دخپریدو نیټه : 2014-03-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زموږ برید روا او ستاسو ناروا دی
پښتون درانی
دنویمې لسیزې له پیل راهیسې کله چې دشوروي اتحاد وپاشل شو نړۍ یوه قطبي شوه. په دې معنی چې دنړۍ له دوه پیاوړو ځواکونو څخه یو”شوروي “ مات شو او بل یې ”امریکا“ لا پیاوړې شوه او په ټوله نړۍ کې داسې څوک نه وو چې ددوې دلاسوهنو مخه ونیسي.
لکه څرنګه چې د حاکمیت خپرول دبشر په طبیعت کې یوه نغښتې فطري پدیده ده، امریکا هم دنړۍ دتر ټولو پیاوړي ځواکمن هیواد په توګه په نړۍ دخپل دحاکمیت دلا پراخولو هڅې پیل کړې. له تروریزم سره دمبارزې په نوم یې پوځونه افغانستان ته ولیږل او وروسته د اټومې صلاح ددرلودلو په پلمه یې په عراق برید وکړ. په لیبیا کې یې حکومت راوپر ځاوه او دعرب پسرلي تر عنوان لاندې یې په عربي هیوادونو کې ناخوالو ته لمن ووهله.
ددې جګرو په ترڅ کې زرګونه خلک په افغانستان کې مړه شول خو دلسو کلونو په تیریدلو سره سره هیځ کله هم ددوې په اصطلاح تروریزم په افغانستان کې پای ته ونه رسیده. په عراق کې هم د جګړو ، ځان وژونکو بریدونو او چاودنو په لړ کې له کلونو راهیسې لا هم لسګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
لیبیا هم دعربو دپسرلي ښکار شوه، نظام یې له منځه لاړ او نا امني او دخلکو وژل پکې لا هم روان وو. په مصر کې ډیموکراتیک نظام ړنګ شو او لاهم پکې وژنې روانې دي.
کرار کرار دامریکې دغه لاسوهنې دروسیې تر ستوني ورسیدې، ګرجستان یې له روسیې سره په جګړه ښکیل کړ ، له ډیرو وژنو او وینې تویولو وروسته دابخازیا او سهیلي اوسیتا ښارونه روسیې خپلواک اعلان کړل او دامریکې لاسوهنه ددې لامل شوه چې دغه هیواد خپل دوه ښارونه له لاسه ورکړي.
اوس مهال امریکا او نورور لویدیځو پلویانو یې په اوکراین کې خلک دروسي پلوي حکومت پروړاندې وپارول چې په پایله کې یې حکومت ړنګ کړ. اوکراین چې نیمایی خلک یې لویدیځ پلوه او نیمایي نوریې بیا روس پلوه دي، په نیمایي برخه کې یې اوس د امریکا او لویدیځ پلوه حکومت چارې په لاس کې اخیستي خو بلې خوا دکریمیا په نوم ښار کې روسي پوځیانو خپله ولکه وساتله او دخپلو روسي ټبره وګړو دساتلو په پلمه یې دغه ښار یرغمل کړی.
دامریکې ولسمشر دغه کار دروسیې له خوا دنړیوالو ژمنو ماتول وبلل او ویې ویل چې روسیې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا تر پخو لاندې کړه.
خو یوه روسي خبریال لیکلي چې امریکا په خپله په کال ۲۰۰۳ کې دعراق ځمکنۍ بشپړتیا د اتومي وسلې دلرلو په پلمه تر پښو لاندې کړه. هغه زیاتوي چې امریکې ( اوه ، داخو یوه اشتباه وه ) په ویلو په سلګونه عراقیان ووژل او دغه هیواد لاهم د فرقه یي شخړو ښکار دی کوم چې دصدام دواکمنۍ پر مهال یې هیڅ اثر هم نه لیدل کیده.
دغه خبریال زیاتوي چې دنوبل جایزې ګټونکي دګوانتانامو په زندان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړل او اوس هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله دپاکستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي او آن دامریکې نږدې متحدین ددوې له پر له پسې وژنو نور په تګ کړي دي.
ددې خبریال په وینا دروسیې دغه عمل چې دروسي ژبو وګړو دژوند دخوندي کولو په موخه یې کړی، هیڅ کله هم دعراق، افغانستان ، لیبیا او هغه نورو هیوادونو سره نشي پرتله کیدلای چې امریکې یې ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې او زرګونو کسانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې.
پورتنیو شواهدو ته په کتلو سره ویلی شو چې دامریکا نیوکې په روسیې داسې معنی ورکوي چې وایې دوی چې دنورو هیوادونو ځمکنۍ بشپرتیا تر پښو لاندې کول دوی ته روا ده او بل هر هیواد چې داسې کوي هغوی ته ناروا ده.