مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چې پر ځان يې د مرگ خبر نه لورېده،خو اخر يې هم مرگ وڅکه !

سيدحسين پاچا

انا لله وانا اليه راجعون
هغه نامسلکه تخيّلي وافسانوي مارشال چې پر ځان يې د مرگ خبر نه لورېده، رهين پرې بېنوا وتړله، خو اخر يې هم مرگ وڅکه
له حده زيات توصيف هېچا ته گټه نه کوي. د هېواد ملي نهادونه ((پوځي اکاډمي، پوهنتونونه، هوايي ډگرونه ...)) بايد د هېواد په نوم پرېښوول شي. دا د ټولو مشترک کور دی، د چا شخصي کمپنۍ نه ده.
بختور هغه دی چې دنيوي واخروي حساب (اکاونټ) يې پاک او ښايسته وي. الله تعالی دې زموږ دنيوي واخروي اکاونټونه ښه کړي
دلته په برتانيا کې د ملکې د لمسي شهزاده ويليام واده وو چې هغه يې هم د Easter رخصتيو ته برابر کړی وو، خو ولې بيا هم پرې د مارکيټ له امله نيوکه کېدله. درې ورځې ملي ماتم به حکومت، مارکيټ يا کاروبار او ولس ته يوه بله خساره وي. دوعا او خپل نېک عمل به ورته گټه ورسوي، خو نه د خلکو او حکومتي کارونو تعليقول

واقعاً چې مرگ تريخ دی او د هېچا پر ځان نه لوريږي، ساينس وبشريت  يې په مخنيوۍ کې پاتې دي. دا ځکه چې ((هر نفس د مرگ څکونکی دی)). که د چا خوښه وي او يا نه، خو يوه ورځ نه يوه ورځ به يې ختمي مرگ مېلمه کيږي او له ځان سره به يې وړي. پرته له الله جل جلاله بل هېڅوک ترې خلاص نه دي. خو نېکبخته او بريالی هغه دی چې د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د مخلوق پوروړی نه وي.

من کان يعبد محمدا فان محمدا قد مات ومن کان يعبد الله فان الله حی لايموت

3557  حدثنا يحيى بن بكير حدثنا الليث عن يونس عن ابن شهاب قال أبو سلمة إن عائشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوما يا عائش هذا جبريل يقرئك السلام فقلت وعليه السلام ورحمة الله وبركاته ترى ما لا أرى تريد رسول الله صلى الله عليه وسلم.
د دې باوجود بيا هم أم المؤمنيڼ حضرت عايشه  حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنه ته وايی چې ((وددت اني کنت نسياً منسياً)) او دا يې وصيت وکړ که مړه شوم، نو د نورو بيبيانو سره مې يوځای خاورو ته وسپارئ.

او د حضرت خديجه رضی الله تعالی په حق کې راځي چې :
رقم الحديث: 99 (حديث مرفوع)  نا إِبْرَاهِيمُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ ، نا سَعِيدُ بْنُ مُحَمَّدٍ ، نا أَبُو عُبَيْدَةَ الْحَدَّادُ ، نا مُحْتَسِبُ بْنُ عَبْدِ الْوَارِثِ ، عَنْ ثَابِتٍ ، عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : أَتَى جِبْرِيلُ مُحَمَّدًا صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَقَالَ : " يَا مُحَمَّدُ , ائْتِ خَدِيجَةَ , فَقُلْ لَهَا إِنَّ رَبَّكِ يُقْرِئُكِ السَّلامَ ، وَأَقْرِئْهَا يَا مُحَمَّدُ مِنِّي السَّلامَ " فَأْتَاهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَقَالَ : " يَا خَدِيجَةُ , إِنَّ جِبْرِيلَ أَتَانِي ، فَقَالَ : يَا مُحَمَّدُ , ائْتِ خَدِيجَةَ ، فَأَخْبِرْهَا أَنَّ رَبَّهَا يُقْرِئُهَا السَّلامَ ، وَأَقْرِئْهَا مِنِّي السَّلامَ " ، فَقَالَتِ : اللَّهُ السَّلامُ ، وَمِنَ اللَّهِ السَّلامُ ، وَعَلَى جِبْرِيلَ السَّلامُ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې ((رب دې درباندې سلام وايی.

که د چا په ځان ښه لوريږي، نو يو روغتون، کلينيک، پول، سړک او داسې نور عام المنفعه ځايونه دې له خپلې پاکې پانگې جوړ کړي، خو په جومات کې بايد پاکې روپۍ ولگول شي. اوس دې پرې الله تعالی ورحميږي. هيله ده چې زموږ نور پاتې جهادي مشران هم د نوموړي له مرگه پند واخلي او پر ملت زړه وسوځوي. د پخوانيو حزبي دوکانونو وخت تېر دی اوس د هېواد په کچه فکر په کار دی.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery