دخپریدو نیټه : 2014-04-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د ټاکنو دویم پړاو او د افغانانو دنده/لومړۍ برخه
لیکوال: سعیدي
ټاکنې د ډموکراسۍ یو اصل دی او دغه اصل افغان ولس دولسمشرۍ په ټاکنوکې ټولې نړۍ ته وښوده چې د نړۍ د هرهیواد په پرتله افغان ولس ډموکراسۍ ته ډیر لیواله دی خو د خواشینې خبره داده چې زمونږ هیواد څه باندې دیرش کاله جګړه تیره کړی او د هیواد د دښمنانو او جګړه مارانو له لاسه زوریدلي او کړیدلي دي او ددې هیواد د مشر او کوچني په خوله د سولې د غوښتنې هیله ده خو تراوسه هم سوله نه ده راغلې، خو دغه زوریدلې اولس ټاکنې د سولې اوپرمختګ پيلامه بولي چې انشاالله نیږدې ده ولس خپلو هیلو ته ورسیږي.
یادونه: زما دغه لیکنه به څو برخې ولري ترڅو وکولای شم خپل هیوادوال دې ته وهڅوم چې څه ډول په ټاکنو کې خپلو تیرو تېروتنو ته پاملرنه وکړي او د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې باید کوم او څه ډول شخص ته رایه ورکړي.
اوس راځم د لیکنې اصلي ټکي ته هغه داچې اوس ډیره شونتیا لیدل کیږي چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړشي که ولاړشي اړینه ده خپلو تیرو تېروتنو ته ډیر پام وکړو څو هغه تېروتنې چې په لومړي پړاو کې مو ترسره کړي په دویم پړاو کې تکرار نه شي چې په لاندې ډول دي او یادونه کوم چې زه د یوه کوچني لیکوال په توګه خپله دنده سرته رسوم او هغه ستونزې او نیمګړتیاوی چې په تیر پړاو کې وی لومړی هغه خپلو ولسونو ته په ګوته کړم او بیا به یې د حل په لارو چارو له تاسې سره خپل آند هم شریک کړم څو مې خپله دنده د خلکو او هیواد پر وړاندې ترسره کړي وي.
۱- د ټولو هیوادوالو نارینه او ښځینه دنده لري چې د ټاکنو په دویم پړاو کې په پراخ ډول ګډون وکړي او هم نور هیوادوال دویم پړاو ټاکنو ته وهڅوي او د هیواد هغه بچيانو ته رایه ورکړي چې افغانان پرې راټولیدې شي او افغانستان له شته جګړه مارانو، سړي تښتونکو، دروغجنو، لنډغرو، وینو بهونکو، بدماشانو او خپل سرو وسله والو څه خلاصولی شي او دغه هیواد په خپل لوړ فکر، پوره زده کړې، پاک احساس، پاکې مینې، پوره قاطعیت او پوره ژمنتیا سره د پرمختګ او ودې په لوري رهبري کولای شي اودا ډول نوماند انشاالله ټولو افغانانو پیژندلې دی.
۲- تاسې اوس هم په دې پوهیږۍ چې په هیواد کې څوک او کومې ډلې ټپلې په سړي تښتونې یا اخطتاف، وسله والو غلاوو، وینو بهولو، لنډغرۍ، چورو چپاول، د ځمکو غصب، بدماشویو او وسله والو جګړو کې لاس لري که په همدغه ډول هیواد کې چې غله، لنډغر او سړي تښتونکي په کې حاکمان اوسي ژوند کول غواړئ بیا ورته رایه ورکړئ. چې بیا به یا داهیواد پریږدې او یا به هم دغلو سره ځانونه په غلاکې شریکوې نور واک او اختیار ستاسې دی چې خپل برخلیک د چا په لاس کې ورکوئ د غلو او سړي تښتونکو او که ددې هیواد د اصلي بچیانو.
۳- تاسې قدرمن هیوادوال پوهیږئ چې دا هیواد کومو ډلو ټپلو په کنډواله بدل کړی هغه کسان او ډلې ټپلې تاسې اوس هم پیژنې، اوسې هم د ټوپک له شپلې د باروتو تریخ بوي د افغانانو تر بوزې رارسیږي او اوس هم خلک ګواښي او وايي که مونږ بریالي نه شو په هیواد کې به د وینو ویالې و بهیږي، هغه ډلې او ټپلې چې په تیرو درې لسیزو کې خلک په وینو کې ولمبول او زړه يي تراوسه هم یخ شوی نه دی او بله داچې دوې لاتراوسه واک ته نه دي رسیدلي خو ولس ته سره له اوسه ګواښونه کوي که واک ته ورسیږي په الله باور وکړی چې په دې هیواد کې به ژوند کول ستونزمن وي.
۴- ټول هیوادوال په دې باور دي چې په لومړي پړاو کې په سازمان شوي ډول ځینو نوماندانو په پراخه کچه درغلۍ وکړی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په دې ونه توانیده چې هغه سازمان شوې درغلې وپیژني او پاکې رايي د ناپاکو رایو جلاکړي ځکه چې ځینو ډلو ټپلو د ولسمشرۍ د تیرو دوه پړاونو څخه چې ښاغلی کرزی په کې ولسمشر شو د سازمان شویو درغلیو او په ډیر مهارت سره د صندوقونو په ډکولو کې پوره پوره تجربه درلوده خو بدبختانه چې یو شمیر نورو نوماندان له دې مهارتونو بې برخې وه او څه ډول چې ولس فکر کولو هغه ډول ونه شول او دولسمشرۍ ټاکنو پایلې د پراخو او سازمانو شویو درغلیو په پایله کې چې د ټاکنو کمیسیون يي هم د کنټرول توان نه درلوده بل ډول رنګ غوره کړ او ټاکنې دویم پړاو ته تلونکې شوې.
۵- د قدرمنو هیوادوالو ته به هم په یاد وي چې د وري په ۱۶ نیټه د سهار په لسو بجو په ځینو سیمو کې چې زه يي دلته د هغو سیمو د نومونو یادونه نه کوم ځکه چې خلک پوهیږي چې کومې سیمې وی رايي پاڼې ختمې شوې، مهندسي شوې یا سازمان شوې درغلۍ په همدغو سیمو کې ترسره شوي دي ځکه چې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا هر محل ته ۶۰۰ رايي پاڼې استول شوی وی، راځې چې محاسبه وکړو که د یوکس د رايي ورکړئ پروسه یو دقیقه یا ۶۰ ثاني و نیسي نو دغه پاڼې باید په لسو ساعتونو کې یانې د ماذیګرپه ۵ بجو خلاصې شوې وی پوښتنه په دې ځای کې ده چې زما له نظره د یوې ځانګړې ډلې لخوا مخکې له مخکې دغه کړنه سازمان شوې او یانې مهندسي شوې وه چې باید له هر محله ۵۰۰ پاڼې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه په ښه مهارت او د پخوانیو تجربو څخه په ګټه اخیستنه سره وکارول شي چې په محل کې یواځې سل رايي پاڼې پاتې شوي دي چې د پورتنې محاسبې له مخې ۱۲۰ دقیقې چې دوه ساعته کیږي وخت نیسي او که ستاسې په یاد وي په لسو بجو دغه نارې سورې پیل شوې چې په دې محل کې رايي پاڼې خلاصې شوي او په هغې محل کې رايي پاڼې خلاصې شوې زه په دې کې ولسونه ګرم نه بولم ځکه چې رايه د هغوې حق وه او داحق یوې ځانګړې ډلې ترې غلاکړې وې څو د خپل ځانګړي نوماند په ګټه یې وکاروي او وې کارولې هم خو تاسې ړوند او کړنو نوماندانو ته وايم چې داځل یانې په دویم پړاو کې دغو سازمان شویو او مهندسي شویو کارونو ته پوره پوره پام وکړئ که نه بستره به مو در وتړلي او ددې زوریدلي ولس مسوولیت به بیا ستاسې په غاړه وي.
لیکنه دوام لري ............................... پاتې برخې یې وروسته