دخپریدو نیټه : 2014-03-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دپغمان پر ځای ولې ارګ کې دنوروز چشن لمانځل کیږي؟
شریف الله شرافت
زه نه پوهیږم زمونږ دولتي ویاندویان چې کله شروع وکړی نو ټول هیواد مو دسولې کورشي، هر کار ګل ګلزار وي ، په ولایاتونو کې خو هسې هم ټاکنې ترسره کیږي هغه دکندهار اوهلمند اخري نقطو ته هم صندقونه ځي .بس په کال کې هم یو سړی نه وژل کیږي . هر څه جوړ دي .مونږخو دا څو موده کیږي چې دا چارو د ادارې دویاند او دنوي کال دلمانځلودکمیسون دغړو په چیغو لیوني شو بس صفتونه دي تصویرونه دي چې دپغمان په غونډۍ کې اخيستل کیږي. له دې ماڼۍ نه یې دجنت ماڼۍ راته جوړه کړې سړکونه ورپاخه شول داوبو سیستم یی ورغول شو هر څه کارونه یې خلاص شول له مختلو هیوادنو ورته میلمانه را وغوښتل شول .خوتیره ورځ اعلان وشو چې نوروز به په ارګ کې لمانځل کیږي .چارواکو تاسو ته چا ویل چې نوروز ولمانځي ددې ورځې لمانځله خو هسې هم په اسلام کې نا رواه ده اوکه نه تاسو ته هر څه مسخره ښکاریده .ستاسو پدې نمایشي کارونه مو ولس دومره ناهیلې کړی چې نور دافغانستان راتلونکې ته هیڅ امید هم نلري.لږ ساړه خورۍ ماشومان مو په هیواد کې له ولږې مرۍ ،هره ورځ په دې خاوره کې په لسګونو جنازې خاوروته سپارل کیږي. ولې مونږ اوتاسواوس هم فرمایشي کارونه کوو.که دا ورځ په ایران کې لمانځل کیږي هغوی قوی اوپیا وړی اقتصادلري هغوی نن اتوم جوړوي اوزه اوته په پردیو مرستو ولاړیو مونږ ګدایی کوو ولې په څنګ کې یې نمایشي خیراتونه اوصدقې هم کوو.تاسو څه فکر کاوه چې ملک جوړشو،امنیت راغی یو نوروز پاتې دی باید ولمانځل شي .نه زه ښه پوهیږم چې له هرچا زیات تاسو پدې کارونو شه پوهیږۍ ولې ځانونه نه پوهوۍ .زه وایم حکومت باید دهر کار له اجرا ترمخه د هغه ښه اوبد لوری وسنجوي اوکنه انجام به یې دپغمان ماڼۍ وي