مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-12   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دافغان زورېدلی ولس سره دزړه خواله

حبيب الله غمخور
زاخېلوال : امنيتي تړون لاسليکيږي . په برلین کي له افغانستان سره د ملکي مرستو په موخه دوه ورځنی کنفرانس پرانیستلو وروسته د دويچه ويله المان ږغ راډيوسره په مرکه کښي ښاغلي دافغانستان دماليې وزير ښاغلي زاخيل وال صاحب پردې خبره په تکرار ټينگارکړئ چې، امنيتي تړون لاسليکيږي . زاخیلوال صاحب ! پدې موږ ټول پوهېږو چي تراوسه دچارواکو اودجمهوری رياست مقام ته کانديدانو بيله چون اوچرا دامنلې چي پدا لمړئ ورځ به داکارکوي . خودلته ددې ټولو وعدوسره يوڅه سرگردانه يوچي ددې تړون دلاسليک پر سر ناندرۍ ،معاملې ،سياسي لوبی ،ولي دومره اوږدې سوې ؟ چي ان تر تاسو پوري چې دکرزی دحاکميت راسته لاس ياست ،داخبره دنړيوالو کنفرانسوتر کرښوراورسېده .اوتاسو اوس چي په لوټه کم يوه مياشت دجمهوری رياست ټاکنوته پاته ده ،پدې حساسو سياسی اوپېچلو شرايطوکي دکوم راتلونکي جمهوررئيس په استازيتوب داخبره کوئ ؟ ايا! تاسوته هغه دا صلاحيت درکړئ چي تاسو داډول په کله واياست چي دا تړون لاسليکيږي ؟ که يوځل راتلونکی جمهوررئيس چي اوس دټاکنو ددې دموکراسی تمثيل ته گوروپه تبلېغاتو غرۀ سوو اوله ځان سره یې فکر وکړ چي زه خوپه رايو راغلی يم اودرايو ورکونکی ارادې ته دوعدې سره سم بايد احترام وکړم . متاسفانه دې کسانوته رايه ورکونکو غوڅ اکثريت په سياست اوسياسي اړېکو نه پوهيږي . اوس پردي نه ږغېږم چې رايي حنگه ترلاسه کيږي . خودغه زمور رايه ورکونکوته چې دا گاونډيانو دايوه خبره چي په غوږ کي ورپوه کړی اوپه هغې خبري یې داسلام دمقدساتو جامه ورواغوستل ،نو رايي ورکونکی به ددې بريالی شخص دنظرپر خلاف دهغه نه غوښتنه وکړي . زاخيل وال صاحب ! هغه وخت چي داملي بهران پيل سی بيا تاسو چيري پيدا کړو ؟ اودې ستونزی ته به دحل لارله کومه کړو . زما ددې پورته لنډ سياسي تحليل بيلگه همدا کرزی صاحب او ورسره تاسو ټول ياست .همدي امريکا داټول واک ته په يوه او بل نامه ورسول ،اوس چي شاوخوا ديارلس کاله ستاسو ټولو دحاکميت تېرېږي ،جالبه ټول دامريکا او اروپايي هيوادونو چي تر پرون پري مو دهغوي ملاتړ درلود په ظاهر مجالفت څرگندوی او غواړئ افغان ولس ته دځان په خاطر دامريکا ،اروپا اونوروهيوادونوپر خلاف روحيه ورکړی کوم چي ددوي اړېکي زموږ دهيوادسره حياتی ارزښت لري . يعني داچي په هر حاکميت کي همدا دله بايد پاته وه ،کله يوډول اوکله بل ډول جامي اغوندی . حقيقت خو دادی که پرافغانانو ته دا وطن گران وي ،له هغوسره چې پدې ديارلس کاله ئي دنړيوالو دهراړخيزومرستو اوملاتړنه په استفادې دملت دگټوپر خلاف ، دخپلو لپاره هرڅه ترلاسه کړل وداع وکړي .نوردهغوي په هره لوبه که دالوبه داسلام په نوم ، دافغان په نوم ياهم دکوم قوم ،ژبی اوسيمي په نوم راوړاندي کيږي هوښيار اوسی . لکه دجهادپه نوم چي بې شمېره قربانيان سول اويو دگوتوپه شمېرکسان دبلډينگونو ،شهرکونو، ښکلو بنگلو، سوداگری مرکزونو، څو ستاره هوټلونو اورستوارنتونو ،باغونو او مځکو خاوندان سول ،خو په رشتيانی بڼه مجاهد په شهادت ورسيد ،ماشوم اولادونه ئې دافغانستان ،پاکستان ،ايران اونوروهيوادونو په کوڅوکي خيراتونه ټولوی. خوجهادی سوداگر په لکۀ (جگه ) غاړه پرهغه کړنو سوداگری کوي چي ،دې ښاغلي دلمړۍ ورځې نه دا کار پيل کړئ وو. زه چي دا اوس اورم دغه اويا هغه ښاغلی پر جهاد سوداگری کوي ، چي يوځل بيا دا بېچاره ولس دې سوداگر چې ترپرون پو ري په همدي دده په خبره ناکامه اداره کي دغوښن مقام څښتن ووته رايه ورکړي ،خندا راسی . مگردا ښاغلي پدې نه پوهېږي چې داملت که نالوستۍ دی ،غريب دی ،زوريدلی دی ،کړېدلئ دی ،تحقيرسوی دی، خو له ځان سره بوگنېږي اودي جهادي سوداگروباندي لعنت وايي . ډيره جالبه خو داده چي پدي ټاکنيز کمپاين کي داخبره موډسوې اودسوداگری لپاره يوه پلورونکې مطاع ده چي وايي ، موږ دبهرنيانو دشتون مخالف يو،پدي اوهغه افتخارکوم .خوددي سوال جواب نسی ويلاي چي دا مفتخرين دنيويارک دسوداگريز سنټر ترنړېدو وروسته دغه مقام ته چاورسول ؟ دطالبانودحاکميت په وخت کي خومو دغو ښاغلو غارنسوپيداکولاي چي سرپه ننه باسي . دا دامريکا اونړيوالي ټولنې رحم ووچي دا اوسني ټول مطرح تاسوکسان ئي زموږ پر ولس مطرح کړلاست او غواړی چي تر ډيره مطرح اوسی . کنه پوښتنه داده ؟ ښاغلو دا دريالس کاله ولي تاسو دهمدي امريکا اوبهرنی ټولنې په دفاع اودهغوي سره په همړغۍ کښي ديوه لاس پر ځاي دواژه لاسونه پورته کول ؟ داڅه وشول چي يودم پسله ديارلس کاله حاکميت ،چور اوچپاول نه اوس تاسو وطنپرستان اودبهرنيو دمخالفين سواست ؟ داخوپرېږده چې دفهيم دمرگ په بهانه دارگ پلويان داسي طرحی او وړاند ېزو نه کوی چې سړئ ورته حيران پاتېږي . بس سترگی پټی خوله وازه کم،ړي چې حه ئي پر خوله ورځئ دسياسي مبصر اويا کوم بل نوم راغوښتل سوی په توگه دتل پشان بي مسوليته خبري کوي .ددوي دخبرونه داسي ښکاری چي دا ښاغلي اوس پسله څولسيزودرانه خوب نه رابيدارسول . زموږ دملي عنعنې له مخې په تازه مړی پسي خبري ښې ندی ،هغه دي اوس خداي وبخښی . زه دمسايلو تحليل کوم ،له هغې ورځې چې فهيم وفات سو،پدي پنځو ورځو کي یې پرونی مخالفين په صفت نه مړېږی. دسړی سره سوال پيدا سي ،نوچي هغه دومره ووچي داتاسو اوس نه پوهېږم دکومو موخولپاره چي کورنۍ یې په هېڅ صورت درسره نه منې دهغه دومره توصيف کوي ؟ ولي موپه ژوندکي درناوی نه کاوه ؟ اوياولي داتاسو ټولوچي همدا اوس په ټاکنوکي ديوه اوبل په نوم مطرح اودودري دوری ځغلۍ ، دې يولسو ښاغلو کانديدانوته نه ويل چي تر تاسو ټولو وړهمدا فهيم دی ؟ راسئ ددغو صفتونوله مخې چې ماپدي پنځو ورځو واوريدل خدغه سړۍ خپل مشر وټاکو ،ځکه دغه څه چي م،ور دفهيم په هکله واوريدل ديوه بل کانديد په شان کی ئي موږ ددي دپلويانوپه خوله نه وينو . له دې مداحانونه دافغان ولس پوشتنه داده ؟ که تاسو سوداگری نه کوی ؟ اورښتيا واياست ،نودادکابل ښارمو ولي له همدي د مرحوم فهيم پلوی ډلې سره په سيالی کښي په وينوو لاړه ؟ داولس مو ولي پر دي اوهغه قوم تقسيم کړ؟ داهيوادمو ولي پر ټوټو ووېشه اويامو دژبو او سيموسوداگری پيل کړه؟ اوداسي نوري خبري چي په يادونه یې ليکنه رانه اوږدېږي . ماددې ټولو ښاغلومرکی اوتبصرې نه دی اورېدلی ،ځکه افغانان په افراط کي نړيوال لمړۍ مقام لري ،خو يوڅه مې اورېدلي اوليدلي دي ،ددې هر تبصره کوونکي اوسياسی خواخوږي په سترگوکي مي صداقت ندی ليدلۍ. زما له نظره دملي گټو اوملي مصالحونه ددفاع په خاطر دافغان ولس دپوهاوی مسوليت په اړوند هر هغه افغان چي ليک لوستل کولاي سي،داخوپرېږده چي ځان ليکوال ،شاعر،اديب ،سياست پوه ،څېړونکی اوياگوندبولي ،ستر اوملي مسوليت لري . هر وخت چي دغو مسؤلينو خپل ملي مسوليت درک اودهغه سرته رسولو لپاره په رشتيانۍ بڼه هڅه وکړه په هغه ورځ زموږ ولس ته دورپېښو ستونزودحل لاره لنډېږي . وسلام
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery