دخپریدو نیټه : 2014-03-16 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د ارګ په تمه
همدا شیبه د ولسمشري یو کاندید د طلوع نیوز له لاري خپل انتخاباتې کمپاین پر مخ وړې. خبرو ته یې غوږ شوم. زه په تمه ؤم چې اوس به وینا کې خپلې تګلارو باندې بحث کوې. خو زما د تمي په خلاف یې لومړې معاون په خبرو پیل وکړـ
لومړي معاون صیب د خبرو څه نه درلودل او د هر ټکې وروسته څو ګمارل شوو کسانو لخوا به د نارې تکبیر، الله اکبر نارې شوې او تر پایه همدا خبرې وي. او ما هم د تلویزیون ترشاء څو ځلې دا سورې وکړې... او ګومان مې کاوو چې د هر کار شروع چې خداې پاک لوې دې او قدرت څښتن دې په ویلو وشي نو پایله یې ښه وي.
د خپل کاندید صیب وار راغې او د هغه د راتګ بیا د تکبیر په نارو بدرګه شوـ د محترم کاندید خبرو ته مې ډیره پلمه وو، چې اوس به د ملت زړه په څه اصلاحې، اقتصادې، امینتې، دفاعې، تجهیزاتې، ملې، عدالتې، پرمختیائې، بهرنې تګلاره، کورنې تګلاره، ګاونډیانو، بدماشانو، قاچاقبرانو، غاصبانو، تګمارانو او نورو مارانو سره چلند چې زما د قلم د څوکې پاتې خپل کړې، او دریو صندوقونه به د دمحترم کاندید صیب په عالمانه ویناؤ وروسته د انتخباتو په ورځ ډک کړې.
له بده مرغه محترم کاندید صیب، د ستیج پر سر ختلو ته ممبر ته د ختلو ګومان وکړ او لاندې حاضرینو ته چې د رایو اخیستلو لپاره د خپلو کارې برنامو له لارې ځانته پام ور اړولې واي د مقتدیانو ګومان یې پرې کړې وو.
نو محترم کاندید صیب چې تل دیو ښه مولوې صیب رول لوبوبلې شې تر څو خلک له بدو منع او ښه کارونو ته یې راوبلې، شروع په نصیحت شو. له ځنډ وروسته مې دا سؤد وشو چې کوم جومات ته د جمعې مبارکې ورځې د لمونځ کولو لپاره تللې یم، او مولوې صیب راته فضایل بیانوې.
د ولسمشرې کاندید صیب او لومړې معاون صیب د خبرو تر منځ ډیر توپیر نه ووـ خو لږ توپیر یې دا وو چې د ولسمشرې کاندید صیب لږ څه په پښتو هم وویل. او ځنې دوستان چې دري سره اشنایې نلري سر خلاص شې چې امام صیب د کوم بحث لپاره راغوښتلې. دلته بښنه غواړم د ولسمشرې کاندید صیب باید ویل شوې وایې، خو څه وکړم چې د کاندید صیب خبرې یادوم نو د ګومان کوم چې جومات کې ناست یم. نو ځکه امام صیب مې پر ژبه راځې نه د ولسمشرې کاندید صیب.
دوستانو نو تاسې څه ګومان کوې چې داسې ذعیم ټاکل به موږ لدې ستونځو وژغورې؟
زه خو وایم راځې کار اهل کار ته وسپارو. دا محترم کاندید صیب د یو ښه لوې جومات امام وټاکو تر څو موږ یې د دینې عالمانه ویناؤ نه هرې جمعې مبارکې په ورځې مستفید شو. ځکه په اکثرو جوماتونو کې د ښه عالمانو کمې د هر څه نه ډیر محسوس کیږې. او د ولس زعیم هغه کس وټاکو چې موږ سولې او ثبات پر لورې بوځې.
په مینه
ستاسو له درده خبر
اباسین جکړ