دخپریدو نیټه : 2014-03-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اتم د مارچ يا د ښځو نړيواله ورځ !
ع : شیرزوئ
ښځه څوک ده ؟ ښځه مور ده ، ښځه خور ده ، ښځه لورده ، ښځه د نارينو د ژوند ملګرې ده
د ۱۹۰۹ م کال پورې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځو د خپلو روا حقوقو (( د سړو سره مساوی حقوق درلودل ، ښځو ته په کاری برخه کې ونډه ورکول ، ښځوته په درانه سترګه کتل ، ښځو ته په انتخاباتو کې د رايې ورکولو حق )) د لاس ته راوړلو په خاطر تيتې او پرګنده مظاهرې تر سره کولي ددې مظاهرو په پايله کې په ۱۹۱۰ م کال د « زيت ګين » لخوا چې يوه جرمنی سوسيالسته ښځه وه د ګوپن هاګن په ښار کې نړيوال کنفراس جوړ شوه ، په دی ستر کنفراس کې د نړۍ د ۱۷ هيوادو مخکښو ښځو چې د مختلفو ليد لورو خاوندانې وي برخه واخيستله .
د يوه کال په تيريدو سره د ماچ په ۱۹ نيټه ۱۹۱۱ م کال د ميلونونو ښځو په ګډون په اطريش ، ډنمارک ، جرمنې او سويس کې ولمانځله شوه ، د ښځو د مظاهرو په پایله کې د مارچ اتمه په ۱۹۱۴ م کال په غوڅ اکثريت سره دا پريکړه وشوه چې دا ورځ په نړيواله کچه په په ګوټ ګوټ کې ولمانځله شي . داورځ په ۱۹۷۷ م کال د لمړۍ ځل له پاره د ملګرو ملتو په اسامبله کې شامله او رسمې بڼه يې غوره کړه .
زمونږ په ګران وطن افغانستان کې ښځې سره کلونه کلونه دومره بې انصافې او جفا شويده او لا کيږي چې ساريې په نورې نړۍ کې نه ليدل کيږي هغه ناخوالې او نادودې چې د پلار سالارې ، خاوند سالارې لخوا شوي اوکيږي د وطن د هرې مور ، هرې خور په سينه کې هک شويده .
د ولوراخيسل ، سواره ، دزده کړې نه لرې ساتل ، دژوند د ملګرې د انتخاب حق اخيستل ، دښځو سوزول ، په کورنۍ مسايلو کې د ښځې وهل اوډ بول )) دا ټول هغه ناروا او ظالمنه دودونه دي چې نه د بشريت د کړنو سره اړخ لګوي او نه د اسلام په مقدس دين کې نه يواځې
دا چې جواز ندي ورکړل شوی بلکې دا نا روا بلل شويدي .
دا ناوړه او ناروا دودنه د پردیو هيوادو څخه زمونږ هيواد ته راصادر او د پردې پالو به پليتو لاسو په لرې او پرتو سيمو کې د سواد د کچې د ټيټوالې په وجه رواج او عملې بنه يې اخوستې ده تر څو د هيواد د پر مختګ به لور کې خنډ وګرځي او ټولنه د بدبختې سره مخامخ شي اولدې څخه د خپلو شومو او کړغيړنو موخو له پاره ګټه پورته کړي .
د ياده ونه وباسو چې زمونږ د ګران هيواد په تاريخې بهير کې داسې قهرمانې مورګانې درلودلې چې تاريخونه پرې وياړ کوي چې دوي به تل د پردو د يرغل او تيرې به مقابل کې نورې ښځې دې مقدس جهاد ته رهبرې کولي چې لوی مثال يې د غوريانو د حکومت دارې په وخت کې «« سلطان راضيه »» وه چې په ټول هندوستان واکمنه او په ډهلې کې يې په خپل نوم سکه ووهله زمونږ د وطن د تاريخ په زرينوپاڼو کې په زرهاو نورې معلومې او نوم ورکۍ ښځې شته چې نن و طن ولس پرې وياړ کوي چې تل يې د خپلواکۍ په مقدسه جګړه کې ونډه اخيستې او تل يې د خپل پت او عزت په دفاع کې دريدلې دي لکه ::
زرغونه انا ، نازو انا ، ملالې ميوندې ، ميرمن خجو ، زرغونه کاکړ ، عايشه درانې ، بې بې الايې ، حليمه خټک ، ګل ناره ، ميرمن شمسو ، بې بې نيک بخته ، اوداسې نورې .
کچيرې مونږ ددي حماسه راوړنکو او قهرمانو ميندو د هرې يوې تاريخ راوسپړو ددې مقالې د حوصلې څخه بهر وختونه او سمينارونه ورته لازم دي تر څو د هغوي حق ادا شي په يوې يا دو مقالو او لیکنو د هغوي حق نه ادا کيږي .
زما هيله د ټولو خويندو څخه دا ده چې د خپلو قهرمانو او باتورو ښځو په پل قدم کيږدي د ټولو ناخوالو او ناروا دودنو پر ضد کلکه مبارزه وکړي په خپله چم ګاونډ او سيمو کې ښځې ښونې او روزنې ته وهڅوي تر څو د علم او پوهې په لوی سمندر کې غوپې ووهي تر څو د بې علمې تور څادر زمونږ د ټولنې څخه ټول شي ، کوم ارښت چې د سلام مبارک دين ښځو ته ورکړي هغه د خپل د لارې مشعل وګرځوي او پدې لاره کې نه ستړې کيدونکې مبارزو ته ادامه ورکړي.
په ډير درنښت