مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پر موږ را روان نوروز!

 

افغانستان دا ځل لرغونی دودیز جشن؛ نوروز، د خپل بل دود؛ مېلمه پالني سره یوځای په خورا پراخ کوربه توب لمانځي.
 د سیمي، ریښو، تاریخ او کلتور ګډو او ګاونډيو هیوادونو اولسمشران کابل ته راځي؛ د افغانستان د تاریخ، میراثونو، کلتور، هنرونو، اقلیم، ښایستونو، اتموسفیر او لاسته راوړنو څخه له نږدې نندارې کوي.
د لسګونو زرو کورنیو او بهرنیو نندارچیانو لپاره د څو ورځني جشن؛ تیاري او ترتیبات موثر او چټک روان دي. پرون مي یوه دوست ددغه جشن د ترتیباتو د عالي کمیسیون د کارونو لیکنی او انځوریز رپوټ راواستاوه، تر اوسه مي ذهن خوشاله دی.


-د پغمان ښکُلي درې ته څېرمه پر لوړه غونډۍ  نوې ښایسته ماڼۍ، شاوخوا زړه کښوونکي ودانۍ، پراخ پارکونه، منظم او پاخه سړکونه، د سړکونو پر غاړو تازه ایښوول سوي نهالان او ګُلکارۍ د خوندور طبیعت په غېږه کي.
-د تاریخ، جغرافیې، هنرونو، مدنیتونو، او اتلانو د نندارتونونو او ډاکومینټریو وړاندي کول.
-د وزلوبي، نیزه بازۍ، چوب بازۍ او نورو ملي او سیمه ییزو لوبو ترسره کېدل.
-د نوروزي مشاعرې او لسو ګروپونو؛ کورنیو او بهرنیو  سندرغاړو کانسرټونو جوړېدل.
-د ملي اتڼ او بېلابیلو سیمه ییزو نڅاوو نندارې.
-د سمنک ( سمنو ) پخلی او پر مېلمنو وېشل.
-د نوروز په اړه سیمینارونه او په ویاړ یې لسګونه کتابونه چاپېدل.
-د افغاني فلمونو فیسټیوال وړاندي کېدل.
-د کابل ښار عمومي صفاکاري او په ملي بیرغ پوښل.
-د هوایي ډګر حریم د مېلمنو د راتګ او تشریفاتي چارو په موخه په ملي بیرغ او د ویاړونو په عکسونو ښکلی کول.
دا او دې ورته، د نورو داسي پروګرامونو د ترتیباتو عکسونه او طرحي مي وکتلې چي؛ پر خوله مي هره پلا ماشاالله راتلله.

هو دا چاري او د داسي سترو غونډو دایرول څنګزن ترتیبات هم غواړي یعني هر اړخیزي خدماتي اسانتیاوي؛ مېلمه پالنه، تشریفات، لومړنۍ طبي مرستي، امنیتي همږغي او ټولیزه اداره.
د لاس ته راغلو معلوماتو له مخي؛ د ټولو اړخونو پوره پالنه سوې ده .


په کمه موده کي د داسي ترتیباتو، طرحو او پروګرامونو جوړېدل؛ زموږ په ګران افغانستان کي چي لایې هم د ارام ساه نه ده اخیستې؛ ډېره ستره خبره ده. دا موږ ته هیله راکوي، ډاډ راکوي او مطمینوي مو چي ان شاالله هیواد مو مخ پر بریا روان دی.


زموږ دا نوروز زموږ لپاره مورال او زموږ د ملمنو لپاره زموږ د ښې معرفۍ ستره زمینه ده. په دې مناسبت د هیواد د پوهني د وزیر او ددغه جشن د تیاریو د کمېسیون د مشر ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ څخه مننه د ټولو هیوادوالو دنده ګرځي، زه خو په خپل وار مبارکي او مننه یوځای ورته وړاندي کوم. هر وخت یې د هیواد د سوکالۍ او پرمختیا په چاره کي وړتیا ښوولې ده او د هیواد د څو ګوتو په شمېر مشرانو څخه دی چي د نورو استعدادونو په پیاوړي کولو سره یې د ښې رهبرۍ امتیاز هم خپل کړی دی.


ددغه جشن د مناسبتي سرود په وړاندي کولو؛ سره چي  ښه شاعرښاغلي عبدالغفور لېوال لیکلی او د پوهني وزارت د موسیقۍ ګروپ به یې وړاندي کوي، ټولو ته د را روان نوروزي جشن او زموږ د دې ستري خوشالۍ مبارکي وایم.

نوروز ته سرود

له بامي بلخه را پاڅه، د نوروز د سهار باده
پسرلی د عشق را خور کړه، له زاړه ام البلاده
د هلمند مسته څپه شه، پر لرغوني سیستان واوړه
د کابل ارغوان ښکل کړه، د باګرام هواکړه ښاده

پر سر لوړي هري واوړه، چې ګذر پر اصفهان کړې
بخارا ته وږمه یوسه، چې پرواز پر بدخشان کړې
د سوما په باده مسته! د (سدې) د جشن یاده
له بامي بلخه را پاڅه، د نوروز د سهار باده

له (ګنجه) تر اباسینه، له ګنګا تر سمرقنده
له قونیې تر فراه روده، له لاهوره تر خجنده
د زلمو دي اتڼونه، د ښایسته پېغلو نڅاده
له بامي بلخه راپاڅه، د نوروز د سهار باده

سمنک دې شنه قدم ته، هفت مېوه د سپرلي دم ته
قزاقي سمند دې زین کړه، راشه بیا قرغزي چم ته
چې بیا یو کړو سره زړونه، لویه سوله کړه بنیاده
له بامي بلخه راپاڅه، د نوروز د سهار باده!

 


هارون حکیمي – پنجاب پوهنتون
هندوستان – ۱۳-۰۳-۲۰۱۴

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery