دخپریدو نیټه : 2014-05-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لومړی درجه غزنی لومړی درجه والی غواړی!
صفی الله سلطانی
غزنی په فرهنګی چارو کی له کلونو کلونو را په دی خوا په سیمه کی که له خورا زیات ارزښت څخه برخمن وو سلګونه کاله مخکی سیمییز حکومته له غزنی څخه کنټرولیدل، د غزنی ولایت محوریت، پراخه زراعتې سیمه او په سیمه کی په فرهنګی چارو که ګړیندیتوب ته په کتو سره خو لا پخوا باید د لومړی درجه ولایتونو په لست کې راغلي وای،
د هغې غونډی وروسته چې د آیسسکو او یونسکو کمیسون د اسلامی هیوادونو د فرهنګې چارو د پلازمینې د نومولو لپاره یې وکړه او غزنی یی د اسلامې هیوادونو د پلازمینې په توګه ونومول نو د مرکزی حکومت یی هم څه نا څه پاملرنه ځان ته واړوله،
اګر چې مرکزی حکومت د غزنی په جوړولو او د پروژو په منظورولو کې خپل نقش لوبولې خو د د یوه فعال او رغند ځایې حکومت په جوړولو کې د ټولو خلکو ګوته پرې پورته ده هغه ځکه چې کله غزنی د اسلامی هیوادونو د فرهنګې چارو پلازمینه سوه او دولتې حکومت هم له دی سره غزنې له دوهمې درجې ولایت څخه لومړی درجه ولایت ته پورته کړل نو یو ښه نوښتګر او صادق والې به یی هم ورته لیږلای وای؛
د غزنی اوسنی والی موسی خان اکبرزاده چې یو تنظیمی سړی او کلونه کلونه یی د استاد سیاف په مشری د دعوت اسلامی له حزب سره کار کړی دی لومړی ځل لپاره دی غزنی په ولایت کی دی والی په توګه مقرر شو،
موسی اکبرزاده یو مسلمان سړی ده پر طالبانو یې هم سخته خوا بدیږی پر اعمالو یې هم تر ډیرو پرده اچوي، آن تر دی چې یواری خو یې ویلی وو چې ما طالبانو ته اجازه ورکړی چی هره ورځ دی دوه دوه راکټونه دی غزنی ښار ته راولی او نور دی ته ورته کارونه،
پخوانې سړی ده دی پیسو سخت شوقی ده زوی یې ساختمانی شرکت لری، دی غزنی ښار ټولی پروژی د ده زوی نیسی که یې خوښه شوه په دوهم لاس یې په کوم بل شرکت خرڅوی که نه خپله یې ګوډ او ګازر سره تپی؛
پر دولتې اداراتو کار نه لری زړه یې چې هر چا څنګه ډنګوله هماغسی دی وډنګوی،
فساد تر دی کچې رسیدلی چی په دولتې اداراتو کی مامورین له مراجعینو څخه په ښکاره ډول دی رشوت غوښتنه کوی، دی پوهنې په ریاست کی د ښوونکو بستونه په پیسو خرڅیږی دی نا امنه ولسوالیو بستونه یا دی هزاره جاتو سیمو ته ورکول کیږی یا یې په کوم ښوونکی خرڅوی او په ښار کی یې مقرروی؛
له امنیتې قواوو سره نه دی همغږی؛
ولسې پاڅون او محلی پولیس خو نه ورته راځې او نه یې په خوله کوی؛ ځکه چې هغه تر بل هر چا دی طالبانو ډیر ضد دی او تر بل هر چا طالبانو ته ستر ګواښ دی نو دی ورسره قطعا همکاری نه کوی؛ حتا کی یې وس ورسیږی نو په څو ساعتونو کی به یې منحل او خالی سلاح کړی،
دی طالب حکومت په جکړه کې تر بل هر چا دی غزنې خلکو ډیر تلفات ولیدل تر بل هر چا دی غزنی خلک سخت وځوریدل؛ هم دی حکومت له خوا په بیلابیلو نومونو باندی بندیان او شهیدان سول هم دی خارجیانو له خوا په بیلابیلو نومونو سره بمبارد او چاپې ورباندی ولویدی او تر هر چا ډیر دی طالبانو له خو په شهادت ورسیدل؛
کله چې غزنی د اسلامی هیوادونو د فرهنګې چارو د پلازمینی په توګه ونومول شول خلکو خوښ وو چې ګواکی د لسګونو کلونو مخکې ارمانونه چې ښه حکومتولی سوله او امنیت دی پوره به شی، خو د فعلی مشرتابه په موجودیت کې به هیڅ فکر نه کوم چې دی غزنی خلک خپلو همدغو هیلو ته ورسیږی،
غوښتنه مو له مرکزی حکومت او ښاغلی ولسمشر څخه دا ده چې د خپلې حکومتولی په اخیر کی دی نور نو د غزنی د خلکو په سرنوشت له لوبې کولو څخه تیر شی او یو فعال، نوښتګر، په عصری سیستم او مدیریت بلد، مسلمان او صادق والی دی ولایت ته ولیږی چې د غزنی د خلکو ستونزی درک او د حل لاری ورته ولټوې؛
او له راتلونکې ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې د غزنی موجوده ارزښتونو ته پوره پاملرنه وکړی او نورو یې د احزابو او د رهبرانو د خوښولو قربانۍ نه کړی.
دی سوکاله او آرام افغانستان په هیله!