مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

رایه مو ژغوري؛ خو ...

سلطان احمدزی

   

 د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده، له یوه پلوه د ویاړ ځای دا دی، چې لومړی ځل په هېواد کې د سیاسي انتقال پروسه، په مسالمت امیز ډول تر سره کیږي؛ خو له بله پلوه، دا یوه ننګونکې لوبه هم ده؛ ځکه چې ټاکنې یوازې د ملي ارادې مظهر ندي؛ بلکه ټاکنې زموږ د ملت د ویښتابه ترازو هم بللی شو. پدې ډول غواړو د وضع شویو معیارونو له مخې راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړو . په اصل کې مونږ د خپل ملي شعور، سویه او پوتنشیل د نړیوالو په مخکې نندارې ته وړاندې کوو . ممکن ځینې کاندیدان به دا اراده ولري، چې سیندونه په ښوروا او غرونه په غوښو بدل کړي؛ ولې ولس باید د غولوونکو کاندیدانو د تشخیص ظرفیت ولري. د افغانستان اوسنۍ ناخوالې یوې علمي او واقعبینانه حل لارې ته اړتیا لري، کاندیدان باید د ستونزو د حل لپاره واقعبینانه او د پلي کېدو وړ حل وړاندې کړي.
که یو کاندید د ولس سره ژمنه کوي، چې کولی شي په راتلونکو پنځو کلونو کې اداري فساد اتیا سلنه له منځه یوسي؛ باید لارې چارې یې په علمي ډول توضیح کړي، که ادعا وکړي، چې د ښوونکو او معلولینو معاش درې چنده لوړوي؛ باید منابع یې ورته معلومې وي.
بې له شکه چې رایه وسیله ده او د هرې مثبتې پدېدې په څېر دوه متضاد ( مثبت او منفي ) اړخونه لري، خلک باید د رایې ورکونې پرمهال له ځانه وپوښتي، چې ایا دا وسیله د بحران د تشدید لپاره کاروي او که د بحران د ماتېدا او له منځه تګ لپاره ... ؟ که خلک د راتلونکي ولسمشر لپاره لوړ معیار ونلري او یا له کاره لویدلي او وروسته پاتې ( قومي او ژبني ) معیارونه په پام کې ونیسي، په راتلونکي کې به یې په هره بلقوه بې نظمۍ کې ونډه اخیستې وي.
که فرض کړو، ټول کاندیدان ممتاز دي، نو په ممتازو کې هم کولی شو، کټګورۍ وټاکو، هیله ده چې زموږ ولس په راتلونکو سرنوشت سازه ټاکنو کې، خپله هوښیارتیا او ریښتونولي ثابته کړي او یو داسې چاته رایه ورکړي، چې هغه د علمیت، پاکۍ ، صداقت، جرآت او داسې نور عالي صفتونه ولري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery