مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نوی کال او په خوست کې یې لمانځل

جمال ناصر اصولي‎

 

 
 
 نوی کال یا نوروز د رنګینو ګلانو د غوړیدا احساس ورکوي، ډول ډول مرغان د سپرلي د راتګ زیري راوړي، او هره خوا چڼچڼې حلقې جوړوي، او مرغاوۍ د اسمان پر مخ د بڼو په څېر کتارونه را ښکاره کوي، د ژوند کولو هیلې رازیږوي او د غمجنو په زړونو کې نوی خوشالۍ غوړوي.
نوروز ډېر لرغونی تاریخ لري چې آن ریښه یې له اریایانو له پېره را پیلیږي. افغانان هم چون اریایان دي نوروز یې لمانځلی او تر ننه یې لمانځي.پدې ورځ خوشالیانې او اتڼونه کوي او دا ورځ د یوه پخواني جشن او د سپرلي د پیل ورځ بولي.
لویه پکتیا او په ځانګړي ډول خوست کې د نوي کال لپاره خوشالیانې کوي، او د نوي کال ورځ د یوې تاریخي ورځې په ډول لمانځي او دا ورځ د کال یوه ځانګړې ورځ بولي.
ځوانان د میلو لپاره د میلو ځایونو ته ځي او هلته د خوښۍ احساس راغوړوي، اټڼونه یې د میلې سینګار لا ورښکلیوي. ځوانان په لاس لرلو وسلو نښې ولي، شاعران فی البدیع ډول اشعار سره پرتله کوي ، چې ورته شاعرانه جنګ هم ویلی شو. پخوا به ځوانانو د نیزو وهلو لوبې کولې، او کټونکی ته به جایزې ورکول کیدې، اما اوس په خوست کې نوموړی لوبه نه تر سترګو کیږي، خو ځای یې نورو لوبو نیولی دی، لکه خوسی خوسی ،پهلواني.... او داسې نورې سیمه یزي لوبې.
ښځینه هم په همدې ورځ زیارتونو او نورو خاصو د میلو ځایونو ته ورځي، ځانونه سینګاروي او د ډېرې نه لیدونکو دوستانې سره ویني او د زړه خواله سره کوي. پخوا به ښځینه وو میلې په اتڼونو لمانځلې چې اوس نوموړی دود نه شته.
ماشومان دنوی کال لپاره نوی کالی کوی، لاسونه په نکریزو کوی اوپه همدی ورځ ، ماشومان په خپلوکی لوبی سره کوی، دخپلوخپلوانوکره دمبارکي لپاره ورځی .
یوه یادونه بایدوکړم چی داسلامی حکومت دراتګ سره ډیردودونه چی پخوا به دخوست او پکتیا خلکو په دی ځانګړی ورځ کی درلودل اوس یا بیخی ورک دی اویاهم په نشت حساب دی ، لکه دښځینه ووتل زیارتونوته ، داتڼ کول اوداسی نور......
پخوا به په همدی ورځ ډوډی ګانی پخیدی دیو او بل کورونو ته به سره ورتلل ، چی اوس دا دود یو څه کمزوری شویدی .
اوس هم په ډیرو سیمو کی دنوروز په ورځ دسخی صیب په نوم فیلمرغان اوپسونه حلالیږی، اودغه ځانګړی ورځی ته لارنګینی بښی. دخوست خلک نوی کال نه یواځي په دی لمانځي چی داورځ یوجشن دی بلکی دنوی کال ورځ دسپرلی اوشنه موسم پیل هم بولی، بزګران ډیر ورته ویال اوخوشاله وی ، بڼوال دخپلو میوه لرونکو ونو حاصل ته ورنږدی شوی وی ، مینان یی د راز راز ګلونو ننداره کوی او ځانونه دسپرلی په وږمو مشغولوی اومینیز احساسات یی لا پیاوړی کیږی.
خوست کی دنوروز په ورځ کی دمتون بابا په زیارت، دتڼیو د ادماما په زیارت چی دغرونو په یوه ډیره لوړه څوکه پروت دی ،میلی کیږی او نارینه اوښځینه دهمدی ورځي په بهانه سره په جلاجلا ډول سره راټولیږی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery