دخپریدو نیټه : 2014-05-01 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دکارگر نړیواله ورځ!
عبدالرحمان ژوندی
دکارگرنړیواله ورځ
Inbox
x
دمی لومړی ورځ دکارګر نړیواله ورځ ده. ددنیا په ډيرو ممالکو کي به کارګران وي، ستونزي به لري .امازموږ هیواد، زموږ مرکز،او زموږ ولایتونه دګڼ شمیر ستونزو سره لاس اوګریوان دي چي ورته پام نه دی شوی. داهغه هیواد دی چي ددولت دخوا څخه تراوسه داسی یوه لاره یا یوپلان نه دی ورته جوړشوی. چي یوکارګردی د یوي ورځي لپاره یو ټاکلی امتیاز یاتنخا ولري. خلک د ډيرو ستونزو سره لاس اوګریوان دي.که په هند کي نفوس ډيردی یایی یو تعداد خلک دلسیزو لسیزو زاړه باسکلان لري خو دا کار حد اقل دوی ته ددي هیله ورکوي چي موږ خپلو بچیانو ته ډوډي پیداکولایشو یا یی ډيره یایی لږه خو هره ورځ ورته کارپیداکیږي. دهند مملکت دنړی دپرنفوسو هیوادوڅخه شمیرل کیږي .خوحکومت ورته برق،سړک او هغه سهولتونه ورته برابر کړي چي یو انسان او یوبشر ورته اړتیا لري.زموږ هیواد.افغانستان په تیره یوه لسیزه کي په داسی یوه هیواد مبدل شو چي له یوه اړخه ددنیا ماړه ممالو دلته حضور درلود. له بله اړخه دډالرونو سیلاب پردي هیواد راغی خولکه څنګه چي اړینه وه کار ونشو لاهم زموږ ولس غربت ځوروي. خلک دبیکارۍ څخه سرټکوي نه بیسوادو ته دکار زمینه برابره شوه نه هم باسوادوته. نن مي یوه کورني ولیده چي دکور مشر یی دخپلو اولادونو ترڅنګ ناست و،په کورکي زړه شړي هواره وه دګاز ډبه وه ګاز یی نه درلود. سترخان هوار و مګر ډودي نه وه. نوموړي په ژړغوني حال کي دبیکاری څخه سرټکوی، ویل یی هیڅ نشته حتي دخوړلو لپاره شی نلرو.ټاکني وشي پایلي یی ورځ تربلي زنډیږي خلکوته ډيرزیاد تاواونونه اوښتي خلک په خپل کار نه پوهیږي. حتي داخلي اوبهرني سوداګر پانګونه نکوي .ددي ټولو سوالونوځواب یوازي اویوازي راتلونکي اداره ورکولي شي ځکه داوسنۍ اداري څخه نه تمه کیږي او نه هم ددي وخت پاته دی چي کار ترسره کړي. هیله کیږي چي راتلونکي حکومت په لومړي ګام کي کارګرانو ته خپله پاملرنه وکړي. ترڅو ولس ددي ناخوالوڅخه خلاصون ومومي. بیلګه مو یوه کورنۍ ورکړه چي خپل شکایت یی درسنیو مخ ته وکړو، په زرګونو داسی کورني شته چي د ډول ډول ستونزو سره لاس اوګریوان دي. هو دامنوچي په یوه لسیزه کي دخلکو کارجوړشوی پرمختګ راغلی. خو ډيره برخه ددي مرستو دیو محدود قشر وجیب ته ولویدي. په ټولیز ډول زموږ هیواد زموږ دهیدوالو ژوند لاهم داسي خراب دی چي هره شیبه یی ناهیلۍ د مرګ کندي ته غورځوي.هغه وخت ددي ولس پرمختګ منځ ته راځي چي پرلویو اوبنسټيزو پروژو کارونه پیل شي. په تیره یوه لسیزه کي زموږ سیاستوالو داچانس دلاسه ورکړو. نوی حکومت ته نه د پخوا په ډول پیسي شته او نه هم دپخوا په څير خیریه موسسي. دخلکو ستونزي هم پرځای پرتي دي چي سترګي دحکومت لورته دي ترڅو ورته کاري زمینه چمتوشي. یوازنۍ لاره یی داده چي چارواکي په صداقت کاروکړي دفساد مخه په ټینګه ونیسي. ترڅو حق حقدارته ورسیږي او کارګرانو ته هم یوه سمه کاري زمینه برابره شي