دخپریدو نیټه : 2014-03-16 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
کمزوری منطق او بې پښتو پښتانه
صمدخان غر
په تيرو څو ورځو کې په پښتنو کې يو وار بيا قومي، سيمه ايزو او.... جوړښتونو زور اخیستی دی، هر يو په خپله پوچ قومي، سمتي فکر دومره مين شوی دی چې د نیږدې ملګري پښي وهی او په ډيره سپين سترګي د داسې ناپښتنو او په ټول کې د داسې يو افغان ملاتړ کوي چې هغه يوازې او يوازې په نوم افغان دی، نه د افغانستان له ټولنې خبر دی، نه په پښتو ژبه خبرې کولای شي، او نه هم په عقيده وي لحاظ دومره سپيڅلی دی چې يو څوک دې د اسلامي روحاني په توګه ومني، ډير پښتانه تل کوښښ کوي چې د خپلې خوښې کس پرته له دې چې وړتيا،پښتونولي، افغانيت، اسلاميت، په افغاني دودونو بلدتيا او ژمنتيا يي په پام کې ونيسي، په نورو تحميل کړي.
د دې تحميل لړۍ دومره پراخه شوې چې اوس اوس د کلونو ملګري له يو بل سره پردي دي او يو ډول پښتون ځوان له بل هغه ځان جلا احساسوي، ان تر دې چې په يو بل پسې سپکې سپورې کوي، زه د هرې سيمې وګړو، قومونو، جوړښتونو، شخصيتونو ته درناوی لرم، خو موږ بايد دوه ډوله شخصيتونه او فکر ونه ولرو:
۱ـ سيمه ايز شخصيتونه، چې دا بايد په خپل سيمو کې په هره برخه کې منلي وي، او د سيمې چارې له خپل اند سره سمې سمبال کړي او دوی دې خپلې فرمولې تر ډيره په هغو سيمو کې پلې کوي چې د دوی د سيمې محصول وي.
۲ـ ملي او په هيوادنۍ کچه مشران: دا مشران مو بايد د سيمو، ولايتونو، قومونو، خيلونو،کوز او بر له فکره وتلی وي او د دې يو موټي خاورې د هر وګړي پر کړو وړو، ژبه، عاداتو، فرهنګي او ټولنيزو خويونو بلد وي او بل دا چې خلک يو ډول له ذهني پلوه د نوموړي منلو ته تیار وي، نه د پيسو، ډنډورو پر مټ.
همداسې مو فکرونه هم بايد په دوو برخو و ويشل شي:
۱ـ سيمه ايز فکر: ياد فکر هم بايد په سيمه پورې محدود وي، داسې نه وي چې د يوې سيمې قومي جوړښت په بله سيمه پرته له دې چې د يادې سيمې کوم درد دوا کړای شي، تحميل شي، ياد فکرونه په کليو، بانډو او لرو پرتو سيمو کې صدق کولای شي، او هر قوم خپل ارزښتونه، سرې کرښې، مرکې ، جرګې او کړه وړه لري.
۲ـ هیوادنی او په ملي کچه فکر: ياد فکر هم بايد ټول شموله او ټول منلی وي، نه داسې چې د يوې سیمې، يو قوم، د يوې ژبې يا ويونکي دې يو کس خوښ وي، يا دې دوی له نورو سره د قومي عقدې له امله دا هڅه وکړي چې د نورو سيمو مشران وښکنځي او خپل مشر يو ډول په زوره په خلکو ومني.
نن سبا چې تر ډيره خلک شعوري شوي دي، په ډيرو سيمو کې يو زيات شمېر ځوانان لوستي شوي دي او د پوهنې بهير له هرې شونې لارې ښه پر مخ ځي، نو کله هم د يوې سيمې يو کس چې د مشرۍ یا ټول منلې فکر لري، د دوی د دردونو له دوا کولو پرته نشي منلای، او که چيرې د بلې سيمې مشر يوازې په دې پلمه چې له پلاره يا نيکه يو څه ورته په ميراثي ډول پاتې شوي وي او د خانداني خولۍ خيال لري، نن سبا خلک د تيرو په څير ړانده نه دي، نن ټول هيواد په هره برخه کې مساوات غواړي، ځکه پرون ډيرې سیمې په ډيرو برخو کې محرومې وې، د بيلګې په ډول، پرون په پښتون ميشتو سیمو کې تر ډيره د ختيځو سيمو خلک لوستي و، او موږ ته را پاتې زرين تاريخ د همدې سيمې د وتلو، او ټول منلو څيرو په شتون کې په ميراث پاتې دی، خو نن په ډيرو لرو پرتو سيمو کې چې يو وخت پکې اډو لوستی نه و، شل ديرش لوستي کسان شته دي، همدا ځوانان يو ډول نه يو ډول له نورو سره د سالمې سيالۍ په ترڅ کې کوښښ کوي چې دوی هم مشر ولري، دوی هم د هيواد د برخليک ټاکنې حق ولري، همداسې ډير وارې زموږ مشران د کندهار و، او کيداشي په راتلونکې کې هم وي، خو دا په دې مانا نه ده چې مشري او راج چلونه يوازې کندهار،پکتيا، خوست، ننګرهار، بدخشان، يا مزار ته په ميراث پاتې ده، د زابل، غزني، پروان، لوګر، ارزګان يا هرات سړی هم کولای شي، مشر شي، او شونې ده تر يو کندهاري په ډيرو برخو کې مثبت ثابت شي، نو د هيواد پالنې، هيواد مننې په خاطر هيڅوک ددې حق نلري، چې په يوه دموکراتيکه ټولنه کې هرڅه د ځان وبولي، ځکه هرڅه د ځان بلل، شونې ده ډير څه له لاسه ورکړي او له دې کړنې سره سم شونې ده سيمه ايزې، قومي، حزبي او ډيرې نورې پخوانۍ عقدې يو وار بيا را ويښې شي، او د ډيرو سيمو سخت پياوړي جوړښتونه او تړښتونه له ماتې سره مخ کړي، چې دا ماتې د ولس ګډ ارزښتونه هم تر پوښتنې لاندې راوستلی شي او بيا به له ولسونو د هيواد جوړونې فکر پاتې وي او د يو بل په غوښو به لګيا وي .
زه ډيرو ناستو ته تلی يم له ډيرو سره مې په ډيرو ناستو کې خبرې کړي دي، خو نن سبا چې هرې ناستې ته ځم، یو به پکې د ټاکنيزو کمپاينونو بوی وي او بل لوري ته به يو وخت د یوې کيسې ياران د سياسي بيلوالي له امله يو بل ته رډ رډ ګوري، د دې ستر علت يوازې او يوازې سياسي بيلوالی دی ځکه هر ځوان د دې حق لري چې مبارزه وکړي، يو چاته کمپاين وکړي، رايه ورکړي د مشرتابه دعوه وکړي، خو ياده دعوه يي نه ښايي چې زموږ ټولنيز او ملي ارزښتونه تر خپل اغیز لاندې راولي او يا ځوانان په بيلابيلو پلمو يو بل سره وښکنځي، ځکه دا ښکنځل او ښکنځل ماري زموږ نه ظرفیت او يو ډول د رواني ناروغتيا او يو بل نه مننې ښودنه کوي.
انساني ژوند په بيلابيلو پړاونو کې له ديرو سړو تودو تيريږي، يو وخت افغان ولس له انګريز ښکيلاک سره مخ ، پرون له روسي ښکيلاک سره مخ شو، نن يو ډول نه يو ډول له لويديځ ښکيلاک سره مخ دی، دا هرڅه په ټول هيواد کې يو ډول دي، هغه چې پرون يي انګريز مات کړ، دا يو قوم، يوې سيمې، يا د کومې مشخصې سيمې شاه زلمي نه و، بلکه د هرې سيمې شاه زلمي د ننګ، وطنپالنې او وطن ساتنې ډګر ته له نورو سره يو ځای اوږه په اوږه ور دانګلي دي، همداسې پرونی روس، له سويله تر شماله، له ختيځه تر لويديځ پورې يو حزب، يو قوم، يو ولايت او يو مشر مات نکړ بلکه هرڅوک په دې سپيڅلې مبارزه کې يو ډول دخيل و، او که چيرې ننی امريکا هم د افغانستان روا غوښتنې ونه مني او داسې شي چې ملي پاڅون وشي، بيا به هم يوه سيمه دې ځواکونو ته ماتې ور نشي کړای، بلکه ټول افغانستان او په دې هيواد کې ټول شته قومونه به يو وار بيا سنګر ته ځي، او شونې ده دا وارې د میوند ټپه د کندهارۍ ، نه وي بلکه د يوې مزارۍ، ننګرهارۍ، پکتياوالې يا............ ملالې له خولې را وزوي، خو په ټول کې په یو څه بايد سر خلاص کړو، چې ویاړونه، سرښندنې او زوړتيا د ټولو ده، او همداسې که بد يا بې غيرتي هم وي يا يو مشر له دې هيواد سره جفا کړي وي بايد ټول يي سره برداشت کړو، ځکه که ټول يي برداشت نکړو پر يو قوم د يوې هيوادنۍ ستونزې ور اچول د ياد قوم ملا ماتولای شي.
نو په پای کې هغو ته چې په څيرو مين دي، څيره پال دي، او تر ملي ارزښته قومي ارزښتونه دوی ته ډير ارزښت لري،يو پیغام بايد ورکړم، که د ژوند په لنډ پړاو يانې يو دوه، پنځو، لسو کلونو کې ومنل شي، په نورو کلونو کې به نه يوازې دا چې وبه نه منل شي، بلکه نور به هم منزوي شي، خو په ټول کې به پښتون ټبر د مشر له سختې تشې سره مخ شي او ياده تشه نن پيل شوې، نن هم داسې کسان ولسمشرۍ، ولايتی شورا او نورو څوکيو ته نوماند شوي دي، چې تر ډيره يا لوستي نه دي او يا دومره لوستي دي چې يوازې لوستی شي، خوسم ليکلی نشي.
هغه چې په قومونو، خيلونو، سيمو، حزبونو مين دي، خدای د دوی مينه تانده لري، خوياده مينه دې له ځان سره په خپله سیمه کې وساتي، ياده مينه دې په مرکز، نورو ولایتونو او نورو سيموکې په خلکو نه ور تپي، ځکه خلک د هندی ټولنې په څير د نورو پنډتان نشي منلای، بلکه هرڅوک کوښښ کوي داسې يو کس د خپلې لارې مشال وټاکي چې د دوی ګټې، د زړه آواز او د ستونزو د حل نښه پکې وي، کنه د همدې قومي عقدې ليوني به يو وخت زموږ ګډ ارزښتونه هم تر پوښتنې لاندې راولي او بيا به د دښمن ژرندې ته اوبو ور تويي شي