مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دښه او بد جګړه:

پښتون درانی


 دبشریت دپیدایښت نه راپدیخوا دښه او بد تر منځ جګړه روانه ده. دښو چارو تر سره کول ډیر ګران کار دی اوډیری انسانان په خپل ځان دزیان په منلو ښې چارې تر سره کوي او نورو وګړو ته ګټه اړوي، او دهمدې لپاره ورته خدای پاک په هغې دنیا کې اجر ټاکلی. دبدو چارو تر سره کول ډیر آسان کار دی او انسانان نورو ته په زیان رسولو سره خپلې ګټې خوندي کوي، خو په هغې دنیا کې به دخپلو ناوړه اعمالو سزا هرو مرو ویني.
دآدم ع اولاده په پیل کې په ښه او بد وویشل شوه ، او له هماغه وخته دښو او بدو تر منځ جګړه پیل شوې ، تر اوسه روانه ده او تر قیامته به همداسې وي.
انسانان خدای خودمختاره پیدا کړي او په یوه امتحان کې یې اچولي چې څوک ښه او څوک بده لاره غوره کوي، خو په پای کې عدالت په خپله الله ج تامینوي. په دې نړۍ کې انسانان دعدالت له تامینولوڅخه عاجز دي او که هر څه هڅه هم وکړي دعدالت په تامینولو کې پاتې راځي، ځکه خو قیامت شته او دخیر او شر رسولو پوښتنه شته.
دبیلګې په توګه که یو څوک لس انسانان ووژني نو قاضي به یې داعدام حکم صادر کړي او په پایله کې به دیوه انسان دوژلو سزا وګوري ځکه خو دنهو نورو انسانانو دوژلو دسزا ورکول په دې نړۍ کې ناشوني دي او هغه عدالت چې په دې دنیا نیمګړی پاتې شوي خدای به یې په خپله پوره کوي.
زموږ په هیواد کې هم له لسګونو کلونو راهیسې دبدو تله درنه ده او خلک په وژنو ، اخطتاف، غصب ، بډو ، غلا، سود، قاچاق ،مخدره توکو، اختلاس، فحشا، او لسګونو نورو نارواوو سر دي. یو شمیر خلګ له ولګې مړه کیږي او له نورو دلګښت لاره ورکه ده چې خپلې شتمنۍ څرنګه او چیرته ولګوي.
دهیواد ځینې بد انسانان دښه سړیتوب په جامو کې پټ دي، خو ځینې نور یې لکه ستوري معلوم دي او ټول هیوادوال یې پیژني چې څومره بیګناه انسانان یې وژلي، له هیواد او هیوادوالو سره یې څومره خیانت کړی.
که څه هم هیواد کې دښو چارو تله سپکه ده ، خو بیا هم ښه اشخاص شتون لري چې تل هڅه کوي هیواد او هیوادوالو ته ګټه ورسوي او تر خپلو شخصي ګټو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
خو په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې ډیری ښه خلک هم له بدو سره همغږي شوي دخپلو مقامونو دساتلو، دخپلو شتمنیو دخوندي کولو او داسې نورو ملحوظاتو له امله له حقایقو سترګې پټوي ، دخپل وجدان آواز ته خپل غوږونه کڼوي او بدو ته په ښو ویلو یې ځانونه ستړي کړل.
حدیث شریف دی چې کله بد کار وینۍ نو په لاس یې منع کړئ ، که مو وس نه رسي په خوله یې منع کړئ او که په خوله مو هم وسه نه رسي نو په زړه کې یې بد وګنئ.
ښه انسانان که دبدو مخنیوی نشي کولای، نو په خوله دې بد یاد کړي او که دا کار هم نشي کولای لږتر لږه چوپه خوله دې پاتې شي او ټولو هیوادوالو ته ښکاره بدکرداره انسانانو او دهغوی اعمالو ته ده ښه نه وایي که نه نو دوی به هم په هغو بدو کې چې دوی ورته ښه وایي شریک شي او له بد کارو سره به یو ځای دسزا مستحق شي.
خدای دبدو او ښو تر منځ ډیر واضح توپیر کړی او دبدو کړنو سزابه بدکاران هرومرو ویني او هغه عدالت به ضرور تامینیږي چې انسانان ترې عاجز دي.
پښتون درانی ، دوشنبه د کب ۱۹مه 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery