مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پېښو د عواقبو دمخیوي لپاره مو باید تدابیر معیاري شي

حقیق

 

 په دی شپو ورځو کی دومره دافغانانو انساني تلفات زیات شوي چی په نړۍ کې په همدې وخت کې ساری نه لري ، موږ خو هسی هم دا درې نیمی لسیزې دجګړې او ناخوالو په اور کې سوځو خو دادی طبیعی پېښو هم زموږ لمن نیولې او لکه آسماني بلاګانې پرموږ راوریږي.
د شمالي ولایتونو له سیلاوونو لا څه موده نه وه تېره چې په ترڅ کې یې زموږپه سلګونه هیوادوال ووژل شول یا ټپیان شول او په زرګونه نور یې بې کوره او بې ماله شول چې دسمنګانو په ولایت کې د ډبرو په کان کې چاودنه وشوه او زموږ پنځه ویشت تنه هیوادوال یې له مېنځه یووړل او کورنه یې په ویر کیناستل په بله ورځ د چاودنې او ځان مرګي برید په ترڅ کې په پنجشیر کې دپنځه دیرشو تنو په شمېر کې زموږ هیوادوال ووژل شول او ټپیان شول او دا غمونه مو لا نه وو ساړه شوي چې په سبا یی دبدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې دځمکې دښویدو له امله زموږ دلومړنیو معلوماتو له مخې نږدې دوه نیم زره تنه هیوادوال ترخاورو لاندې شول.
دشنونکو په اندپه افغانستان کې دغه ډول پېښې که دقسمت او طبیعي پېښو کاردي خو ترې راولاړیدونکي تلفات زموږ ددولتي امکاناتو کمښت ، دجګړې دوام ، اقتصادي کمزورتیا ، دتعلیم لږوالی او د چارواکو بې مسولیتی هم ګنل کیدای شي.
دسېلاوونو په برخه کې چې په ټوله نړۍ کې یو عادی بهیر دی او په هرځای کې پېښږي خو زموږ په هیواد کې یې مادي او ځاني زیانونه ترنورو ډیر زیات او څو برابره وي .
اړوندې ادارې نه یواځې داچې د سترو بارانونو وړاندوینه کولای شي او خلکو ته خبردارورکولای شي بلکې نورې ادارې بیا کولای شي چې دکورونو دجوړښت په ډول دسېلاوونو درامنځته کېدو دمخنیوي لپاره داړوندوبرخو استحکامات اوهم نور تدابیر نیول کیدای شي.
په سمنګانو کې چې کومه پېښه وشوه او په ترڅ کې یې زموږ هیوادوال په تونل کې ووژل شول سل په سلو کې دمخنیوي وه چی ددولتي داړوند څانګو په بې غوري او هم خپله دخلکو دنه پاملرنې له کبله رامېنځته شوه . په هغو رپوټونو کي چی رسنیو خپاره کړل څو ځلی دغو کارګرانو او مشرانو ته یی ویل شوي وو چی دلته ددوی لپاره خطر دی او هم ددوی کار غیر قانوني بڼه لري خو بیا هم دوی خپل کارته دوام ورکاوه او دولتی څانګو یی هم له قانوني اړخه او له خپلو صلاحیتونوڅخه په استفادې سره یي ددوی دکار مخنیوی نه دي کړی چی دټولو وژل شوو کسانو په جرم او ګناه اړونده مسولین شریک دي او دخپلو کړنو له کبله به خدای ته هم ځواب وایی.
د بدخشان په ولایت کي کومه پېښه چي وشوه دا که له یوې خوا یو خدایی آفت دی خو له بل لوري موږ کولای شوای چې تریو بریده دزیاتو تلفاتو مخنیوی وکړو.
- لومړی دا چې زمو ځمکه پېژندونکو او اړوند ه متخصصو څانګو باید چی دارګو په ولسوالی او دافغانستان نورو سیمو کې جیولوژیکی سروې ګانې کړی وای او دځمکي ښویدو عوامل یی چی اوس د پوهی په مټ ساده شوی وړاندوینه کړی وای.
- بل داچی باید خلکو ته اجازه نه وای ورکړشوی چی په دومره لویه کچه په دغو خټینو غونډویو کی کورنه جوړ کړي چی نه یی دځمکی ښویدنی او نه هم دزلزلی په وړاندی مقاومت سنجول شوی.
- بل او له ټولو مهم داچی په وخت او مسلکي مرستوسره دولتی او مرستندویه برخو کولای شوای دزیاتو تلفاتو مخنیوی کړی وای . ویل کیږی هغه مرسته کوونکی خلک چی دارګو خلکو سره دمرستی لپاره ورغلی وو هغوی هم ترخاورولاندی شوي په داسی وخت کی بایدچې موږ داسی وسایل او اداري درلودلای چی په وخت او سمی مرستی سره یی دتلفاتو او زیانونو دزیاتیدو مخنیوی کړی وای . څه ډول چی دشمالی اوشمال لویدیزو ولایتو دسیلاوونو تصویرونو ښودل په همدي ډول په بدخشان کی مرستندویه برخی په عادی وسایلو او دسیمی دخلکو په مرسته پرمخ تللی چی له داسی ستر طبیعی آفت سره په دې ډول مبارزه لاهم د وسطي پیړیو خلکو کار دی چی په اوسنۍ نړۍ کې ډیر بیرته پاتې ګڼل کیږي . لکه څه ډول چی زموږ دکورونو جوړښت لادډیرې پخوا زماني په ډول دی زموږ دمرستو شکل هم هماغه ډول دی.
ـ بله لویه ستونزه دا ده چې مرستې او دژغورنې ټیم هغه وخت بیا اړوندوبرخو ته رسیږي چې کومه ګټه نه لري او دپیښو عواقب راګرځولی نشي ، مرستی هم خلاصه کیږي یواځې په لږ شمیر خوراکی توکو کوم ترپال او بختور ته به هم کومه خیمه رسیږي.
افغانستان دادی ادعا لري چې دجوړیدو په حالت کی دی او دیارلس کاله کیږی چی نړیواله ټولنه دلته حضور لری او موږ هم دعواکوو چی ډیر څه مو معیاري شوي او دپرمختګونو پرلور ګامونه اخلو راځی چي په کاذبانه خبرو ځان ونه غولوو حقیقي پرمختګ ترلاسه کړو او خپل هرڅه دنړیوالو نورمونو په معیار برابر کړو . په همدی هیله چی افغانستان یوه ورځ له دې بیرته پاتی حالت څخه راووځي او دنړۍ په پرمختللو هیوادونو کي ځان وویني . چارواکي یي هم په ملی احساس سره یواځې واک ته درسیدو په تکل کې نه بلکی ولس ته دریښتني خدمت په فکر کې شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery