دخپریدو نیټه : 2014-03-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
افغانستان په جنت بدل شوئ!
اباسین جکړ
افغانستان په جنت بدل شوئ
Inbox
x
پدې نیږدې ورځو کې افغانستان په جنت بدل شوئ او اکثرأ خلک د پاکستان نه افغانستان ته ځې تر څو ځانونه جنت ته رسوې.
لومړې ځل په جنت مینانو ډلي ننګرهار ولایت ته نږدې د څو بې ګناه وګړو د شهید کولو وروسته د امنیتې اورګانونو لخوا د څو ساعتونو په موده کې جنت ته ولیږدل او د دوې د بادارانو ارمانو یې پوره کړل.
دوهم ځل یو بله ډله چې د جنت د خوږو خبر شول د میمنې په ښار کې یو ځو غریبکارانو د وژلو سره یو ځاې ځانونه وچؤل او جنت ته ولاړل. د دې ډلې تو پیر له نور دا وو چې، دوي ډیره بیړه درلوده او خپله یې ځانونه خپل مقصد ته ورسول او یا کیدالې شي چې د افغانستان اقتصاد ته یې کتلې وو. او دا اټکل یې کړي وو چې بي له هغې هم ځو نو ولې د غریب ملت له پانګې نه د امینتې چار واکو ګولې مصرف کړو. نو خپل غم یې پخپله خوړلې وو، او له ځان پوري یې هر څه تړلې وو.
دریمي ډلي، پدې لڼدو ورځو کې یو مکمل نسل تباه کړ او ټول هیواد یې د غم په تغر کیناوؤ. البته دي ډلې ته ویل شوي وو چې د کوچنیانو او د سردار په شهیدولو به د جنت لوې سردار ته اوسئ! دا ډله هم د درې ګریو په موده کې خپل کندؤ ته ولیږدل شول.
نن یوه بله ډله تازه خبره شوي وو، چې جنت خو چور تالأ شو، نو په ډیره پلمه یې بله لاره ونه موندلې او د انتخاباتو د کمیسیون په سیمیز دفتر یې ور مڼدې کړئ وي. د دي ډلګې لپاره مخکې له مخکې نه تیارې نیول شوي وو نو په ډیره لږ وخت کې دا د قاتلینو ډله خپل مرام ته ورسوله.
د افغانستان ملې پولیس، ملې اوردو او ملت پوره چمتو والې لرې تر څو د جنت مینان ژر تر ژره خپل مرام ته ورسوئ.
خو له بده مرغه د جنت دروازي د دي خلکو پر مخ تړل شوي خو د تشویش وړ نده. ځکه، د دوذخ دروازې د تل لپاره د دوي لپاره خلاصې دي او د دوي لپاره پرته له کوم حساب او کتابه (VIP) یعني تر ټولو غوره خدمات په پام کې نیول شويدي.
د خدمتونو په همددي لړلې کې به ډیر ژر د لوۍ اللهّ تعاله په مرسته او افغان ملت په کلک هوډ دا (VIP) خدمات به د کامیابه انتخاباتو د تر سره کولو وروسته د پولې آخوا د دوي د بادارانو تر دروازو ورسیږې، تر څو د دوي غلامانو ته پرته له کومي ستونځي جنت ته د تګ زمینه برابره کړې.
په مینه د افغان با غیوره ملت لخوا