مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانانو رایې ( لومړۍ برخه )

استاد فضل الله رشتین


د الله پاک لار ، د عدالت لار ، د انصاف لار ، د قانون لار ، د رسول لار ، د قرآن لار، د انسانیت او شرافت لار ، د منطق او اصولو لار دا ده چې ولسمشر د ولس د رایو د اکثریت په نتیجه کې قدرت ته ورسیږي او د ولس په رایو کې خیانت او تقلب ونه شي . په امر یکا کې په اروپا او په ډیرو نور و هیوادو کې د ولس رایو ته احترام کیږي ، ټاکڼې په روڼتیا سره سرته رسیږي ، حق حق دار ته رسیږي ، دا ځکه چې ولس د خپل حق د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي ، هلې ځلې کوي او خپل حق لاس ته راوړي، خپل حق ځکه لاس ته راوړي چې هلته ټاکڼې په شفاف ډول سرته رسیږي ، په ټاکنو کې څوک درغلي نه کوي او نه یې کولای شي . هلته قانون خبرې کوي ، قانون تطبیق کیږي او د قانون درناوی کیږي.
په مترقی هیوادو کې په کوم ځای کې چې ملتونه جوړ شوي هلته ولسمشر د خلکو په خوښه راځي ، هرکله چې ولسشمر د خلکو په خوښه راشي نو هغه حکومت د ولس خدمت کوي ، که د ولس خدمت ونه کړي نو هغه حکومت دوام نه شي کولای او په ډیره لږه موده د ولس له خوا یې پښې سستې کیږي او پر ځمکه لویږي.
په افغانستان کې ولسونه شته خو په ولسونو کښې هغه شان سیاسي بیداري نشته کومه چې لازمه ده ، دا سیاسي بیداري ځکه په مطلوب ډول موجوده نه ده چې په ولسونو کې د تعلیم او علم سطحه ډیر ټیټه ده . په هر ولس کې چې د تعلیم او پوهې سطحه ټیټه وي نو هلته ولس خپل سرنوشت په سم ډول نه شي ټاکلې او خپل حق هغه شان چې لازم دي ، هغسې یې لاس ته راوړلای نه شي.
په هر حال په افغانستان کې د اوسنیو انتخاباتو وښودله چې ولسونه د کافي تعلیم او علم د نه لرلو باوجود ، هوښیار شوي او کولای شي د ښه او بد تر منځ توپیر وکړي ، او دا هوښیاري ورته د هغو تجاربو له مخې پیدا شوي چې په تیرو اوږدو کالونو کې یې لاس ته راوړې دي. افغانانو په تیرو څو لسیزو کې په ډیرو لوړو ژورو و ختل او ښکته شول ، ډیرې ستونزې اومصیبتونه ورباندې تیر شول.
څرنګه چې افغانان د انتخاباتو په لومړي دور کې له کورونو راووتل او خپلې رایې یې ورکړې نو داسې ښکاري چې په دوهم پړاو کې به هم له کورونو څخه راوځي .
له دوو مخکښو نوماندانو څخه به یو د ولسمشرۍ مقام ته رسیږي ، زما مقصد له ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی څخه دي . له دې دوو څخه به یو تن د ولسشرۍ مقام ته رسیږي ، خو د ولسمشرۍ مقام ته ته به یې د افغان ولس رسوي ، ټاکنې د همدې لپاره کیږي چې ولس خپل مشر انتخاب کړي ، د ټاکنو هدف هم دا دی چې ولسمشر د ولس لخوا انتخاب شي ، که دا هدف نه وي نو بیا ټاکنې هیڅ معنی او مفهوم نه لري.
اصلی خبره د د افغانانو د سرنوشت موضوع ده ، اصلی خبره د افغانانو د رایو موضوع ده ، هر څوک چې وي ، نو ښایي چې د افغانانو په سرنوشت لوبې ونه کړي او د افغانانو په رایو کې خیانت ونه کړي.
د انتخاباتو د کمیسیون مشر او غړي ، د شکایاتو د کمیسیون مشر او غړي ټول مسؤلیت لري ، د الله پاک په وړاندې ، د ولسو به وړاندې مسؤلیتونه لري ، دوي که خپلې دندې په عادلانه او صادقانه ډول تر سره نه کړي نو د خدای په غضب به اخته کیږي .
همداشان که چیرې د دواړو نوماندانو د ډلو څخه څوک د خلکو په رایو کې خیانت کوي نو د ستري ګناه مرتکب کیږي او مخ به یې په دنیا او آخرت کې تور وي.
که چیرې ولسمشر حامد کرزی په انتخاباتو کې د خلکو د رایو احترام ونه کړي او د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو په خاطر د یو کاندید سره معامله کوي نو دا به له ملت سره ستره جفا وي ، خو زه یقین لرم چې کرزی صاحب به داسې څه ونه کړي چې هغه د ولس په تاوان تمام شي.
که چیرې له دغو دوو دواړومخکښو نوماندو څخه په انتخاباتو کې خپل شکست ونه مني نو خدای مه کړه یو فاجعه به منځ ته راشي ، داسې فاجعه چې بیا وچ او لامده سره وسوریږي.
دواړو مخکښو نوماندانو ته ښايي چې د ملت ارادې ته درناوی وکړي او د هغوی رایو ته د احترام سر ټیټ کړي.
که چیرې یو نوماندپه دوهم دور کې بریالی کیږي نو بل نوماند ته ښايي چې خپله ماته ومني او خپله اراده د هیواد او هیوادوالو د خدمت لپاره همداسې ټینګه وساتي.
بریالي نوماند ته ښايي چې په ډیره فروتنۍ ، په ډیره خاکسارۍ ، په ډیر تمکین ، په ډیر احترام ، په ډیره تواضع د افغانستان د ټولو ولسونو په سرونو د احترام او درناوۍ لاس راکاږي او ټولو ته په یوه سترګه وګوري ، که داسې ونه کړي نو خدای شاید دی چې د افغانستان جنازه به اوچته شي او بیا به هیڅ هم نه وي. ( نور بیا )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery