مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ښاغلي ډاکتر غني ته سپارښتنې

 ښاغلی ډاکتر صاحب اشرف غني زه چې د مظلوم ، ځورېدلي ، ربړېدلي غيرتي افغان ولس جذبو، احساساتو ، تندې ، مينې او اخلاص ته ګورم نو پرته له شکه ويلای شم چې د روان کال په ولسمشريزه ټاکنو کې ستاسو بری که خدای جل جلاله کول حتمي دی که د بدنيته ګاونډيانو او د ځينو ذيدخله نړۍ والو له درغليو د ولس رايې په امان شوې که څه هم د افغانستان غوندې فساد او ناروا مصلحتونو ځپلي هېواد کې دقيقه وړاندوينه ډېر ګران کار دی خو زه چې د هېواد ګوټ ګوټ کې د خپلو خلکو پاکو ولولو ته ګورم نو له دې اصله چې وايي د خلکو او ولس زورد خدای ج زور دی، تاسو ته مخکې له مخکې د بريا مبارکي وايم ، د ژوند او سر دعا درته کوم او افغان ولس ته د صادقانه خدمت توفيق درته غواړم ٠
 ډاکتر صاحب تاسو ته تر هرچا ښه څرګنده ده چې زموږ ددې کابو څلورو لسيزو دغميزې اوږدېدل د ځينو کورنيو او بهرنيو ستونزو تر څنګ زموږ د ملي مشر، زعيم او رهبر نشتوالی هم و او لا له بده مرغه دی هم٠
 تاسو سره د خپل ولس مينه ښايي ددې لامله هم وي چې دغه تشه نور ډکول غواړي ، هو پدې کې هم شک نشته چې پرلپسې بدمرغه جنګ ، کډوالۍ او بربادۍ د افغان ولس دښمنانو ته موقع ورکړه چې هم زموږ ولس کې نفوذ وکړي او هم د افغان قام په هر قشر کې سمييز ، قومي ، مذهبي ، تنظيمي او ژبنيز توپيرونه او کرکې رامنځ ته کړي له بده شامته د همدغو کرکو لمبو که کوټه ( هېواد ) وسوځوله خو خوشبختانه چې دېوالونه (عزم ) يې کلک او پاخه کړل ، ننني حالات داسې راغلل چې دهمدې غميزې اصلي عاملين اکثره په حقيقتونو پوه شول او د تېرې ماضي د جبېرې په پار د بدلون اوتداوم د کاروان غړي شول او تاسو هم ددې لوی ابدالي ولس دبيا راجوړونې پخاطر غيږ کې ونيول دوی په خپلو بدو پښېماني وښوده او تاسو د ورورولۍ لاس ورکړچې البته دتاريخ پدې نازک پړاو کې يو ګټور کار دی که څه هم موږ هيله درلوده چې تاسو بايد دخپل عالی علميت او شخصيت له مخې خپل مرستيالان هم د قوميت پرځای د اهليت له مخې ټاکلي وای خو پوهيږو چې د ښاغلي حامد کرزي د ناروا مصلحتونو دود ماتول هم پوره وخت ته اړتيا لري او په سياسي مجبوريتونو مو زموږ سر خلاص دی ، خو ښاغلی ډاکتر صاحب دا بايد هېره نه شي چې دا مظلوم ملت او وطن په جديت او قاطعيت جوړېدای شي نه په ناروا مصلحت او طفلانه عصبانيت ٠
 دقانون له مخې ټول افغانان برابر حقوق لري ، هيڅوک بايد مافوق القانون نه وي ، او په ادارو کې دفساد دورکولو دپاره ستاسو خپله وينا او فرموله کافي او دقيقه ده چې ( دشل زره مامورينو په ځای درې ، څلور لوړپوړي زندان ته شي نو فساد به لږ او ختم شي)
ښاغلی کرزی هم په دی مظلوم ولس په ډېر حساس وخت کې رانازل کړلای شو کالي يې هم سپين ول او نړۍ هم ورسره وه خو متاسفانه چې د ولس دراخپلولو ( زعامت ) ټول طلايي چانسونه يې په اوبو لاهو کړل او ځان يې تاريخ ته محکوم کړ٠
 قدرمن ډاکتر صاحب غني !
تېرې دريارلس کلنې دورې د بې کچه مادي تاوان برسېره دې وياړلي ولس ته ډېر درانده معنوي تاوانونه هم وراړولي دي د بېلګې په توګه :
١- نا اهله خلکو ته د مصلحت له مخې ميډالونه ، ستاينليکونه ، القاب او وړو سرونو ته درنې پګړۍ ورپر سر شوي دي٠
 ٢- ځينو ډلو ټپلو ته د سياسي رشوت په ډول دومره ناجايزه امتيازات ورکړل شوي دي چې بېرته راګرځول يې اړين دي ، خو ډېر غور، دقت ، حکمت او زور غواړي٠
 ٣- جهاد او مقاومت \\\' د جهاد او مجاهد مبارک او سپېڅلي نومونه بايد نور قدرت ته د رسېدو په خاطر ستاسې په وړاندې حربه ، ضربه او بېرته غره د ختلو د کواښ او سازش وسيله نه شي ، د افغانستان ټول ولس مجاهد دی ، داسې افغان او کورنۍ به نه چې د وطن او دين نه يې خپلې د زړه ټوټې نه وي نذرانه کړي ، د جهاد او مقاومت په نوم نور بايد مسلمان افغان ملت ګرو او ټېکه نه شي ، هر افغان په خپل وطن کې د ژوند او د اهليت له مخې په مناسب ځای کې د کار کولو پوره حق لري حتی زموږ افغان اهل هنود٠
 ٤- ملي غږ ( ملی سرود ) له بده مرغه د ثور له اووښتونه را وروسته هر نظام هڅه کړې چې خپلو سياسي ، ګوندي او تنظيمي کړنلارو ته پر ملي ارزښتونو غوره والی ورکړي او د سازشونو په بازار کې ملي ارزښتونه ليلام کړي٠
 د ښاغلي کرزي د دورې تر ټولو ستره جفا په ملي سرود فرهنګي يرغل و چې د افغان په څو زره کلن تاريخ کې د لومړي ځل دپاره په ملي سرود کې د واحد افغان په ځای نور قومونه او خيلونه ذکر شول قانون د افغانستان ټول وګړي د افغان په نوم او هويت پېژني نه د ازبک ، هزاره ، تاجک او ٠٠٠٠٠٠٠
 نو پدې برخه کې هم زه تاسو جناب ته وړانديز کوم چې د شهيد سردار محمد داود خان د وخت ملي ترانه چې په وزن او د افغان ولس په روحيه او مزاج بېخي برابره ده ، بېرته ملي ارزښتونو ته د درناوي په خاطر ملي ترانه اعلان کړئ٠
 جناب تاسې که ددومره ټوپکونو او جنګي مافيا باوجود تر ارګه ور رسېږئ نو پرته له شکه به دهمدې بې وزله ولس په زور ، مټو او اوږو ور رسېږئ او تاسې بايد بيا دا جرۀت او صلاحیت ولرئ چې ټول ملي بنسټونه ښه په زړورتيا بيا له سره داسې اساسي ورغوئ چې ستاسې ددورې دپای ته تر رسېدو وروسته نظامونو ته يې د ادلون بدلون جرۀت او ضرورت پېښ نشي٠
 زه بيا تکرار وايم چې د ښاغلي حامد کرزي دديارلسو کالو سازشونو او ناروا مصلحتونو په اداري او سياسي لحاظ اوس د يو دود او طرز سياسي بڼه غوره کړې او په يودم ماتول به يې لږ ناشوني وي خو ورو ورو او په تدريج هر ناممکن ، ممکن کېدای شي٠
 ښاغلی ډاکتر صاحب !
د تېرېدونکې ديارلس کلنې دورې د ناروا مصلحت په سلګونو بېلګې شته خو زه پوهېږم چې تاسې خپله هم دهمدې نادودو عيني شاهد ياست ما هسې د زړه له درده دريادې کړې٠ وګورو چې تاسو د برياليتوب په صورت کې ددې مظلوم ولس د پاکو احساساتو او هيلو سره څه کوئ ، وګورو چې په قره قلۍ ، چپن او ظاهردارۍ ولس تېرايستل غواړۍ او کنه دصادقانه چوپړله امله ځان غني بابا کول غواړئ ؟
 په دې لاندينۍ اندېښنه خپلې سپارښتنې پای ته رسوم٠
 ځينې افغانان اندېښمن دي او وايي چې ښايي د ډاکتر اشرف غني په نوي حکومت کې د کرزي ددورې ځينې ناکام او نااهله واليان او وزيران بيا تکرار او تحميل شي او زه هم هيله لرم چې دغې اندېښنې ته ډېره جدي پاملرنه وکړئ نوي ځوانان او اهل کار رامخکې کړئ ، دوی ټول د کرزي صاحب په شمول پرېږدئ چې يو څوکاله ارام او استراحت وکړي چې ذهني، فکري او عصبي ستومانتيا يې ووځي او نوی حکومت له قحط الرجال په امان شي٠
 چې مو راټول په يو کور کړي داسې څوک غواړو موږ
 چې مو زخمونه لږ ټګور کړي داسې څوک غواړو موږ
 چې مو ترمنځه دا د جبر دېوال و نړوي
 چې مې د ورور سره بيا ورور کړي داسې څوک غواړو موږ
 چې د اغيار نه د اټک مظلوم زړګی وګټي
 چې نور اوبه د ظالم زور کړي داسې څوک غواړو موږ
 په درنښت
 ستاسو مخلص اجمل اټک يوسفزی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery