه عمليات کولای شئ اونه به ستاسوروانه جگړه کومه گټه
 وکړي.
اوس موږوينوپه هيوادکي دننه اودباندي دافغان اولس په منځ کي دطالبانونفوذپه کمېدودی.
اودايوڅرگندحقيقت دی چی يوازي دغفلت په خوب ويده اوله حالاتوناخبره کس به ترې انکارکوي.
وجه يې يوه داده چی افغانان له جگړوستړي شوي دي اوبله يې داده چی دگاونډي هيوادپاکستان دښمني هم ټولوته جوته شوه چی دافغانستان په هکله څنگه نظرلري؟
 بله دتاسف خبره داده چی افغان اولس چی دعلماووپه قدراواحترام کي په نړۍ کي ډېرمخته ځای لري ددوی اودعلماووترمنځ واټن زيات سوی او اولس اوس فکرکوي چی زموږدهيواددناخوالو لوی لامل ملايان دي.
چی داهم دتاسف خبره ده چی داسي يوه اسلامي ټولنه څنگه له علماوو ورځ په ورځ لري کېږي اوورباندي بدگمانه کېږي.
نوزماله تاسومحترمومشرانونه داغوښتنه ده چی بايدپه انتخاباتوکي داسي هڅه وکړئ چی خلگ رايه استعمال کړي څوله دې لاري دهغه چادبري مخه ونيول سي چی غربيانوته ژمن وي اوددوی دگټولپاره دهرڅه سوداته چمتووي.
که په مصرکي دپنځوسوزروامريکايي فوځيانوپه شتون کي محمدمرسي واک ته رسېدلی شوپه داسي حال کي چی داسي فرعوني فوځ لري چی دامريکاترفوځ هم څوچنده زيات بې رحمه اوغرب ته مخلص دی نوپه افغانستان کي هم زه زيات اميدسته که تاسوهمکاري وکړئ اسلامپال کانديدان کاميابېدای سي .
درنومجاهدومشرانوته زمايوه مشوره داهم ده چی تاسودانتخاباتودکمپاين په غونډوبريدونوته اجازه مه ورکوئ!
ځکه په دې سره اولس له طالبانولري کېږي اوداولس دغم اوتکليف لامل هم گرزي اوترټولومهمه داده چی په دې اړه بايددشريعت څخه پام وانه ړول سي .
دې ته بايدپام وسي چی آياشريعت دااجازه درکوي چی تاسوهغه کسان ووژنئ څوک چی دکمپاين غونډي ته حاضرسوی وي؟
 په کوم دليل ددغسي کس وژل رواکېږي؟
 همدارازدرايي ورکولوپه مرکزونه بريدونه کول .
په کوم دليل درايي ورکوونکي اولسي سړي وژل روادي؟داسلام مبين دين خوديوچادوژلولپاره شرطونه ټاکلي دي.
الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن عظيم الشان دالانعام په سورت کي ارشادفرمايلی دی:ولاتقتلواالنفس التی حرم الابالحق.
يعني دچاوينه چی الله جل جلاله حرامه کړې هغه مه وژنۍ مگرپه حق سره.
ددې حق تفصيل رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه حديث کي کړی دی چی دعبدالله بن مسعودرضی الله عنه په روايت سره بخاری شريف اومسلم شريف نقل کړی دی هغه دادی چی دالله جل جلاله پيغمبروفرمايل:ديوه مسلمان وينه حلاله نه ده مگرپه دروشیانوسره
 ۱:يوداچی دی دواده کولوسره سره په زناکي مبتلاشی.
۲:دويم داچی ده څوک ناحقه وژلی وي دهغه په قصاص کي ووژل سي .
۳:دريم داچی خپل حق دين پرېږدي،مرتدسي .بخاری اومسلم.،،
 حضرت عثمان رضی الله عنه چی کله دباغيانوپه محاصره کی راغی اودغوخلگودده وژل غوښتل هغه وخت هم حضرت عثمان رضی الله عنه خلگوته دغه حديث ور واوروی اووئې ويل:الحمدلله زه ددغودروسي انونه خلاص يم،ماپه زمانه داسلام کي خوڅه دجاهليت په زمانه کي هم کله هم زنانه ده کړې،نه ماڅوک وژلی دی اونه کله زماپه زړه کی داوسوسه راغلی ده چی زه دی خپل داسلام دين پرېږدم.
بياتاسومادڅه په بناوژنۍ؟
 له پورتني بيان نه معلومه سوه چی دچامرگ په دروشرطونورواکيږي چی بيان يې په حديث کي وسو،بغيرددې شرطونودچامرگ نه رواکيږي.
آياپه دغوکسانوکي چی وژل يې شرعًاروادي هغه څوک شته چی دکمپاين غونډي ته حاضرشوی؟آياهغه څوک شته چی رايه ورکوي؟
 نه،هيڅکله نشته.
نوچی نشته نودداسي چاله وژلوبايدډډه وسي داسي نه وي چی دبې گناه انسانانودوژلوگناه موپه غاړه سي .
که بالفرض درايي ورکوونکي يادانتخاباتوپه مناسبت جوړي شوي غونډي ته په حاضرېدلودچامرگ رواکېږي نوبياخوبه په پاکستان کي هم دشريعت دغه حکم وي.
اسلام خويواسلام دی داسي خوبه نه وي چی په پاکستان کي نه دی روااوپه افغانستان کي روادی؟
 نوبياخوبايددغه حکم په پاکستان کي هم عملي کړئ اوپه پاکستان کي هم بايدپه دغسي غونډواودرايوپه مرکزونوبريدونه ترسره کړئ!
ځکه په اسلام کي پوله اوباډرنشته کوم،دافرق نسته چی داپاکستان دی اوداافغانستان.
په داسي حال کي چی تاسوهلته داکارنه کوئ.
نوپه افغانستان کي پرداسي ځايونوبريدونه کول اوپه پاکستان کي نه کول دادهيواداوداولس سره جفاءنه ده؟تاسوفکروکړئ!
په اخيرکي داوايم چی دافغانستان په جگړه کي ترټولولويه گټه دپاکستان اوامريکاده.
دپاکستان خوځکه ده چی دده مقصددافغانستان خرابي ده،که په افغانستان کي جگړه نه وي نودپاکستان ډېري زياتي گټي په خطرکي لوېږي.
اودامريکاگټه له دې امله ده څوده ته داډولپاره بهانه په لاس ورسي .
دامريکااصلي مقصداسامه نه وو،نه يې دښځوحقوق مقصدوواونه هم بل څه بلکي اصلي مقصديې داووچی داسياپه زړه کي خپلي دائمي اډې جوړي کړي.
نوزماله تاسوڅخه داغوښتنه ده په ډېردرنښت سره چی دوی ته موقع مه ورکوئ چی اډې جوړي کړي اودلته دمزيدپاته کېدلوچانس ترلاسه کړي.
بايدتاسويوه واضحه طرحه اولس ته وړاندي کړئ چی هيوادله دغه بحراني حالت څخه وژغورئ.
نوراولس ډېرزيات ستړی سوی دی دالله په خاطرپه اولس رحم وکړئ.
دښمنانوته موقع مه ورکوئ چی دافغانانودوينودتويولوله لاري خپلوموخوته ځانونه ورسوي.
که تاسوواضحه طرحه دبحران دختمولولپاره وړاندي نه کړئ اوپه جگړه دوام وکړئ نوپه دې هم بايدسرخلاص کړئ چی اولسي ملاتړبه موورځ په ورځ کمېږي اوپايله به يې بدنامي اوبشپړه ناکامي وي.
اولس اوس ټول پوه سوی دی چی دافغانستان جگړه اصلي دچاپه گټه ده؟
 په تاسف سره چی موږله پوهانوخلگوچی ستاسوخواخوږی هم دی اورېدلی دی چی طالبان خوجهادکوی خوکاشکی داولس دهوسايۍ لپاره ئې هم فکرلرلای!
دوی وایي چی دطالبانوسره داولس دهوسايي فکرنسته.
نوزماله تاسودرنومشرانونه په ډېردرنښت اواحترام هيله داده چی دغوخبروته پام وکړۍ اواولس ته يوه واضحه تگلاره وړاندی کړئ څوداولس هغه ټول شکوک اوشبهات ختم سي چي ستاسوپه هکله ئې لري چی دآی اس آی لپاره جنگېدونکی موبولي اويانورشبهات لری.
داڅوټکی مي ستاسوسره دخيرخواهۍ پربناءليکلی دی چی له تاسوڅخه ئې دمثبت ځواب هيله لرم.
والسلام
 په درنښت :سميع الله افغان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery