دخپریدو نیټه : 2014-04-29 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د ټاکنو دویم پړاو او د افغانانو دنده( دویمه برخه)
لیکوال: سعیدي
زړه ته رانیږدې هیوادوالو په لومړۍ برخه کې مې ځینو ستونزو ته په لنډ ډول اشاره وکړه او څه ناڅه مې د حل په لارو چارو هم له تاسې سره خپلې خبرې شریکې کړئ هیله ده چې مو لوستې وي او پلې کول یې زمونږ د ټولو دنده ده ځکه غواړو چې خپل هیواد له شته ناورین څخه راوباسو او هیچا ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د هیوادوالو په رایو لوبې وکړي، نو په دویمه برخه کې اړینه بولم چې د ټاکنو په تیر پړاو کې د ستونزو او ددغې ستونزو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه وکړم هیله چې د قدرمن ډاکټر صیب اشرف غني د کمپاین غړي پرې عمل وکړي څو تیرې سهوې بیا تکرار نه شي او هم په دویم پړاو کې هغو درغلګرو ته اجازه ورنه کړو چې په لومړي پړاو کې مهندسي شوې او پلان شوې درغلۍ یې ترسره کړئ او هم هغو افغان ورونو او په ځانګړې توګه هغه پښتنو ته یادونه وکړم چې په تیرو ټاکنو کې يي یو شمیر کړیو او ډلو ټپلو ته درغلۍ وکړئ او د ټاکنو لومړۍ پړاو يي له ننګونو سره مخ کړ او د پښتون قوم رايي چې دهیواد لوړاکثریت جوړوي وویشلې او د یو بل نوماند پسې ولاړل چې د پښتنو همدغه بیلابیل نظرونه ددې لامل شول څو پښتانه دخپل مشر په ټاکلو کې له ستونزوسره مخ شي، خو انشاالله داځل به داسې نه کیږي ځکه چې افغانان او په ځانګړې پښتانه د سختې او ستونزو په وخت کې د خپل هیواد د ژغورلو لپاره د سر او مال څخه هم تیروي او زه داځل ډاډمن یم چې افغانانو خپل مشر ټاکلې او په دویم پړاو کې به انشاالله خپل مشر ته چې هغه هم ډاکټر اشرف غني احمدزی دی رایه ورکړي خو یوې بلې موضوع ته مو هم پام وي چې داځل به زمونږ رقیبان بیاهم د سازمان شویو درغلیو هڅه کوي او زه د همدغې لیکنې له لارې په ټولو افغانانو غږ کوم چې د هیواد د ټاکنو په هرمرکزاو هرمحل کې تاسې په خپله د خپل هیواد د ژغورنې مسوول یاست اود درغلګرو،غلو،فاسدو، سړي تښتونکو او جنګسالارانو ته اجازه مه ورکوی چې د تیر پړاو په شان په سازمان شوي ډول صندوقونه د خپلې خوښې نوماند په ګټه ډک کړي، راځې د هیواد د ژغورنې لپاره سره لاسونه ورکړو او دا کړیدلې او زوریدلې ولس نور له فاسدو، غلو، سړي تښتونکو او د پوډرو او هیروینو له قاچاقبرانو خلاص کړو او لاندې ټکي په پام کې ونیسو.
لومړۍ یادونه مې د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي د کمپاین ټیم ته هیله ده چې پرې غور وکړي.
۱- د قدرمن غني بابا د کمپاین مسوولینو د ټولو خلکو غوښتنه داده چې د ټاکنوپه تیر پړاو کې چې تاسې په کومو مرکزو او محلونو کې خلک د څارنې او نظارت لپاره ګمارلي وه ډیری يي غني ته ژمن خلک نه وه او زما د معلوماتو له مخې ډیری ګمارل شوي ناظرین او څارونکي ښځینه وی او داسې هم ویل کیږي چې ددغو کسانو یو ډیرشمیريي د نور ډلو ټپلو لخوا ستاسې د کمپاین په ټیم کې ځای پرځای شوي وه، په دې اړه فکر وکړئ او هغه ژمن ځوانان چې په ریښتنې د غني بابا پلویان دي داځل درايي ورکړې په مرکزونو کې څارونکي او ناظرین و ټاکې او دغو ناظرینو ته زما وینا داده چې په دغه یوه ورځ کې به تاسې نه د ولږې او نه هم له تندې مړه شئ هیله کوم چې ډیر زیات متوجه اوسئ او درغلګرو ته اجازه ورنه کړئ چې داځل مهندسي شوې رايي وکاروي او ددې لپاره اړینه ده چې.
۱- د غني ناظرین او څارونکي باید ډیر وختي خپلومحلونو ته ځان ورسوي او هلته باید ځان د راغلو رایو پاڼو د شمیر څخه ځان ډاډمن کړئ چې د ټاکنو کمیسیون لخوا راغلې رايي پاڼې ټولې د ټاکنو کمیسیون له کارکونکو سره موجودي دي که نه؟
۲- وګورئ چې د رايي ورکړئ په صندوقونو کې له وړاندې چا رايي پاڼې نه وي اچولې او هم د صندوق د مهر او لاک څخه ځان ډاډمن کړئ او ترپایه باید د ټاکنو د ګمارل شویو کسانو دهرحرکت څخه څارنه وکړئ، لکه دګوتې رنګ، درايي پاڼې قاتول او ټاپه کول، او کوښښ وکړئ چې هرڅه د اسنادو، انځور اخیستنې او دکره شواهدو پربنسټ له ځان سره یاداشت ونیسئ او په هماغه شیبه کې د هرډول درغلۍ مخه ونیسې او ژر ترژره یا لاس په کار شئ او یا يي هم په اړه لومړی کمیسیون ته د ټیلفون له لارې او دویم په لیکې بڼه راپور ورکړئ او د راپور یوه کاپي له ځان سره وساتئ.
۳- لکه څنګه چې مې وړاندې وویل ستاسې یوه دقیقه غفلت به درغلي وي او درغلګر به ستاسې له یو دقیقې غفلت څخه ګټه پورته کړي لکه څنګه چې په تیر پړاو کې همداسې وشوه زمونږ څارونکې او ناظر د ډوډۍ خوړولو او اوبوڅښلو لپاره یو شیبه بهر ځي خو کله چې بیرته راځې په سلګونو جعلي رايي پاڼې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه صندوق ته اچول شوي دي او درغلګرو په همدغه لنډه موده کې خپل کار کړی دی نو یوه ورځ باید د خپلو ولس او خلکو د ژغورنې لپاره په ولږه او تنده هم تیره کړو او ترپایه باید خپله دنده په ښه وجه ترسره کړو. زما همدې لیکنې لومړۍ برخه وګورئ چې ستاسې سیالانو په څه ډول په محلونو کې رايي پاڼې غلا کړی او بیا يي په څه ډول ستاسې له کمزوري نظارت او څارنې څخه ګته واخیسته او وې کارولې.
۴- خو کله چې د رايي ورکړئ پروسه پای ته رسیږی او ځان ته څرګنده کړئ چې آیا د ټاکنو کمیسیون لخوا د رايي ورکړئ وخت خو نه دې غځول شوې که غځول شوی وي نو خپلې څارنې ته دوام ورکړه او کله چې د رايی ورکړئ پروسه پای ته ورسیده او په محل کې د رايي شمیرنې پروسه پیلیږي بیا هم هرې کړنې ته پاملرنه وکړئ او کله چې رايي وشمیرل شوې او دهرنوماند رايي په ډاګه شوې د محل رايي شمیرنې نوملړ یا جدول باید په ډیر دقت سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په محل کې ګمارل شوې مسوول یا ډیپسې، ناظرینو یاڅارونکو، مشاهدینو او په محل کې په ټولو ګمارل شویو کسانو باید د رايي شمیرنې جدول یا نوملړ لاسلیک او ټاپه کړی او د رايي صندوق د بیاځلې مهر او لاک څخه ځان ډاډمن کړئ او که امکانات لرئ په محل کې خپلې او د خپلو سیالانو د ټولو فعالیتونو ویډوي انځورونه له ځان سره واخلې او کله چې ډاډمن شوې او د رايي صندوقونه مناسب او دامن ځای ته ورسیده او ډاډمن شوې نو که بیا محل ترک کړی انشاالله ستونزه به نه وي او بله داچې ځان ډاډمن کړئ چې درايي اچونې په صندوق کې هم جدول اچول شوی دی او نورو ناظرینو ته هم باید ستاسې د رايي شمیرنې نوملړ یا جدول کاپي رسیدلي وي کیدای شي په ځینو محلونو کې د ټاکنو کمیسیون مسوولین او یو شمیر ناظرین ځان تیرباسي او بیلابیلو پلمو ځان یوې څنډې ته کړي څو د رايي ورکړئ نوملړ لاسلیک نه کړي دي ټکي ته ډیره پاملرنه وکړئ او چا ته دپلمو اجازه ورنه کړئ.
۵- د خپلو کړنو او د رايي شمیرنې د نوملړ په اړه خپل ټاکنیزو کمپاین ته ژر تر ژره خبر ورکړئ. څو هغوې ته هم په یاد محل کې چې تاسې په کې ګمارل شوي یاست د خپل نوماند د رايي کره شمیره څرګنده شي.
۶- او داهم ډیره مهمه خبره ده چې باید داځل د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي کمپاین که يي شونتیا وي په هر محل کې خپل دوه یا درې پوره ژمن څارونکي وټاکي د خلکو داوطلبې اوخوښې پسې ومه ګرځې او هم دې ډیر کوښښ وشي په هغو سیمو کې چې د سیال ټیم پلویان ډیردي پوره ژمن او ډیر هوښیار کسان و ګمارل شي او هم باید داځل د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو محلونو او مرکزونو مسوولین له یو مرکز څخه بل مرکز او له یو محل څخه بل محل ته واستوي او دا بدلون هم باید په لوړه کچه وي یانې دا په دې معنې چې دیو ولایت کارکونکي باید بل ولایت ته واستول شي.
۷- او هغو پښتنو ته هم یادونه کوم چې د یو څو ډالرو او یا افغانیو لپاره مو په تیر پړاو کې د نورو او پردیو لپاره کار وکړ، زه په دې فکر یم چې تاسې به هم د خپلې دې کړنې څخه خواشینی يي خو داځل کوښښ وکړئ چې بیا ځان خرڅ نه کړئ او د خپلو خلکو لپاره په پوره ژمنتیا کاروکړئ ځکه که نور څه نه وي هغه خپل ضمیر ته به خو خجالته نه اوسئ او دافغان ولس د ژغورنې لپاره به مو یو څه ناڅه کارکړی وي.
ددې لیکنې په بله برخه کې به د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د افغان وګړو په دندو او د درغلګرو د درغلۍ د مخنیوي په لارو چارو خپل نظرونه درسره شریک کړم. په تمه اوسئ .
په درنښت
سعیدي