دخپریدو نیټه : 2014-03-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ګل اغا شیرزی صاحب ته یو وړاندیز!
محترم ګل اغا شیرزی صاحب اسلام علیکم و رحمتالله و برکاته!
لکه چی تاسو تر موږ ډیر ښه پوهیږی او د افغانستان په سیاست کی مو د عمل په ډګر کی د هیواد او ولس لپاره نه ستړی کیدونکی کار او هلی ځلی کړی او دافغان ولس ټول دردونه او ناخوالی له نږدی څاری او ترینه خبر یاست. نو ضرور به نه وی چی پدی هکله نور جزیاتو ته لاړ شو راځم خپل هدف ته هغه دا چی.
ښاغلی ګل اغا شیرزی صاحب! زموږ ګران هیواد افغانستان د تاریخ یوه ډیره مهمه او سرنوشت ټاکونکی پاڼه اړوی چی هغه عبارت د ۹۳ ز کال ټولټاکنی دی او دا به افغانستان یو نوی پړاو ته ورداخل کړی، دا دور به له دوو مهمو تغیراتو او بدلونونو خالی نه وی.
اول دا چی که چیری د ولس د رایی سره خیانت ونه شی او ولس پریښودل شی چی د خپلی خوښی زعیم وټاکی نو موږ ویلی شو چی زموږ هیواد او ولس د بدبختیو او هغه ناخوالو سره چی نږدی څلور لسیزی لاس او ګریوان دی خلاص شی او هیواد او ولس به انشالله یو روښانه راتلونکی ولری.
دوهم دا چی که چیری دپورته وینا برعکس عمل وشی او د ولس رایه تر پښو لاندی شی او داسی يو څوک د افغانستان واګی په لاس کی واخلی چی د ولس په مټو نه بلکی د پردیو په مټو او په ټاکنو کی د درغلیو او د بیرونی مداخیلو له لری د هیواد ولسمشر وټاکل شی دا به د افغانستان او افغان ولس لپاره یوه بله توره ورځ وی او زموږ د هیواد کړکیچ به لا کړکیجن شی او افغانان به د نویو او سختو کړاونو سره لاس او ګریوان شی.
محترم شیرزی صاحب! اوس چی موږ د راروانو ټولټاکنو د پاره د کاندیدانو کمپاینونه ګورو نو له ټولو کاندیدانو څخه دوه کسه د پاملرنی وړ دی چی یو یی ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی دی چی ولس ورسره ولاړ او بل یی ډاکټرصاحب زلمی رسول دی چی د افغانستان فاسد حکومت او د هغه په سر کی حامد کرزی ورسره دی. یا په بله وینا د اشرف غنی کامپاین ولس پر مخ وړی او د زلمی رسول کامپاین د دولتی امکاناتو په زور مخ ته روان دی.
نو که اوس یو له دغه دوو ډاکټرانو څخه چی یو څو ورځی ورته پاتی دی ولسمشر شی د هر یو په مشرۍ کی به د لاندی تغیراتو شاهیدان اوسو.
که زلمی رسول ټاکنی وګاټی دا به د افغانستان لپاره یو توره او نه جبران کیدونکی ورځ وی دا څکه چی زلمی رسول د هیواد په دردونو نه پوهیږی او بل دا چی یو قاطع او تیره شخص ندی چی ټولی چاری په لاس کی واخلی او یوه سالمه اداره جوړه کړی، نو که چیری خدای ج مه کړه زلمی رسول ولسمشر شی دا به د کرزی د فاسدی اداری او د شورا نظار د فدرت دوام وی او دا دوام به د کرزی تر اداری خراب ځکه وی چی زلمی رسول به پر هیڅ یو دولتی کارکونکی هیڅ ډول تاسیر نه لری او باور وکړه چی څوک یی په خوله تریخ پیاز هم ونه خوری. او د دی په ځنګ کی به د پاکستان او ایران لپاره میښه ننګه شی او په ازاد ډول به لاس وهنه کوی.
خو که چیری ډاکټر اشرف غنی د افغانستان ولسمشر شی دا به د زلمی رسول برعکس ، د افغانستان لپاره یوه نوی تاریخی او د مثبت بدلون ورځ وی. دا ځکه چی ډاکټر اشرف غنی پوهه باتجروبه او د نړیوالو لخوا یو منل شوی، قاطع او تیره شخص دی او د یوی ښی اداری طمع ترینه کیدلای شی. فساد له منځه وړلای شی، هیواد او ولس ته صادق اشخاص او افراد په کار ګمارلی شی. او د ګاونډیانو سره د یوه رڼ سیاست طمع تری کیدلای شی او د هغوی لاسووهنی او مداخلی بندولی شی .خلاصه یی دا چی د افغانستان روانی ناخوالیو ته د پای ټکی ایښودلی شی.
.محتر ګل اغا شیرزی صاحب! متل دی چی وایی د هغه چا ملګرتیا سره کیدونکی ده چی ګډ خاصیتونه سره ولری نو ستاسو تیر تاریخ ته په کتو او هغه لاس ته راوړنی چی تاسو تر اوسه پوری د افغانستان لپاره لرلی او ولس مو هم د هیواد لپاره د یوه ښه خدمتګار په صفت پیژنی او همدغه ولس له تاسو هیله لری چی اوس هم د ولس سره ودریږی او د ډاکټر صاحب اشرف غنی د ټیم سره لاس یو کړی ترڅو تاسو دواړه بریالی شی.ستاسو د ټیم یو ځای کیدل به د ډاکټر صاحب اشرف غنی ټیم لا پیاوړی کړی او دا به تاسو او ځینی نور ستاسو په شان په هیواد او ولس مین اشخاصو او افرادو ته د دی شرایط برابر کړی چی په ازاد مټ د ولس ښه خدمت وکړی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل