دخپریدو نیټه : 2014-04-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د سکایپ سیکریټ بانډار
ډاکټر ظهیر
د ټالیبانو په نسبت په رسنیو او فرهنګي کړیو کې حزبیان ډېر دي. مکررو هڅو او درواغجنو تبلیغاتو یې د ځینو بې مالوماتو کسانو په ذهنو کې داسې انځور جوړ کړی دی چې ګواکې حزب له ټالیب څخه کاملاً متفاوت او نامضر اړخ دی. شېبه وړاندې مې له یوه حزبي ملګري سره مې د حزب او ټالیبانو پرتله داسې وکړه:
لومړی: د دواړو ډلو مشران په اسلام-برباد او پېنډۍ کې پنډ دي.
دویم: دواړه ډلې د هر څه حل په ټوپک کې ویني مانا له منطق او معقولیت سره په جنګ دي.
درېیم: دواړه ډلې د ۳۰۰۰ علماوو، پوهانو، متخصصینو، روڼ اندو او مجربو افغانانو په لاس جوړ شوی د افغانستان اساسي قانون مردود ګڼي خو د لارډ مېکالي پنجاپۍ پړپړه تر قرآن هم اوچته بولي.
څلورم: دواړه ډلې دېرش میلیوني افغان ملت؛ اهل نار بولي.
پنځم: دواړه ډلې د شریعت د نفاذ لاپې وهي خو د څو لسیزو را پدې خوا یوه؛ په یوه لوېشت شمشتو او بل په یوه ګز علمو چوک کې شریعت حاکم نه کړ.
شپږم: داوړه ډلې د یوه ملت برخلیک پر پنځه پاڼیزه « جنګي لایحه » ټاکي.
اووم: دواړه ډلې د دنیايي ژوند د رفا او انساني ښېرازۍ لپاره کومه طرحه او پلان نه لري او لکه شیطانان ځوانان د جنت پر حورو خطا باسي.
اتم: دواړه ډلې شریعت او اسماني نصوص د خپلې خوښې او ګټې پر بنسټ تحریفوي.
نهم: دواړه ډلې هغه چا پیدا او پياوړې کړې؛ چې دوی یې اوس پر وړاندې جهاد (!) اعلان کړی- سیاسي لوبه.
لسم: دواړه ډلې پر اصلاح ایمان او د اصلاح توان نه لري.
یوولس: دواړه ډلې د تش په نامه؛ پان-اسلامیزم په پښو کې افغاني نېشنالیزم ور حلالوي.
دوولس: دواړو ډلو ته فرهنګي، کلتوري او ژبني ارزښتونه د توت هومره ارزښت نه لري ( پنجاپي ته د خپلو ښځو پرتوګونه ور په تن کوي).
دیارلس: دواړه ډلې تر وسه وسه هڅه کوي چې د هېواد تعلیمي نظام پر بل مخ واړوي.
څوارلس: دواړه ډلې هڅه کوي چې افغاني کادرونه لکه استاد، انجېنیر، ډاکټر او بل مشر ترور کړي. یاده دي وي چې له روس سره د جنګ پر مهال؛ حزب ۴۰۰۰ پښتانه کادرونه قتل کړل. همدا اوس یاده چاره ټالیب پر مخ وړي چې کابو همدومره پښتان مشران، علماء، منورین او افسران یې لومړی شهیدان بیا تکفیر کړل.
پنځلس: د دواړو ډلو سرکښان د غریب زامن په چل او یا هم زور جګړې ته اړ باسي خو حتی پر خپلو لوڼو په غرب کې د کمپیوټر زده کړې کوي.
شپاړس: دواړه ډلې د خپلو مخالفینو د وژلو او عامو خلګو د وېرولو لپاره صحرايي محکمې ( ځانمرداري بریدونه ) کاروي.
اوولس: دواړو ډلو ته د هېواد پوله، ښار او کلی ارزښت نه لري او په ګلو ګلو بې پُرسه او بې پاسپورته زنا کار عرب او حرامي هیرا منډيي مخلوق یې د افغان وژني لپاره وارد کړی.
اتلس: د دواړو ډلو علمیاتي او استخباراتي پلانونه پنجاپ تسویدوي.
نولس: د دواړو ډلو په جبهاتو کې په ټولیو ټولیو پنجاپي افسران جنګېږي.
شل: په دواړو ډلو کې په ځانګړې توګه په حمارت کې مطلق شنه، تور ذهنه او ټولنیز منفورین را ټول دي.
یوویشت: دواړه ډلې د افغانانو وینې مباح بولي.
دوه ویشت: دواړه ډلې د ملي شتمنیو تخریب عبادت ګڼي.
درویشت: دواړه ځان مسلمانان ګڼي خو په خپلو مېنځو کې هم سره غوښه او چاړه دي.
په پای کې
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه