دخپریدو نیټه : 2014-03-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زموږ قربانی او زموږ رسنی
زموږ ځینی رسنی هر ورځ د پردیو د ګټو لپاره په اګاهانه او یا غیر اګاهانه توګه کارول کیږی. تر ډیرو موضوعاتو یی تیریږو نن می په بی بی سی کی د ولسمشر کرزی د هغه مرکی په اړه چی د واشنګټن پوست سره تر سره کړی وه ولوستل خو بی بی سی په ډیر مهارت سره په اخر کی د امریکا د مرستو او قربانیو یادونه کړی چی لوستونکی ته دا روحیه ورکوی چی وګوری کرزی څومره بدی خبری په امریکا پسی کوی پداسی حال کی چی امریکا په افغانستان کی په میلیونو دالر لګولی او دوزره پوځیان یی د جنرال دوستم په اصطلاح چی شهیدان سوی. خو بی بی سی دا یادونه نده کړی چی د همدی امریکا په راتګ سره موږ ۲۶۰۰۰ ملکی او نظامی شهیدان او تر ۲۸۰۰۰ زیات زخمیان ورکړی چی دا ارقام د دولت رسمی ارقام دی او دا چی څومره نور شهیدان او زخمیان موږ ورکړی او څومره کورنه، زیرمی، کلی او باغونه مو له مینځه تللی دا احصایه لا وجود نه لری. لکه ولسمشر کرزی چی وایی دا جنګ د امریکا دی امریکا د خپلو ګټو لپاره راغلی پدی کی شک نسته هغوی راغلی که یی نفر مړه کیږی او که یی پیسی مصرف کیږی نو دا یی خپل د اهدافو لپاره دی، موږ ته یی هم یو څه راکړی خو ډیره ګټه دوی خپلی وړی خو دا چی موږ پکښی تباه کیږو او زموږ قربانیو ته د قدر په سترګه نه کتل کیږی او سر چپه نړیوال احسان لا پر موږ اچول کیږی دا موږ ته د منلو نده او هیله مو له رسنیو څخه داده چی د پردیو لپاره په تبلیغ وخت ضایعه نه کړی بلکه خپل د خلګو او خپل د ولسمشر د برحقه خبرو او قربانیو ذکر نسبت د خارجی قرباینو ته محترم وګڼی، کوم هیواد تر ۲۶ زره زیات وګړی د تروریزم سره په مبارزه کی شهیدان کړی او د کوم هیواد ۲۸ زره نازولی پدی لس کلنه نامعلومه جګړه کی زخمیان سوی د کوم هیواد کورنه پکښی نړیدلی او د کوم هیواد باغونه او زیرمی پکښی له مینځه تللی؟ د افغانستان او یواځی د افغانستان!!! هیڅ هیواد دومره قربانی ندی ورکړی، خو ولی زموږ د قربانیو او وینو رنګ نړیوالو ته پیکه دی؟ دا ځکه چی زموږ رسنیو زموږ قربانیو ته انعکاس ندی ورکړی، نیویارک ټایم، واشنګټن پوسټ، سی این این او نورو خپل د دوزره نفرو قربانی دومره زیاتی منکس کړی چی اوس زموږ پښتو محترمی رسنی یی لا په ویاړ یادونه کوی خو زموږ د وینو ذکر هیڅ څوک په واقیعت سره نه کوی. راځی خپل د قربانیو ذکر د هر امریکایی او هر غربی تر غوږ ورسوو چی په نړی کی موږ قدر زیات سی او احسان مو پر دوی پریوزی او راځی چی تر هر څه خپل ملی ګټی محترمی وګڼو کټ مټ لکه نوری نړیوالی رسنی تر هر څه له مخه او تر هر اصول له مخه خپل ملی ګټی نسبت و نورو ګټو ته محترمی ګڼی.
د بی بی سی خبر دلته لوستلای سی: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/03/140304_karzai_washengton_post_iv.shtml
زموږ د قربانیو په اړه یوه یادونه لازمه ګڼم چی څو ورځی مخکی دولت په تیرو دیارلس کالو کی د افغان شهیدانو او زخمیانو ارقام خپاره کړل خو نه حقوق بشر او نه هم کومی مدنی ټولنی پدی اړه نړی څخه یوه پوښتنه وکړه او نه یی یوه غونډه جوړه کړه چی دا دومره بی شمیره افغانان د څه لپاره قربان سول؟ که د اسامه لپاره قربان سوی وی اسامه صاحب خو په ایبټ اباد کی پاکستانی پوځی اډی ته څیرمه وموندل سو!