دخپریدو نیټه : 2014-04-20 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مصلحت، ملي ګډون، ائتلاف او معامله یاني څه!
توریالی افغانمل
د هېواد په دغو حساسو شېبو کې مو د پورته ذکر شوي عنوان ټاکنه ځکه اړین وبلله چې د وري د شپاړسمې له ټولټاکنو وروسته داسې ګنګوسې اورېدل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځينو په نامشروعه سیاسي واک روږدو کړيو (چې له ۱۲ کلونو راهيسې ځانونو ته اپوزيسيون هم وايي، سره له دې چې د اپوزيسيون هېڅ ځانګړنه نه لري) په ګډه د ملت په رايو د شبخون وهلو او (د دوی په اند) د ائتلافي حکومت جوړولو نامشروعه هڅې روانې کړي دي.
نو په لومړي ګام کې په دوو مثبتو اصطلاحاتو (مصلحت او ملي ګډون) باندې خبرې وکړو او بیا به د ائتلاف هراړخیزه څېړنه وشي او په پای کې به د معاملې په تورې او منفي اصطلاح بحث وکړو.
مصلحت (سیاسي مصلحت):
په سیاسي قاموسونو او سیاسي ژوندانه کې د سياسي مصلحت اصطلاح ډېره معموله ده او په لاندې توګه تفسيرېږي:
1. د دوو مخالفو ډلو یو ځای کېدل؛
2. یوې ځانګړې موخې لپاره د دوو متخاصمو ډلو ملګرتیا؛
3. له يوه ځانګړي حالت سره ځان عیارول.
لکه، له ۱۳۸۱ لمریز کال راپدېخوا په سیاسي واک کې (په بېلابېلو دلایلو) د هېواد د ټولو ډلو ټپلو (ومو نه غوښتل چې د ـ سیاسي ګوندونو- اصطلاح وکاروو) حضور د ښاغلي ولسمشر د مصلحتي تګلارې ښکارندوی ده. دا چې آیا د ولسمشر دغه تګلاره سمه او زمونږ د ملي ګټو د ساتنې لپاره څومره اغېزمنه وه، دا به تاسو ګران ویونکي ته پرېږدو. خو یوه خبره څرګنده ده چې د مصلحت په نامه ډېرو غیر مسلکي او بد مخو کسانو ته د سیاسي نظام سپېڅلې دروازه پرانیستل شوه او دو هم خپله ونډه په پوره خیانتي روحیه ادا او مونږ ته یې د فساد د لومړي مقام تور داغ په تندي را وواهه.
پوهان د سیاسي مصلحت کولو لپاره مختلف حالات وړاندیزوي، چې پرته له دغو شرایطو د سیاسي مصلحت تر سره کول سیاسي کفر بلل کېږي، دغه شرایط او حالات په لاندې ډول دي:
1. له مصلحت پرته د بلې لارې نه شتون؛
2. له مصلحت پرته یوه لوی هدف ته د رسېدلو ناشونتیا؛
3. د مصلحت له لارې د یوه ستر ناورین مخنیوی؛
4. مصلحت استثنا ده، نباید اصل ترې جوړ شي.
ملي ګډون (مشارکتي حکومت):
ملي ګډون او پر بنسټ یې د یوه هېواد د ټولو سیمو، کلتورونو او ژبو ونډه په حکومت کې د لیبرالیزم، ډیموکراسۍ او جمهوریت له بنسټیزو اصولو بلل کېږي او اسلام تر بلې هرې ایډیولوژۍ پرې زیات ټیګار کوي. تر څو د هېواد هر وګړی په سیاسي واک کې ځان شریک او حکومت د خپل ځان وبولي. له بلې خوا د اپارتاید، تبعیض او تعصب مخه هم ونیول شي. هغه دولت چې ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري او په بېلابېلو ډولونو د ځینو د محرومیت لامل ګرځي، ډېر پایښت نه لري او ټولنیزو ناورینونو او پاڅونونو ته لاره هواروي.
خو دا په دې مانا نه ده چې د ملي مشارکت په نامه دې د چارو واګي غیر متخصص او خاینو خلکو ته وسپارل شي، بلکه ډېره هڅه دې وشي چې په کار پوه او ژمنو کسانو ته دندې ور له غاړې شي او دا چاره ناشونې هم نه ده.
او که چېرې د پښتنو په استازیتوب عارف نورزی او د تاجکو په استازیتوب ضرار احمد مقبل عثماني (چې دولسم ټولګی یې هم نه دي بشپړ کړي) واک ته ورسول شي نو دې ته ملي مشارکت نه، بلکه ملي ناورین ویل کېږي.
ائتلاف:
په مؤقت ډول د یوه مشخص هدف لپاره د څو اشخاصو یا ګوندونو یو ځای کېدلو ته ائتلاف ویل کېږي. ائتلافونه معمولا د ټولټاکنو او د حکومتونو د تشکیل پر وخت د ملي ګټو د لاښه خوندیتوب په موخه تر سره کېږي او د مشخص وخت له تېرېدا وروسته په آني ډول له منځه ځي. که چېرې ائتلافونه د سیاسي واک د تر لاسه کولو او په ځانګړي ډول د سؤ استفادي په موخه تر سره شي نو ناورینونه رامنځته کوي.
په افغانستان کې ډېرو کسانو د آني ګټو او پیسو پیدا کولو په موخه سیاسي ګوندونه جوړ کړي او د ډیموکراسۍ له نوم څخه په استفادې سره يې له کوم اصولي او کاري توپیر پرته په افغانستان څه کم ۲۰۰ سیاسي ګوندونه راجسټر شوي چې ډېری يې د ګوند په مفهوم هم نه پوهېږي او له سپکو او پلیدو اړتیاوو سره سم یو له بل سره په مختلفو نومونو ائتلافونه کوي تر څو د ملت په وجود کې پاته وینه په یو نه یو ډول وڅښي.
خير، خپلو خبرو ته ادامه ورکوو او د هېواد په دې حساسو شیبو کې له ټولټاکنو وروسته د هغو بد مخو رازونه افشا کوو چې د دوه ورځني سیاسي واک لپاره د ائتلاف تر نوم لاندې د خپلو ګټو خوندي کول غواړي. د ائتلاف لپاره لاندې شرایط اړین دي:
1. د ائتلافي خواوو د ستراتیژیو نیږدې والی؛
2. د ائتلافي خواوو تر منځ د مشترک هدف شتون؛
3. په یوازې د حکومت د جوړولو ناشونتیا.
زما په اند په دغه پړاو کې د لاندې دلایلو پر بنسټ لږ تر لږه له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غواړم چې د ائتلافي حکومت د جوړېدو مخه ونیسه او یا لږ تر لږه په کې ګډون ونه کړي:
1. په تېرو دولسو کلونو کې د ائتلافي حکومتونو پایله دا شوه چې فساد لازیات او سوله، امنیت او پرمختګ لپاره نوي خنډونه پیدا شي.
2. ملت بیا ثابته کړه چې په هر قیمت د هېواد د پرمختګ او مثبتو بدلونونو راتګ لپاره سرښندنې ته چمتو دي، که چېرې ائتلافي حکومت جوړ او د خلکو رایو ته درناوی ونشي، نو پایله به یې دا وي چې خلک به ناهیلې او د نظام پر وړاندې لا بې باوره شي.
3. په اوسني حالت کې ائتلافي حکومت تور له سپین سره ګډوي او خدای مه کړه هغه شخصیتونه (لکه، ډاکټر اشرف غني احمدزی) چې زمونږ د خوار ملت معنوي پانګه بلل کېږي، خپله روڼتیا او پېژاند له لاسه ورکړي چې دا مونږ ستره ملي صدمه بولو.
معامله (سیاسي معامله):
سیاسي معامله او له لارې یې د حکومت جوړول تر ټولو سیاسي ناورینونو ستر او نه جبرانېدونکی ناورین دی. سیاست، په دغه مفهوم کې له دروغ، چل او تيري سره مل دی........................................................
نو له ټولو نوماندانو او په ځانګړي ډول له ښاغلي اشرف غني احمدزي څخه مې هيله دا ده چې د هر ډول نامشروعې هڅې مخنیوی وشي او د ملي ګټو پر بنسټ د ځوانې ډیموکراسۍ د خوندیتوب لپاره هلې ځلې تر سره شي.
د یو موټي او سمسور افغانستان پر لور