دخپریدو نیټه : 2014-03-30 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ډاکټرعبدالله(عبدالله) پېژنۍ؟
توریالی وزیر
ښاغلو او آغلو لوستونکو، په تېره لیکنه کې مو د ډاکټر زلمي رسول په اړه لنډ معلومات لیکلي وو، اوس به په دې لړ کې د عبدالله (عبدالله) په اړه معلومات وړاندې کړو، هیله ده چې دا معلومات د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په انتخاب کې ستاسو درنو هیوادوالو سره مرسته وکړي.
د ډاکټرعبدالله ډېرۍ سیاسي کړنې دې ده په کورنۍ پورې اړه نه لري دنوموړي کړه وړه د جمعیت تنظیم او د جمعیت تنظیم په مشر استاد برهان الدین او د تنظیم پر قوماندان احمد شاه مسعود پورې تړلي دي، سره له دې چې ټولو هیوادوالو ته جوته ده خو بیا هم موږ باید په ډاګه او په ښکاره ډول ووایو چې د جمعیت تنظیم (نظار شورا) د افعانستان په ورانولو، په ځانګړي توګه د کابل په تباهیو کې ډاکټرعبدالله پوره برخه اخیستي ده، په دې مانا چې د مسعود او (نظارشورا) اعمال د ډاکټر عبدالله کړنې دي، نو بایده دي چې لمړۍ د رباني او مسعود په ناوړو کړنو او خیانتونو باندې رڼا واچول شي، او وروسته به د عبدالله(عبدالله) په اړه معلومات ولیکو: احمدشاه مسعود،د دوست محمد زوی ؤ نوموړی، یو ستمی ؤ اود طاهر(بدخشي) تر نفوذ لاندې ؤ طاهر(بدخشي) د خلق د موکراتیک ګوند د موسسې کنګرې او د مرکزی کمټې غړي ؤ د خلق د ګوند تر انشعاب وروسته د ببرک کارمل سره یو ځای شو چې وروسته یې د پښتنو پر ضد د ستم ملي په نوم ګوند جوړ کړ او حفیظ الله آمین لخوا ووژل شو. (ژوندۍ خاطرې ص ۳۷۴)
احمدشاه مسعود د داود خان د حکومت په دوران کې د پاکستان جاسوسي ارګانونو ته په داوطلبه توګه ورتسلیم شواوهلته د افغانستان د مسلمان او قانوني حکومت (چې نه د کفر مسایل وو او نه دجهاد) پر خلاف وروزل شو.
ښاغلی کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم (عطایي) د مسعود د تخریبی او ترورستي کړنو په اړه وایي: مسعود د داودخان پر ضد فعالیتونه وکړل او بیا پاکستان ته فرار شو او هلته ذولفقارعلي بوټو وسلې او پېسې ورکړې او له هغه وخت څخه په پنجشېر کې مستقر شو. ده له (۱۹۸۰م) څخه دګلبهار او جبل السراج پرنساجۍ فابریکو حملې وکړې،.... (دافغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه، ص۳۷۷)
عطایي صاحب زیاتوي: ... احمدشاه مسعود دجمعیت قوماناندان ؤ او رهبر یې برهان الدین رباني ؤ ... مسعود ځان دموکرات ښیي ... خو حقیقت دا دی چې دی یو جنګره او مخرب شخصیت دی.
مسعود برعکس د ګلبدین، یو ازاد او عیاش سړی دی، وایي چې د کابل موزیم څخه یې د سکندر جام وړی دی او په هغه کې (د ویاړ لپاره) اوبه څښي او کله به چې مسعود د تلویزیون له غره څخه د میوند جاده په داکټونو ویشتله او زیادتره به د راکټ ماشه ده پخپله دا کشوله نو ده به خندل یعني د انسانانو له مرکونو او د ابادیو له تخریب څخه یې خوند اخیست.
(دافغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه، ص ۳۷۸)
په دې اړه د پاکستان د صدراعظم زلفقار علي بوټو سلاکار ډګرجنرال نصیرالله بابر د هغه د خپلې مبارکې خولې! خبرې واور بابر وایي: « په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه ، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښی انجینر حبیب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه، زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم. نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وه. دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلي وو، » بابر د دغو افغان دښمنو په اړه زیاتوي « دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنيرحبیب الرحمان او بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ ... نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هر یوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول. لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي . هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و... بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال یو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه ... بیا ما دوی امریکا (امریکایانو) ته بوتلل . زه خو له صوبه سرحد څخه وتلئ نه شوم ، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې ، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل ، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله ، ورته ویل به مې چې ګلکار درغئ نو ګل بدین به مې ښود ، او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا ( برقي ) درغئ نو احمدشا مسعود به ورغئ . د امریکا سفارت په مئ ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ . ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه . »
(د وطن پیغام بریښپاڼه کې د نصیرالله بابر سره له مرکې څخه،
(۲۰۱۱) کال، د جنوري (۱۰) نیټه د (سرلوڅ مرادزي) له مقالې څخه.)
احمدشاه مسعود نه یوازې د یوه هیواد (پاکستان) لپاره جاسوسي او ترورستي عملیات تر سره کول بلکه د پاکستان پلار او د افغانستان لوی او (پدري دښمن) انګریز ته هم د زړه له اخلاصه د خپلو خلکو او افغانستان پر خلاف ناوړه کړنې تر سره کړي دي. مسعود د انګریزانو د استخباراتو(ایم، آی، ۶) له خوا حمایه او استخدام شوی وو، امریکایی لیکوال سټیوکول د(پیریانوجګړې) نومي کتاب کې لیکلي: ... د برتانیا څارګرې(جاسوسي) ادارې، چې په اسلام اباد کې د برتانیا د سفارت له یوې کړکۍ نه لرونکي کوټې څخه یې فعالیت کاوه، د جګړې له پیله له مسعود سره اړیکي لرل نوموړي ته یې پېسې، یو لږ شمېر وسلې او د استخباراتو ځیني وسایل ورکول ... . (ص۱۷۵)
سټیو کول زیاتوي: مسعود د برتانویانو نازولی ؤ نو له همدې کبله په سي، ای، اې ښه نه لګیده [خوبیاهم] سي، آی، اې مسعود ته په مستقیمه توګه اجوره او اکمالات وراستول( مسعود ته د سي، ای، اې یو اړخیزه مرسته لومړی په (۱۹۸۴م(۱)) کې وړکړ شوي وه) ... . (د پیریانو جګړې ص ۲۱۸)
(۱) بابر وایي: له مسعور سره امریکایانو په کال(۱۹۷۹م) کې مرستې پېل کړې.
د انګریزان جاسوسي ادارې مسعود ته د یوه داسې متحد په سترګه کتل لکه مسعود چې د انګریزانو د د تره زوی او پخپله له انګلیستان څخه راغلی وي، کله چې د کابل دسقوط په لمړۍ شپه د حکمتیار او مسعود قواؤ لخوا ښار ونیول شو او په سبا یې د مسعود او دوستم د ځواکونو له خوا د ګل بدین حکمتیار ځواکونه له کابل څخه په زور وایستل شول، نو په پېښور کې یحیی مسعود د خپل اداره کوونکي (د انګریزانو د جاسویۍ سازمان مسؤل کس) سره وکتل، برتایوي افسر په غرور ورته وویل: ... موږ په حقه وو، حکمتیار ناکام او مسعود بریالی شو. (د پیریانو جګړې ص ۳۴۳)
احمدشاه مسعود د انګلیستان له انټلجنس شبکې (M. I. 6) سره په اوومه لیدنه کې د نوموړي جاسوسي شبکې مشر وویل: موږ مسعود ته ډېره پاملرنه لرو، موږ به له هغه څخه (تیتو) جوړکړو. (مسعود پېژنې؟ ص۱۹)
دا شان مسعود د فرانسوي جاسوسانو سره هم ټینګ اړیکي درلودل نوموړی دکابل داستقلال له لېسې څخه فارغ شوی ؤ نو په فرانسوي ژبه پوهیده فرانسویانو هڅه کوله چې له مسعود څخه د نړۍ د لویو شخصیتونو لکه (سایمن بولیوار او یا جیورج واشنګټن) کړي ... . ( د پیریانو جګړې ص ۱۷۵)
لکه چې پخوا مو وویل، احمدشاه مسعود نه یوازې د یوه هیواد اجنټ او جاسوس ؤ بلکه د ډېرو هیوادونو د ګټو لپاره یې خدمتونه کړي، چې له ټولو څخه یې ناوړه جاسوسي او ورانووتکی عمل دا ؤ چې د روسانو د سره پوځ (څلوبښتم لښکر) په خدمت کې یې ځان وقف کړی ؤ.
تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي چې په افغانستان کې د شوروي په پوځ کې په وروستيو پړاوونو کې دندې ترسره کړي دي د مسعود سره د استخباراتي اړیکو په اړه وایي: ... د مسعود ډلې پر خلاف لمړي عملیات په کال (۱۹۸۰م) په اپریل کې تر سره شول ... او یاغیانو ته یې دسر ډېر غټ زیان ورسولو او همدې کار مسعود دې ته اړکړ چې د شوروي لږ شمېر پوځي ټولګیو له قوماندانۍ سره یو پټ خوښاوی لیک لاس لیک کړي. نوموړي په دغه خوښاوي لیک کې ژمنه کړي وه چې دشوروي او حکومتي پوځونو پرخلاف به له دښمنۍ نه ډک عملیات نه تر سره کوي. د دې کار په بدل کې له هعه سره لوظ شوی ؤ چې پر پنجشېر به هوایي بمبارۍ نه کیږي، دهغه کاروانونو ته به درې ته د ننوتلو او له هغې نه د وتلو اجازه ورکول کیږي او دغه راز د افغانستان اسلامي ګوند له سیالو ډلو ټپلو سره د احمدشاه د ډلو د وسله والو نښتو پروخت به د هوایي بمیاریو او توپچي ګوزارونو له لارې له نوموړي نه ننګه او ملاتړ کیږي. ( دافغان میړانه او غمیزه ص ۴۵۴)
د کې، جې، بې جاسوسي ادارې د دې لپاره چې د مسعود عقایدو ته په بشپړه توګه تغیر ورکړي او یو سم بې دینه کمونسټ ترې جوړ کړي یو تن جاسوس (ډګرمن اناتولي) یې پنجشېر ته ورولېږلو په دې اړه جنرال لیاخوفسکي وایي: شوروي پوځي څارګره اداره هم لاس تر زنه نه وه ناسته او په دې پړاو کې د مسعود سره د خپلې همکارۍ په ټینګولو او لا پیاوړتیا باندي بوخته وه.
لیاخوفسکي زیاتوي: د ساري په توګه (ډګرمن اناتولي) خورا اوږ وخت د احمدشاه په استوګنځي کې تېر ګړ او په دې ترڅ کې یې له هغه سره اړونده کار پر مخ بیوه، دغه راز یې نوموړی دشوروي ژوند له بڼې او د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو له لیکنو سره هم بلداوه، ... . (ص ۴۵۴)
دوکتور (اناتولي سودوپلاتوف) د شوروي اتحاد داستخباراتي موسسې (K. G. B ) مامور او اوس په مسکو کې د تاریخ پروفیسر له بروس ریچارډسن سره په یوې مرکې کې د ( اګیت په۱۴/۱۹۹۵م) کې ویلي ؤ: مسعود زموږ لپاره د اقغانستان شا ته دروازه وه. (دویمه سقاوي ص ۱۶۸)
د مسعود د هغو خدمتونو په باب چې نوموړی څه ډول د روسانو په خدمت کي ؤ، د روسیې د پوځي استخباراتو د یوه مشر مامور (ایګورباریسوویچ) د روسۍ یوې ورځپاڼې سره په (۱۹۹۴م) کال کې په یوه مرکه کې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: ... ستاسې مقصد دا دی چې ګني احمدشاه مسعود د شوروي پوځي استخباراتو جاسوس ؤ؟
ځواب: نه، خو که ټیک خبره رانه غواړې نو هغه زیاته موده په موږ پورې تړلی او زموږ د نفوذ عامل و، نږدې یو کال زموږ مامورینو له ده سره لیده کاته کول، بیلابیلې موضوعګانې یې ورسره څېړلې او ګډې پریکړې مو سره کولې او هغه به زیات وخت هغه څه کول چې موږ ورته ویل. (سرې لښکرې په افغانستان کې، د داؤد جنبش سریزه)
مسعود د شورویانو سره د یوې معاملې کولو پریکړه وکړه د (۱۹۸۳م) کال کې په پسرلي کې یې د یوه بې ساري اوربند اعلان وکړ، تر اوربند لاندې شورویانو [منلي وه] چې که مسعود افغان پوځ ته اجازه ورکړي چې د درې د سهلي برخې په پای کې اډه جوړه کړي، ... دا اوربند له درو کالو پټو خبرو وروسته منځ ته راغلی ؤ.
له پنجشېر درې څخه په بهر کې افغانان د دې خبرې په اوریدلو، چې مسعود د شورویانو سره د جګړې پر محال په خبرو بوخت ؤ، شوک[اریان] شول دا خبرې مخکې هغه وخت پېل شوې کله چې په مخکینیو کرښو کې یې له شوروي قوماندانانو سره د لیکونو تبادله شوي وه، په دې لیکونو کې د مسعود او د غلیم سیالانو تر منځ يې داسې بحث شوی ؤ لکه د همکارانو تر منځ، ورپسې هغوی بیا مخ په مخ خبرې وکړې، د خبرو په وروستیو دوه ناستو کې مسعود پخپله شرایط کېښودل، له ماسکو څخه په یوه لیک کې د کې، جې، بې(K. G. B) پخوانی مشر او وروسته د برژنف ځای ناستی د کمونست ګوند عمومي منشي(یوري اندروپوف) لخوا هغه تړون په رسمي توګه لاسلیک شوی ؤ.
په افغانستان کې د ننه او بهر کې ډېرو کسانو دې اوربند ته د (بې غېرته تسلیمي) په سترکه کتل ... . (د پیریانو جګړې ص ۱۶۸)
دا ډول په کال (۱۹۸۸م) د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې د شورويانو د پلان او توطیې پر بنسټ چې د احمدشاه مسعود په وسیله د افغانستان د څو شمالي ولایتونو د بېلولو (تجزیې) خاینانه طرحه په کې جوړه شوي وه یو داسې سند ورولېږل شو چې په هغه کې دشوروي اتحاد د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د کې- جې- بې اسنازي لاسلیکونه شوي وو او په کابل کې د شوروي سفارت لخوا هم ټاپه شوی ؤ په سند کې له مسعود څخه هغه پوښتنې او یو ډول وړاندیزونه شوي وو چې د ده د ټول عمر د هڅو اصلي اهداف یې تشکیلول، هغه پوښتنې او هڅونې په دې ډول دي:
۱ــ د ګډ(واحد) افغانستان کې په اډانه کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو او دغه راز د پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو په ګډون د تاجکو د استوګنې د سیمو پر بنسټ د تاجکو د کورواکۍ (خودمختاره تاجکستان) د جوړولو او د دغې سیمې ځانی(خودي) ادارې د بڼو په اړه.
۲ــ په دې برخه کې یې د ځانګړو څوکیو او په ملي شورا او کابینه کې د تاجکو استازیتوب یاد کړي دي.
۳ــ په دریمه برخه کې یې د جمعیت ګوند خپلواکي او په رسمیت پژندل ښودل شوي دي.
۴ــ د افغانستان په وسله وال پوځ کې د جمعیت ګوند د ډلو پر بنسټ د کورواک تاجکستان د منظمو ځواکونو جوړل ... .
۵ــ د کورواکه تاجکستان په اډانه کې د سولې ټینګول ... .
۶ــ د شمال ختیزو ولایتونو د اقنصادي ودې په اړه ... .
۷ــ د اقتصادي، طبي او نورو مرستو د تر لاسه کولو او دغه راز د سرحدي سوداګرۍ د ودې لپاره د شوروي اتحاد د تاجکستان جمهوریت او کورواکه تاجکستان تر منځ د مخامخ سوداګریزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو ټینګول.
په دې اړه لیکوال لیاخوفسکي وایي چې: ... مسعود د شوروي پوځي قوماندانۍ له دغو نوښتونو نه خوښي څرګنده ګړه او چمتو دی چې دې ډول اړیکو ته په راتلونکي کې دوم ورکړي.
نوموړی لیکوال زیاتوي: کله به چې له مسعود سره د دا ډول خبرو اترو په بهیر کې لږ څه پرمختګ تر لاسه شو، نو (افغان حکومتي ځواکونو به د هغه پر خلاف) یو ناڅاپه لمسوونکي ډزې او عملیات پیل کړل. (د افغان غمیزه او میړانه ص ۴۷۱)
جنرال لیاخوفسکي وایي چې موږ هیله مند یو هغه معقولې لیدنې او نظریې چې احمدشاه مسعود له شوروي اتحاد د همکارۍ په باب بیا بیا څرګندولې په راتلونکي کې هم د روسیې له دولت سره د اړیکو په ډګر کې د هغه په عملي ګامونو واوړي، ... . (هماغه سند ص ۴۷۵)
په افغانستان کې د (۴۰) لښکر قوماندان (ب ـ ګروموف) وایي: د څلوېښتم نمبر لښکر د استخباراتي مرکز هڅو په پای کې ټاکلي نتیجې ورکړې ، په (۱۹۸۲م) کال کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو، له احمدشاه سره مو داسې ټینګې اړیکې پیدا کړې چې آن له افعانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې ... د مسعود سره د لاس لیک شوي تړون له مخې مسعود خپلو وسله والو بانډونو ته امر وکړ چې د حکومتي عسکرو خلاف دې له جګړې نه لاس واخلي او خپل ټول ځوک دې د مخالفې ډلې اسلامي حزب د بانډونو خلاف جګړې ته اړم کړي. (سرې لښکرې په افغانستان کې ص۲۶۷)
دوام لري
په راتلونکي لیکنه کې به د امریکا د جاسوسي سازمان